ضیاء الدین خپل څو کاله مخکې ”کفر“ مني؟

زبیر عاطف

شیخ ابو زاهد ضياء الدین زرخریدي یو سلفي دیني عالم و. ده د خپل ټول علمي ژوند مقصد دا ګرځولی و چې دا ثابته کړي چې حنفي فقه ”هیڅ بنیاد نه لري“ او هوايي خبرې دي. په داسې حال کې چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره مجاهدینو مبارزه کوله، ضياء الدین کرار په خپل کور کې ناست و؛ په رفع الیدین، لاس په سینه ايښودلو او نورو فرعي اجتهادي مسائلو یې جنجال و او حنفیان یې د تکفیر تر حده پکې رسول. هغه وخت د ده په نزد له کفري حکومتونو بغیر بل طاغوت نه و، د جهاد نوم یې حتی له خولې نه راوت.

د ۲۰۱۷ز تر وروستیو پورې لا هم نوموړی په مناظرو کې ښکېل و. له مناظرو تر خلاصېدو وروسته مستقیمًا له خراساني خوارجو سره یوځای شو او اوس هلته د داعشیانو د دین او عقیدې استاد او قاضي دی.

زرخریدي تقلید ”یوه عظیمه فتنه“ بلله او خپله دا عقیده یې د خراساني خوارجو د عقیدې او منهج په وروستۍ رساله کې هم ځای پرځای کړې ده. (تقلید دې ته ویل کیږي چې یو مسلمان د څلورو امامانو یعني امام ابو حنیفة، امام مالک، امام احمد او امام شافعي رحمهم الله له ډلې د یوه امام پر اجتهاد باور وکړي او پرته له دې چې په دلیل پسې وګرځي د هغه خبره مني او عمل پرې کوي.)

ضياء الدین مو ولې څو کاله مخکې ”کافر“ وباله؟

داعشي خوارج د دې قاعدې پر اساس (چې کافر ته کافر نه ویونکی هم کافر دی) هر هغه څوک کافر بولي چې د خوارجو پر مخالفینو د تکفیر ټاپه نه لګوي. دا د اهل السنة والجماعة یوه متفق علیها قاعده ده، خو لکه څنګه چې د اسلام د مبین دین نورې قاعدې او اصول داعشي خوارج د خپل باطل منهج د اثبات او خروج لپاره کاروي، دا قاعده هم د خوارجو په خوله کې د ”کلمة حق أرید بها الباطل“ حیثیت لري.

پخپله ضياء الدین هم پر خپلو بیانونو او رسالو کې پر دې قاعده ډېر ټینګار کړی او د خوارجو هر مخالف او د مخالف نه تکفیروونکی یې پر همدې قاعده په استناد سره د کافر او مرتد په ټاپه نازولی دی. خو ضياء الدین د ځان په حق کې پر دې قاعده څومره باور لري؟

که ضياء الدین همدا قاعده په کامله معنا تطبیقول غواړي، نو دئ پخپله هم یو څو کاله مخکې ”کافر“ و او هغه زوی یې چې دئ یې نوم تر خپل نامه مخکې یادوي هم د ”کفر“ په حالت کې پیدا شوی دی.

لکه څنګه چې مو وړاندې اشاره وکړه، زرخریدي چې له کومې ورځې په الف و با پوه شوی له هغې ورځې راهیسې یې په حنفي فقه پسې راخیستې ده. نوموړي شخصًا د مناظرو کولو او کتابونو لیکلو ترڅنګ د پاکستان د مشهور سلفي عالم شیخ امین الله پېښوري ځینې کتابونه هم تر نظر تېر کړي، تقریظونه یې ورباندې لیکلي او هغه یې پکې خپل اسلامي ورور ګڼلی دی. د مثال په ډول:

اوس خبره دا ده که ضياء الدین د خپلې قاعدې په تطبیق کې جدي وي نو آیا اوس ځان څو کاله مخکې ”کافر“ نه ورته ښکاریږي؟ ځکه هغه وخت د هغو علماوو ملګری و چې هغوی نه هغه وخت او نه اوس د مسلمانانو، جهادي او سیاسي ډلو او حاکمیتونو د مسلسل تکفیر عقیده درلوده.

شیخ امین الله پېښوري چې اوس له خپلو ډېرو خبرو رجوع کړې، د اسلامي امارت حامي دی او د خوارجو په څېر ناحقه تکفیر نه کوي، نو د خوارجو په نزد په همدې قاعده کافر کیږي؛ خو ضياءالدین چې څو کاله مخکې د نوموړي ملګری و، د ده په اړه څه وايي؟ آیا ”کافر“ و؟ که هو، نو خوارجو ته شرم نه دی چې هغه کس یې نن د عقیدې او منهج لارښود دی چې څو کاله مخکې پخپله ”کافر“ و؟ آیا ضياءالدین پخپله له ځان سره خجالت نه احساسوي چې څو کاله مخکې په خپله فتوا ”کافر“ و خو نن یې د نورو د ایمان او اسلام په ګزولو پسې متر راخیستی  او له ځان او خپلې ډلګۍ پرته په نړۍ کې بل مسلمان نه ویني؟ د خوارجو او ضیاءالدین په لومه کې راګیر ځوانان څنګه زغملای شي چې څو کاله مخکنی ”کافر“ دې نن دوی ته د اسلام او عقیدې درس ورکوي؟ د فکر او سوچ ځای دی!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version