صراط مستقیم او خوارج

لیکوال: محمد شعیب حنفي
داعشي خوارج چې ځانونه خلافت ته منسوبوي او له دې سپیڅلې کلمې څخه ناوړه استفاده کوي کاملا له صراط مستقیم څخه منحرف دي
د دوی قول او عمل سره توپیر لري او دجهاد په نوم مسلمانان قتلوي
لکه څرنګه چې زمونږ خوږ نبي صلی الله علیه وسلم دخوارجو په هکله فرمایلي دي چې يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان
ژباړه: خوارج مسلمانان قتل کوي او بت پرست خلک پریږدي
نو اوسني داعشي خوارج هم دټولې دونیا طاغوتي کفار پریښودي دي او په ټوله نړۍ کې د واحد کامل اسلامي نظام خلاف جنګ کوي او خپل دې بغاوت او پلیتې جګړې ته بیا دجهاد
نوم ورکوي فیا للعجب؟!
همداشان نبي کریم صلی الله علیه وسلم دخوارجو اړوند فرمایلي دي قوم یحسنون القیل ویُسیئون الفعل
چې ددوئ خبرې او ددوی کردار بلکل اړخ نه سره لګوي
په خوله داسې رنګینه او خوندوره وینا کوي، چې انسان فکر کوي چې همدوی داسلامي امت دتللي برم داعادې لپاره وړ خلک دي او همدوی به داسلامي امت کشتۍ له ډوبیدو څخه بچ کوي
مګر که عمل ته یې فکر وشي نو همدوی داسلامي امت په تندي یو تور داغ دی
مسلمانان او خاصتا حق پرست علماء کرام په شهادت رسوي په دیني مدرسو او مساجدو کې چاودنې کوي او پاک الله ج ته په سجده لمونځ کونکي شهیدانوي؛ تر ټولو دتعجب ځای دادی چې دا هرڅه دثواب په نیت کوي او دمسلمان په وژلو کې خپل اخروي نجات لټوي
که فکر وشي تر دوی احمق خلک به دنړۍ په سر نه وي هغه ځکه چې دحربي کفارو اومشرکینو سره جهاد نه کوي خو مسلمانان په خود ساخته بهانو تکفیروي او بیا یې په وژلو سره ځانونه غازیان بولي
نو په رښتیا چې دوی دحق دلارې څخه سخت منحرف دي
جریان لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version