سیرت النبي صلی الله علیه وسلم

سب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د عبدالله زوی د عبدالمطلب لمسی د بني اسماعيل بن ابرهيم علیه السلام د اولادې څخه دی. مور یې بي بي آمنه د وهب لور د بني زهرة د قبيلې څخه وه، د مور او پلار نسب یې په کلاب بن مره بن فهر کې سره یوځای کيږي.

زوکړه:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د فيل په کال دربيع الاول د میاشتې په ۹مه نیټه ۵۷۳ ميلادي کال په مکه مکرمه کې یتيم وزیږیدو، پلار یې دده د پیدایښت دمخه وفات شوی و. له زیږیدو سره یې نيکه عبدالمطلب پالنه په غاړه واخيسته، کله چې شپږ کلن شو نو مور یې وفات شوه او چې اته کلن شو نو د نیکه له مهربانه سيوري هم بې برخې شو چې بیا يې پالنه دسکه تره ابوطالب ترغاړې شوه، ابوطالب د د هغه صلی الله علیه وسلم پالنه د خپلو زامنو څخه هم په ښه توګه ترسره کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوطالب سره د هغه ترمرګه اوسيدو.
رضاعي مور یې حلیمة السعدية وه.

شام ته سفر او خدیجة الكبرى سره واده:

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دولس کلن شو نو تره یې (ابوطالب) له ځان سره د شام په لور د تجارت په کاروان کې روان کړ، بُصرې نومې ځای ته چې اورسيدو نو له یو راهب سره چې په بحیرا مشهور و ليدنه وشوه- بحيرا راهب رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغونښو څخه وپیژاند چې د د اهل کتابو په کتابو کې یې لوستې وې، له لاسه یې ونیو او ویې ویل:
( دا له ټول بشر څخه غوره او الله پاک به یې ټول عالم ته رحمت ليږي.)
ابوطالب ورته وویل:
(له څه پوه شوې؟)
بحيرا ورته په ځواب کې وویل:
(کله چې تاسې له هغې څوکې راښکاره شوئ ددې سيمې ټولې ډبرې او ونې په سجده پریوتې او دا شیان بې له پیغمبره بل چاته سجده نه کوي او زه یې له هغه مهره پیژنم چې دده د وولو په منځ کې ښکل شوی دی او مونږ ته په خپلو کتابونو کې دده په هکله ویل شوي دي.)
بیا یې له ابوطالب څخه غوښتنه وکړه چې بیرته یې مکې ته ستون کړي هسې نه چې یهودیان ورته تاوان ورسوي. کاکا یې خبر ومنله او مکې ته یې له څو تنو نوکرانو سره بیرته ولیږه.
په دوهم ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا د خديجة الكبرى رضي الله عنها په تجارت له میسره نومې غلام سره شام ته ولاړ، کله چې مکې ته راغی نو میسره خديجة الكبرى رضي الله عنها ته دده د خوږو اخلاقو،لوړو کړنو او امانتدارۍ په هکله خپل د سترګو ليدلی حال ووایه، د خدیجې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښ شو او د واده پیشهاد یې ورته وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پيشنهاد قبول او په ۲۵ کلنۍ کې يې ورسره واده وکړ، په دې وخت کې خدیجه رضي الله عنها ۴۰ کلنه وه. خديجې رضي الله عنها له ده مخکې دوه ودونه کړي وو چې له یو خاوند څخه یې یو زوی او یوه لور او د بل څخه یې یوه لور زیږیدلې وه.

بعثت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په غار حراء کې عبادت کولو چې جبرائيل علیه السلام ورته راغلو او ورته یې اویل: ولوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې زه لوستل نشم کولای، بیا ملایکې په غيږ کې ټينګ ونیو او زور یې ورکړ بیا یې ورته وویل: ولوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې زه لوستل نشم کولای، بیا یې په دریم ځل ښه ټينګ ونيو زور یې ورکړ او بیا یې خوشې کړ بیا ورته ملائکې وویل:
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (۲) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (۳) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (۴) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (۵) العلق
رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې مبارکو آیاتو د اورېدو ورسته ترهېدلی کور ته راستون شو، خدیجې رضي الله عنها ته یې ټوله کيسه وکړه هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم نور هم زړور کړو او ددی زیرې یې ورکړو چې تا به الله جل جلاله هيڅکله سپک نکړي، بیا خدیجې رضي الله عنها خپل د تره زوی ورقه بن نوفل ته چې عیسايي و بوتلو هغه ورته ددې خبرې زیری ورکړ چې ته به ددې امت نبي یې، بیا یې ورقه وویل:
(کاش چې زه هغه وخت ځوان وای! کاش چې زه هغه وخت ژوندی وای! کله چې تا خپل قوم وشړي.)
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:
(آیا زما قوم به ما له کلي اوباسي؟)
ورقه ورته ځواب ورکړ:
(هو، هر چاچي ستا په شان پیغام راوړی دی دښمني ورسره شوی ده، که زه په هغه وخت کې ژوندی وم زه به دی پوره ملاتړ وکړم).
له دی واقعی څخه یو څه وخت ورسته ورقه مړ شو، او وحي هم د لنډې مودې لپاره بنده شوه، بیا الله جل جلاله د سورت المدثر لومړني څو آیاتونه نازل کړل، په دی کې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې امر وکړچې خپل قوم اسلام ته دعوت کړي.
له دې ورسته رسول الله صلی الله علیه وسلم سري (پټ) دعوت شروع کړ، تر ټولو اول کس چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت ته یې په لومونۍ ورځ لبیک ووایه په نارينه و کې ريښتيني دوست ابوبکرالصديق په ښځو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بي بي خدیجه په ماشومانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاکا زوی علي او په غلامانو کې زیدبن حارثه رضوان الله علیهم اجمعين.
بیا د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په دعوت یوه ټولي اسلام قبول کړو چې د هغوی له جملې څخه عثمان بن عفان، طلحه بن عبیدالله، سعدبن ابي وقاص، عبدالرحمن بن عوف، عثمان بن مظعون، ابوسلمه بن عبدالاسد او ارقم بن ارقم رضوان الله علیهم اجمعين وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له صحابه و سره د ارقم په کور کې په پټه ليدل کتل کول او په همدې کور کې به یې دوی ته قرآن او اسلامي ارشادات ورزده کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم پوره دری کاله پټ دعوت وکړ، بیا پرې وحی نازله شوه چې له هغې سره پټ دعوت ختم او او ښکاره دعوت يې شروع کړ، په دې هکله د قرآن کريم دا مبارک ایاتونه نازل شول:
وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (۲۱۴) شعراء
ترجمه: نيږدی خپلوان دې وډاروه
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ (۹۴) حجر
ترجمه: هغه چې امر درته پرې شوی په زغرده اعلان کړه او له مشرکانو مخ واړوه.
دقریشوظلم او د حبشې هجرت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې لس کاله په ښکاره د اسلام مبارک دين ته دعوت وکړ، چې په دې لسو کالو کې یې رنګارنګ تکليفونه وزغمل، قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو په تکليفولو کې له هیڅ یو رنګ آلې د استعمالولو څخه دریغ ونکړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت د مخنيوي لپاره یې مختلف قدمونه واخيستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په شاعر، کوډګر، لیونی، ساحر او داسی نورو نومومو باندې متهم کړو، د هغه تګ راتګ په لاره کې یې ازغي اچول، چې کله به یې لمونځ کولو نو کفارو به شور کولو آن تردې چې یوه ورځ یې د لمونځ په حال کې د اوږو په منځ کې لرې واچو.
قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګري چې اسلام یې راوړی وو هم بې اندازې زیات تکليفول لکه (بلال بن رباح، خباب بن ارت، عمار، د عمار پلاریاسر او د عمار مور سمیه او داسې نور صحابه رضوان الله علیهم اجمعین) چې ځينې ددوی د زیاتو تعذيبونو له امله په شهادت ورسیدل.
کله چې په مسلمانانو باندې د کفارو ظلم آخري اوج ته ورسیدو او مسلمانانو ته په مکه کې ژوند کول ګران شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته حبشې ته د هجرت کولو اجازه ورکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته معلومه شوې وه چې د حبشې پاچا نجاشي خورا عادل پاچا دی نو ځکه یې حبشه غوره وګڼله او مسلمانانو ته یې حبشې ته د هجرت کولو امر وکړ چې تقريبا سلو ته نيږدی کسانو حبشې ته هجرت وکړ، نجاشي پاچا په حبشه کې د مسلمانانو خورا زیات عزت وکړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت په لسم کال د طایف په لور لاړ تر څو هلته کفارو ته د اسلام دعوت ورکړي او ځاتنه نور ملګري پیدا کړي مګر په طایف کې هم ورسره ډیر بد چلند وشولو، درواغجن یې وبللو او په تيږو یې وويشتو.
په همدې کال د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګران تره ابوطالب او بي بي خدیجة الکبری رضي الله عنها وفات شول، له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت لسم کال په عام الحزن ونوماوه.

اسراء او معراج:


د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احترام او ثبات لپاره دا معجزه په هغه وخت کې مینځ ته راغله کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګران تره چې همیشه به یې دده صلی الله علیه وسلم ننګه کوله مړ شو او دده ګرانه بي بي خدیجة الکبری رضي الله عنها چې هميشه به یې دا صلی الله علیه وسلم زړور کولو وفات شوله او ورسته له هغې چې په طایف او مکه کې کفارو ډیر په تعذیب کړو، نو الله جل جلاله په امر د براق په واسطه د مسجدحرام (مکې) نه تر بیت المقدس پورې د روح او جسد سره (اسراء) او بیا په بیت المقدس کې د لمونځ ورسته آسمان ته ختل (معراج) چې دا ټول د شپې په یوه برخه کې وشول.
الله جل جلاله فرمایي:
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (۱) اسراء
د عقبې بیعتونه او د دعوت خپریدل:
د حج موسم او دعربو بازارونه ډیر مهم وخت او ځای و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کې له خلکو سره ليدل کتل او خلک به یې اسلام ته دعوت کول، رسول الله صلی الله علیه دعوت تر ټولو لومړی د قومونو مشرانو او مخورو ته کولو ځکه ددوی په مسلمانيدو سره ټول قوم مسلمانيدو (الناس علی دين ملوکهم).
رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په حج کې ډیرو خلکو وليدل چې ځينو د ملاتړ وعده هم ورسره کوله، په لومړي ځل د بعثت په یولسم کال د خزرج د قبيلې (دوی د مدینې د قبائلو څخه یوه قبيله وه) شپږ تنو یې دعوت ته لبیک ووایه او د رسول الله صلی الله علیه سره یې وعده وکړه چې د هغه صلی الله علیه پیغام به خپل قوم ته رسوي، د بعثت په دولسم کال د عقبې نومې ځای کې د مدینې ۱۲ تنو د رسول الله صلی الله علیه سره بیعت وکړ او په انصارو سره وپیژندل شول، په تاريخ کې دې بیعت ته د عقبې لومړنې بیعت وايي.
د بعثت په دیارلسم کال په عقبه کې ۷۳ نارينه او ۲ ښځو د رسول الله صلی الله علیه سره د کومک او تر شایې د دریدلو بیعت وکړ چې د عقبې د دوهم بیعت په نوم یاديږي او همدې دوهم بیعت مدينې ته د هجرت کولو لپاره لاره هواره کړه ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم یو آرام ځای او ملګري وموندل او د همدې بيعت ته د اسلامي دولت اساس هم ویل کيږي.
رسول الله صلی الله علیه په مکه کې کفارو ته ۱۳ کاله د اسلام دعوت وکړ.

مدينې ته هجرت:

په دارالندوة کې کفارو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو لپاره غونډه جوړه کړه او په کې یې پریکړه وکړه چې دټولو قومونو ځوانان به یې په وژلو کې برخه اخلي تر څو ټول قومونه دده په وژلو کې شريک شي او عبدمناف په یو معین شخص او یا معین قوم دعوه ونشي کړای،د ټولو قومونو سره د مقابلې توان هم نه لري په دې سره به مجبور شي چې دیت واخلي.
ددې شومې پرېکړې ورسته جبرائيل علیه السلام راغی او د لوی خدای جل جلاله له لورې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو د دسيسو خبر کړو او ورته یې وویل چې الله جل جلاله د هجرت اجازه درکړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې مخکې خپلو ملګرو ته مدينې ته د هجرت کولو امر کړی وو چې ځينې يې پټ پټ لاړ وو او ځينې يې دڅه عذر له امله په مکه کې پاتې شوي وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان سره ابوبکرالصديق رضي الله عنه ملګری کړو او مخالف لوري یعنی جنوب په طرف (مدینه منوره د مکې شمال طرف ته ده) یې حرکت وکړتر څو غار ثور ورسيدل، دوی دواړو ملګرو په غارثور کې ۳ ورځې او شپې تېرې کړی. د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه زوی عبدالله به د شپې له لوری غار ته ورته او د دوی په هکله به چې څه خبره په مکه کې اورېدله ټوله به یې دهغوی ته د شپې ویله. د ابوبکر رضي الله عنه غلام عامر بن فهيرة به میږې د غار سره نيږدی څرولې تر څو د قدمونو نښې پرې ورکې کړي او کله به چې شپه شوه نو میږې به یې د غار خولې ته وروستلې تر څو یې شيدې وڅکي.
قریشو په مکه کې دوهم ځل لپاره بیړنۍ غونډه وکړه او په دې غونډه کې یې اعلان وکړ که چا دوی دواړه ژوندي ونيول او یا یې ووژل نو (۱۰۰) اوښان به په انعام کې ورکړل شي. ددې انعام د ترلاسه کولو لپاره پلو، سپرو او پل پيژندونکو په هلو ځلو پیل وکړ او هيڅ یو ځای یې پرېنښود آن تردې چې د غار خولې ته ورسيدل خو الله جل جلاله یې سترګې ړندې کړی او دوی یې ونه ليدل.
کله چې دوی له غار څخه ووتل نو په لاره کې سراقه بن مالک هم ددوی د نيولو هڅه وکړه خو آس یې تر زنګنونو پورې په ځمکه کې خښ شو، بیا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه آمان وغوښت.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په ۱۴م کال قباء ته ورسيدو او په قباء کې یې درې ورځې تېرې کړی هلته یې د قباء مسجد جوړ او لمونځ یې په کې وکړو. دا هغه جومات دی چې د لومړي ځل لپاره د تقوی په اساس جوړ شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې ته مخه کړه کله چې مدينې ته ورسيدو نو ډیرګرم استقبال یې وشو د مدينې په کورونو او کوڅو کې تکبيرونو انګازې کولې، د انصارو کوچنیو جينکیو د خوښۍ او خوشحالۍ نه دا شعرونه ویل:
• طلع البدر علینا من ثــنیــات الوداع
• وجب الشکر علینا مــــادعـــــــالله داع
• ایها المبعوث فينا جئت بالامر المطاع
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابي ایوب الانصاري رضي الله عنه په کور کې پاتې شو. له دې ورسته د مدينې اوسيدونکي په انصارو او د مکې نه یې چې هجرت کړی وو په مهاجرینو سره ونومولې شول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدينه کې د رسیدو سره څو مهم کارونه وکړل:
۱-په مدینه کې یې جومات کړو او په جوړولو کې یې پخپله هم برخه واخيسته.
۲-د اوس او خزرج قبيلو تر منځ یې صلحه وکړه.
۳-د مسلمانانو په منځ کې یې د ورورګلوۍ تړون وکړو.
۴-د یهودو سره یې تړون وکړو.

جهاد:
کله چې مسلمانانو مدینې ته هجرت وکړو او په مدينه کې یې اسلامي دولت قایم کړو نو قریشو د پخوا په څیر خپلې دښمنۍ ته بډې ووهلې، مسلمانانو ته یې اخطارونه ورکول او دا یواځې د خولې دړکې نه وې بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له پخوا او باوري سرچپنو څخه معلومه شوې وه چې قریش د شر او فساد اراده لري، هماغه وو چې الله جل جلاله مسلمانانو ته د جنګ اجازه ورکړه، الله جل جلاله فرمايي:

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ (۳۹) الحج
الله جل جلاله جهاد د مسلمانانو لپاره ددفاع او په نړۍ کې ددين د خپرولو یوه وسيله وګرځوله.
د مسلمانانو او کفارو ترمنځ یو شمير جنګونه وشول چې ځينې مشهور یې دادي:

دبدرغوڅنده لویه غزا:

دمسلمانانو شمیر: ۳۱۳ او یا ۳۱۷ تنه
دکفارو شمیر: ۱۰۰۰ تنه
دا غزاد هجرت په دوهم کال پېښه شوه، په دې غزا کې مسلمانانو د الله په کومک سره کفارو ته شرميدونکې ماتې ورکړه. په دې غزا کې د مشرکينو ۷۰ تنه ووژل شول او ۷۰ تنه نور یې اسيران شول.

د احد غزا:

د مسلمانانو شمیر: ۷۰۰ تنه
د کفارو شمیر: ۳۰۰۰ تنه
دا غزا د هجرت په دریم کال مدینې ته نيږدې د احد غره سره وشوه، په دې غزا کې لومړی مسلمانان کامیابه شول خو په غره کې ناستو غشويشتونکو صحابه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دامر مخالفت وکړو او له غره څخه د غنیمت د راټولولو په خاطر کوز شول، کله چې کفار پوه شول چې غشي ويشتونکي د غره څخه ښکته شوي نو د خالدبن وليد په مشرۍ د غره د شا لخوا پرې را وګرځېدل، چې په ترڅ کې مسلمانانو ګټلې جنګ د امير د قول د نافرمانۍ په سبب وبایلود. په دې غزا کې ۷۰ تنه صحابه شهيدان شول.

د خندق یا د احزابو غزا:

د هجرت په پنځم کال د مکې قریشو له نورو قبایلو سره د مدینې د محاصره کولو او د مسلمانانو د ختمولو لپاره پلان ونيو، مسلمانانو د سلمان فارسي رضي الله عنه په مشوره لوی خندق وکيندلو تر څو مدينه منوره د احزابو او له هغو یهودیانو (بني قريظه) چې له مسلمانانو سره شوې تړون یې په سختو حالاتو کې مات کړی وو وساتي. الله جل جلاله د شپې په کفارو سخت باد نازل کړو، خیمې او ديګونه یې چپه شول په زړونو کې یې ویره دننه شوله هماغه وو چې الله جل جلاله مسلمانانو ته بې له کوم جنګ څخه فتحه نصيب کړه. (وکفی الله المؤمنين القتال)

دبني قریظه غزا:

کله چې احزابو د مسلمانانو د ختمولو لپاره په مدینې د حملې کولو نیت وکړو په دغه سختو حالاتو کې بني قریظه قبيلې د مسلمانانو عهد مات کړو او د کفارو سره ودریدل، مسلمانان چې کله د خندق غزا څخه را وګرځیدل نو سمدستي د بني قریظه یهودو پسې لاړل، هغوی یې تر هغه محاصره کړل تر څو د سعدبن معاذ په حکم د کلاګانو څخه راکوز شول او د یهودو فتنه الله جل جلاله په مدينه کې ختمه کړه.

د حدیبې سوله:

د هجرت په شپږم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه سره د مکې به لور د عمرې د اداء کولو په نیت روان شو، په لاره کې مشرکينو مکې ته د ننوتلو څخه منع کړل چې په آخر کې بیا له مشرکينو سره تړون وشو چې د حدیبې د تړون په نوم یاديږي.
ددې تړون ځينې مهمې مادې دادي:
۱-دوی به په خپلو منځو کې لس کاله جنګ نه کوي.
۲-سږکال به مسلمانان بېرته مکې ته ګرځېږي او راروان کال ته به حج/عمره کوي.
۳-که کوم کس د مکې نه مدينې ته وتښتيږي (مسلمان شي) نو مسلمانان به هغه بېرته کفارو ته سپاري البته بالعکس.

د مکې فتحه:

د هجرت په اتم کال چې کله کفارو د حدیبې تړون مات کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحه کولو لپاره د مدينې نه حرکت وکړو، مکه یې فتحه کړه او غیر له څو تنو نه یې ټولو کفارو ته عمومي عفوه اعلان کړه. د کعبې دننه یې ۳۶۰ بوتان مات او د کعبې څخه یې د شرک نښې نښانې ورکې کړی. د مکې فتحې ورسته اسلام په جزیرة العرب کې په تېزۍ په خپرېدا شو د عربو وفدونه د مدینې په لور شروع شول ترڅو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس په اسلام کې داخل شي.

وفات :

د هجرت په ۱۱م کال د ربيع الاول د میاشتې په ۱۲م تاريخ د دوشنبې په ورځ د سهار په وخت کې وفات شو.
مسلمانانو یې ۱۰-۱۰ تنو بېلو بېلو یې جنازه وکړه. بیا یې د عایشې رضي الله عنها په کور کې په هغه ځای کې خښ کړو په کوم ځای کې چې وفات شوی و. انالله واناالیه راجعون

اکرام الدين کامل

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version