د وخت یو پاچا ؤ، هغه یو هوښیار او پوه وزیر درلود، خو وزیر یې یو څه وخت وروسته له وزارت نه لاس واخېست او استعفاء یې وکړه.
پاچا له خپلو وزیرانو پوښتنه وکړه:
هوښیار وزیر چیرته دی؟
وزیرانو ځواب ورکړ: هغه له وزارت نه لاس واخېست، اوس د خدای جل جلاله پر عبادت بوخت دی.
پاچا د هوښیار وزیر کور ته ورغی له جوړ پخېر وروسته یې ترې وپوښتل: ولې دې وزارت پرېښود؟
وزیر ځواب ورکړ: پنځه لاملونه وو چې زه یې مجبور کړم څو له وزارت نه لاس واخلم.
١: ته به ناست وې زه به درته ولاړ وم، اوس د داسې خدای ج بنده ګي کوم چې په لمانځه کې هم راته د کېناستو امر کوي.
٢: کله به چې تا ډوډۍ خوړه ما به یوازې درته کتل، اوس مې داسې رازق پیداکړی، چې هغه ډوډۍ نه خوري خو زه یې خورم.
٣: تا به خوب کاوه ما به دې ساتنه کوله، خو اوس مې داسې مهربانه رب پیدا کړی، چې هېڅکله خوب نه کوي او زما ساتنه کوي.
٤: زه به وېرېدم که ته مړ شې، نو ستا دُښمنان به ما هم مړ کړي، خو اوس د داسې خدای عبادت کوم چې تل ژوندی دی او باوري یم، چې دښمنان یې ماته زیان نشي رسولای.
٥: بل لدې وېرېدم که له ما کومه ګناه یا تېروتنه وشي، ښایي ومې نه بخښې، خو اوس پر ما خپل رب داسې مهربانه دی، که په ورځ کې څو تېروتنې او ګناهونه هم وکړم او بخښنه ترې وغواړم، ژر مې بخښي.
اوس چاته اړتیا نه لرم چې د چا اطاعت او عبادت وکړم، بس زما لپاره په هر وخت او په هر ځای کې خپل رب کافي دی.
پاچا چې د وزیر خبرې واورېدې، نو پرته لدې چې وزیر ته څه ووایي، سر یې یوازې ښکته کړ، او د خپل تخت پر لور روان شو.
یوازې د خدای جل جلاله عبادت دی، چې زړونو ته ډاډ او روح ته ارام وربخښي.
محمود عاطف