رټل شوی مقاومت د داعش په جامه کې! عثمان خالد

#image_title

افغانستان یوه مجتمعه ټولنه لري، چې د مختلفو مذاهبو له پیروانو څخه تشکیل جوړوي.

دا چې دلته اوس یو جامع حکومت او نظام پر واک راغلی؛ ځکه یې په سیمه او نړۍ کې ځینې مخربین نه شي زغملای او د له منځه وړلو لپاره؛ له هرې ممکنې لارې کار اخلي، تر څو دا سپېڅلی نظام ړنګ او بدنامه کړي، چې تر ټولو ښه نمونه یې تیره ورځ د دایکندي ولایت پیښه وه.

که څه هم چې د داعش مقاومت دلته په پوره معنی ځپل شوی دی او نور د سر پورته کولو توان نه لري، خو دنیا وال او د افغانستان دننه د نظام مخالفین، هغوی ته د جرأت او د بیا سر را پورته کولو لپاره تخریب کوي او د داعش نوم ورکوي.

اسلام، مسلمانان او اسلامي نظام هیڅ کوم مذهب او له تګلارې سره ستونزه نه لري، بلکې غواړي چې خلګ دي یا مسلمانان وي او یا دې مسالم وي، چې اسلام او مسلمانانو ته یې ضرر و نه رسیږي، په همدې خاطر په اسلامي نظام کې د مستامن، ذمي او محارب احکام معلوم دي.

دلته د شیعه ګانو په مذهب او عقایدو بحث نه کوو، خو دا چې اوس د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوي؛ نو ځکه یې مال، ځان او عزت ټولو مسلمانانو ته حرام دی، او نه شي کولای؛ چې په غیر مشروعه لاره پکښې تصرف وکړي.

خو دا چې د مقاومت په نوم منحوسه ډله له اسلامي نظام، حدود او قصاص سره مشکل لري او د له منځه وړلو په هڅه کې یې دي؛ ځکه خو اسلامي امارت او په ځانګړې توګه سنيان خلګو ته متعصبین او خود خواه معرفي کوي، داسې ښکاره کوي؛ چې دلته له اهله السنة پرته بله تګلاره
د منلو نه ده.

خو اصلي حقیقت دا دی، چې په افغانستان کې سنیان، شیعه ګان، هندوان او نور د مختلفو مذهبونو پیروان د یوه اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوي، د افغانستان اسلامي امارت ددې هر یوه؛ که ذمي دی، مستأمن او که مسلمان دی، هغو حقوقو ته چې اسلام ور کړي، چې هغه د دوی د مال، ځان او د عزت حفاظت دی؛ ژمن دی.

زمونږ خارجي او داخلي مخالفین به کله هم ان شاالله په دې بریالي نه شي؛ چې د افغانستان دننه د اقلیت او د اکثریت په نوم ستونزې وزېږوي او د دې نظام په خلاف کې ترې ګټه واخلي.

إن شاءالله

ابو جلال
Exit mobile version