روسیه: امریکا داعش خپل ائتلافي بولي

روسيې چې په منځني ختیځ او افغانستان کې پرلپسې امریکا د داعش پر را پیداکولو، تمویل او ملاتړ تورنه کړې، تازه يې ویلي چې امریکا ته داعش جګړه مار خپل ائتلافیان ښکارېږي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د پرتګال د بهرنیو چاو وزیر اوګوشتو سانتوش سیلفا سره په خبري کنفرانس کې مشخصاً په سوریه کې د داعش اړوند د امریکا پر څرګندونو نیوکه وکړه.

امریکا څو ورځې وړاندې وویل، داعش په سوریه کې نه دی مات شوی او ټینګار يې وکړ چې تر څو سوریه کې نظام بدل نه شي، داعش نه ورکېږي.

سیرګي لاوروف وايي، دا څرګندونې زموږ د تور پخلی کوي او ثابتوي چې امریکا د داعش د ائتلاف په ډول سوریه کې خپل پلانونه عملي کوي.

روسيې څو ځلې وړاندې افغانستان کې هم امریکا د داعش پر ملاتړ تورنه کړي او له افغان حکومت او دلته مېشتو بهرنیانو يې پرلپسې غوښتي چې د هغو چورلکو اړوند معلومات دې ورکړي، چې داعش جګړه مارو ته اکمالات رسوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version