رحمانوف د داعش محرک

امید فردا

د تاجکستان کمونست ولسمشر امام علي رحمانوف په ډېره سپین سترګي سره ادعا کړي چي ګواکي اسلامي امارت په دیني مدارسو کې تنکيو ماشومانو ته د ده په اصطلاح په ترهګریزو برخو کې زده کړې ورکوي.
کمونست رحمانوف که دین، وجدان او د حسن همجواري حس درلودلای نو هیڅکله به یې اسلامي امارت ته د سولې او ارامۍ پر ځای د جنګ او ترهګري ګوته نه وای نیولي.
موږ په دې باور یو چي ترهګري که هر ډول وي، د یوه انسان له خوا پر بل انسان، چاپېریال، مخلوقاتو، او حتی په کرایه شوي ترورست باندي هم ظلم دی.
موږ په دیني مدارسو کې تنکیو ماشومانو ته ور زده کوو چې: د اسلام سپېڅلي دين چې د انسان ژوند يې ارزښتمن او خوندي ګڼلى، د انسان بې هدفه وژنه يې هم له لويو ګناهونو څخه ګڼلې ده.
همدا راز ور زده کوو: هغه کسان چې سپکاوى، ځورونه او وينه تويونه کوي، د خداى د غضب مستحق دي، آیا دا د تروریزم وده او روزنه ده؟
موږ پوهیږو چې په افغانستان کې د غربي ترهګرۍ له ماتې وروسته نړیوال طاغوت آرام نه کښیني، د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره به هرو مرو یو شمېر کرایه شوي اجیران ګماري، ترڅو د ورور په واسطه د ورور د وژلو لړۍ جاري وساتي.
موږ دا سي کره شواهد په واک کې لرو چي د تاجکستان خطا ایستل شويو خالي ذهنه ځوانانو له جملې څخه د دغه هېواد سلفي فکره ځوانان دي، چې د داعشي(خوارجو) د تبليغاتو ښکار شوي، او د اسلامي امارت په خلاف یې د جګړې تکل کړی او د یوې مرموزي طرحې له لاري په افغانستان، ایران او ځینو نورو هیوادونو کې د داعش په لیکو کې تنظمیږي او تخریب کارانه اعمال تر سره کوي، چي ښه مثال یې په روان کال کې د ایران په شیراز کې د شاه چراغ په زیارت برید وو.
د ایراني مطبوعاتو په حواله د دې پېښي عاملین د تاجکستان د بدخشان اوسیدونکي وو، چي یو تن یې رحمت الله نوروزف نومیده او د ده د فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د روسیې په روستوف ښار کې اوسېدلی وو.
همدا راز موږ ډیری شمېر تاجکستاني اتباع په خپلو زندانو کې لرو چي له تاجکستان څخه افغانستان ته را اوښتي او په متعددو ترورستي پیښو کې یې برخه اخیستې ده، پورتنیو شواهدو ته په کتو سره اوس تاسې قضاوت وکړئ، چې اسلامي امارت تروریزم ته وده ورکوي او که د تاجکستان لخوا افغانستان، سیمې او د منطقې هیوادونو ته ګواښونه متوجه دي؟
په ټینګار سره وایو: ترهګري هيڅکله له ايمان، اخلاقي فضایلو، انسانيت، عقل او وجدان سره سمون نه خوري، په هر ځای کې او د هر چا په وړاندې چي وي د لعنت وړ ده.
د تاجکستان له ولسمشر څخه په ټینګار سره غواړو چي له ځان څخه دي د امپرالیزم نانځکه نه جوړوي، د غربیانو پټې دسیسي دې په همسایه او د سیمي په هیوادونو کې نه پیاده کوي، خپل اتباع دې د خوارجو له لیکو را وباسي، حسن همجواري ته دې احترام وکړي، د افغانستان او تاجکستان د وروڼو ملتونو ترمنځ دې د نفاق تخم نه کري او د افغانستان د اسلامي امارت له سولیزي پالیسي څخه دې د خپل ځان او ولس په ګټه کار واخلي.
د تاجکستان له ورور ملته څخه هم هیله کوو چي خپل بچیان د نا اهلو فتنه ګرو ډلو له ملګرتیا را وګرځوئ او مه پریږدئ چي ستاسو د اولادونو وینې د باطل په لار کې قرباني شي. داعش د غرب په لمسون د مسلمانانو او جهادي تنظيمونو په خلاف جګړه کوي، او ځان نړۍ ته د حقيقي اسلام او شریعت پلي کوونکي معرفي کوي، چې په دې کار سره یې نه یواځې مسلمان بلکې اسلام د وحشت او بربریت دين معرفي کړی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version