د کاذب خلافت کاذب أمیران

دوهمه برخه
صلاح الدین ثاني

ابوبکر البغدادي قریشي او حُسیني نه دی!
د داعشو مُفتي ترکي البنغلي چې په ابو همام الاثري مشهور دی، په خپل کتاب (مَدُ الایادي لبیعة البغدادي) کې بغدادي له اهل بیتو، قریشي او حسیني بللی ؤ.
دا ځکه چې د اُمت ځوان نسلونه لکه څنګه یې چې غرب په خپلو لومو کې رانیسي، نو د داعشو مُفتي البنغلي هم د اُمت ځوان نسلونه په دې خبره وغولول او بغدادي یې ورته اهل د خلافت قریشي او حسیني معرفي کړ.
ترکي البنغلي د بغدادي نسب داسې بیانوي:
بغدادي د عرموش لمسی، عرموش بن علی بن عید بن بدري بن بدرالدین بن خلیل بن حسین بن عبدالله بن ابراهیم الاواه بن الشریف یحیی عزالدین بن الشریف بشیر بن ماجد بن عطیة بن یعلی بن دوید بن ماجد بن عبدالرحمن بن قاسم بن الشریف ادریس بن الزکي بن علي الهادي بن محمد الجواد بن علي الرضا بن موسی الکاظم بن جعفر الصادق بن محمد الباقر بن علي زین العابدین بن الحسین بن علي بن ابي طالب و فاطمة بت مُحَمَّد ﷺ (مَدُ الایادي لبیعة البغدادي) ص ۳.
دا نسب د داعشو مفتي ترکي البنغلي د ابوبکر البغدادي لپاره جوړ کړی وو، چې په دې سره یې د داعشو ځوان نسل غولولی دی.
خو د شرم او بُزدیلي ځای دا ده؛ چې دا نسب د بغدادي نه بلکې دا پورته نسب د اهل سُنتو د مشهور عالم سید شریف صبحي بن جاسم نسب دی چې د کاذب خلافت کاذب مُفتي البنغلي د بغدادي لپاره پټ کړی وو او بغدادي هم بې له کوم شرمه دا نسب د ځان لپاره منلی وو.
دا چې داعش د افغانستان د اسلامي امارت په مشرانو د درواغجن نوم تپي او درواغجن اميران یې بولي، نو اول دې په خپلو کاذبو أمیرانو باندې غور وکړي چې د غرب د ګټو لپاره د پرديو په نسبونو د اسلام رنګ بدوي او د غرب ګټې خوندي کوي.
دا چې یو څوک خپل ځان له خپل پلار سوا بل ته منسوبوي، د دې په اړه د اسلام د پیغمبر ﷺ نظر او فیصله څه ده؟
په راروانه برخه کې إن شاء الله.
نور بیا …..

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version