د کابل فتحه او که داعش زوال

کریم بریال

 

له کومې ورځې چې انګریزانو د عراق له فلوجه کیمپ څخه داعشي خوارج کابل ته را انتقال کړل نو د کابل د ګوډاګۍ ادارې ترکنترول لاندې ټولې مهمې سیمې د دوی لپاره د استوګنې پټنځایونه شول چې له کابل څخه به یې د هیواد مختلفو سیمو ته د طیارو په مټ لیږدول او سیمې به ورته تخلیه کیدلې.

د صلیبي یرغل په جریان کې داعش خوارج امریکایانو ته له صفر یک صفر دو او اربکیانو څخه په ډېر ارزان قیمت تمامېدل؛ ځکه چې دوی یې د مسلمانانو او مجاهدینو ترمنځ په داسې طریقه راپورته کړل چې ډیری ساده او له دیني احکامو ناخبره مسلمان ځوانان یې د مسلمانانو له صفوفو جلا او د داعش په نوم یې د خپلې موخې لپاره د مجاهدینو او جهادي ډلو خلاف استعمال کړل.

داعش خوارجو د امریکا مرستو ته ځکه ښکاره اړتیا نه درلودله چې دوی د مسلمه امت په چندو او د اسلامي هیوادونو د زیرمو په چور او تالان سره خپل مصارف پوره کول.

په عراق، شام او سوریه کې یې همدا بدبخته ګمراهان د هغو جهادي ډلو خلاف استعمال کړل چې په سیمه کې د امریکا لپاره یو لوی درد سر ګرځیدلي وو.

افغانستان کې هم چې کله د ناټو او امریکا د مقاومت پایې په لړزان شوې نو دغه ګمراه ډله یې د عراق له فلوجه کیمپ څخه په خصوصي طیارو کې کابل ته راوړل او بیا یې له کابله د ملي امنیت د کمونستو جنرالانو په توسط د هیواد مختلفو سیمو ته ولیږدول او هر ځای یې د اسلامي امارت د صفوفو پر وړاندې خط اول ته ورسول.

دا چې افغانان د بهرنیو دښمنانو پر توطئو ډیر ښه پوهیږي او د علاج لارې یې هم ورته معلومې دي نو د امریکا دغه اجرتي قاتلان یې پر مختلفو سیمو کې داسې تر بریدونو لاندې ونیول چې امریکایان او ملي امنیت مجبور شول چې د ځمکې او هوا له لارې یې د افغانانو د قهر له پنجو وژغوري او بیرته یې کابل ته انتقال کړي.

کومه ورځ چې کابل فتحه شو نو نه یواځې دا چې د امریکا په داخلي ګوډاګیانو < کابل ادارې> د بخت بیړۍ چپه شوه بلکه د امریکا پراشوټ شویو اجرتي قاتلانو داعش خوارجو د بخت بیړۍ هم د ابد لپاره ورسره نسکوره شوه.

د امریکا له وتلو وروسته د هیواد هرکلی او کور ورته سور تنور شو او په خپلو پټنځایونو کې داسې یو په بل پسې وځپل شول چې لله الحمد په ټول هیواد کې یې ريښې ختمې شوې.

که امریکا او د هغوی لاسپوڅې اداره ړنګه شوې نه وای نو تر نن ورځې پورې به د یرغلګرو څخه علاوه دغو بدبختو خوارجو په لسګونو زره مظلوم هیوادوال په وینو لمبولي وای.

خو شکر الحمدلله چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې سرتاسري امنیت راغلو او د بهرنیو دښمنانو جاسوسان او لاسپوڅي شرمنده مخ له هیواده وځغلول شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version