اسد مبارز
چین په نړۍ کې له امریکا وروسته دویم ستر اقتصادي قوت دی چې له ۱۷ ټریلیون څخه لوړ کورني ناخالص تولیدات (GDP) لري. چین چې د سولري او الکترونیکي انرژۍ برخه کې راتلونکی سوپر پاور هېواد باندې بدلیدونکی دی؛ همدا هېواد بیا له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې انتهایي غریب، تر ۶۰ سلنه ډیر وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې او د صنعت په اوج کلونو کې یې یوازې پر کښت باندې تکیه وه.
چین داسې کومې اقتصادي او سیاسي پریکړې وکړي چې د نړۍ دویم ستر اقتصادي قوت شو او افغانستان غوندې غریب هېواد یې له ۴۵ کلن مزل څه درسونه زده کولی شي؟! دا او دېته د ورته پوښتنو ځواب موندلو لپاره یوه هڅه کوو.
په ۱۹۷۰ کلونو کې د چین مشري ماؤ ذیدونګ (Mao Zedong) کوله چې د هېواد اقتصادي وضعیت یې دومره بد وو چې د لوږې له وجې یې د مرګ شميره له نړیوالو جنګونو ډیره وه؛ د یوه راپور پرتلې له مخې نازیانو ۱۵ میلیونه خلک ووژل او ۲۰ میلیونه خلک د سټالین رژیم ووژل خو یوازې د ماؤ ذیدونګ تر مشرۍ لاندې له ۵۰ تر ۷۰ میلیونه خلک چې اکثریت یې د سختې لوږې او د خوراکي توکو د نشتون له وجې مړه شول. د څیړنو له مخې یې ستر دلیل د کاپیټلسټ اقتصادي سیسټم پر وړاندې د ماؤ ذیدونګ غلطې او عُقده یي اقتصادي پریکړې وې. د چین وضعیت بدلولو کې د ماؤ ذیدونګ له مړینې وروسته (۱۹۷۶) د د ذیدونګ ځایناستي ډینګ ژاوپینګ (Deng Xiaoping) تر ډیره رول ولوباوه.
ډینګ ژاوپینګ په لومړۍ کال ډیرو هیوادونو ته سفرونه وکړل او د اکثرو هېوادونو اقتصادي تکلارې یې ولیدلې چې لومړۍ یې د خلاصو دروازو پالیسي (Open Door Policy) غوره کړله؛ ددې پالیسۍ له مخې یې د خاص اقتصادي زون (Special Economic Zone) جوړولو تابیا ونیوله، دا چې په ۱۹۷۰-۸۰ کلونو منځ کې امریکا دننه د کاریګر مُزد زیات وو چې اکثره فابریکو یې د ورکړې څخه ناتوانه ښکاریدې؛ چین خپلې دروازې ددې سترو فابریکو پر مخ خلاصې کړلې او دوی ته یې پخپل هیواد کې کم تر کمه د لس میلیونه ډالرو پانګونې او هلته د اجناسو د تولید لپاره د فابریکو بدل کې د ماشینونو راوړلو باندې یوازې د یو فیصد ګمرک، لسمه برخه اجاره باندې تر ۹۹ کلونو ځمکه او د خامو موادو یو فیصد ګمرک او له نړۍ تر ټولو ارزانه کاریګرو په شمول وړاندیز وکړ. دې سترو فابریکو ارزانه کاریګر او کم ګمرک غوښتل او بل لور ته بیا چین ترې خپلو کاریګرو ته کار غوښتت چې د چین دې پریکړې سره د دواړو لوریو غوښتنې پوره شوې. که نورمال ډول مالیه ۳۳ سلنه وه؛ د خاص اقتصادي زون له برکته ۱۵ سلنې ته راښکته شوه چې هر پانګوال غوښتل چین کې پانګونه او تولید وکړي، همدا نن هم د چین کاریګر له امریکا څخه ۵۳ ځلې ارزانه دی، هماغه چې په سلګونو فابریکې د ایپل، ټیسلا او سامسونګ په شمول چین ته د تولیداتو په موخه کډه شوې؛ چین نن د نړۍ فابریکه ګڼل کېږي.
یوازې د ارزانه کاریګر مسئله هم نده چې چین یې په اقتصادي ډول د نړۍ دویم ستر اقتصادي قوت کړل؛ همدا اوس د ویتنام، بنګله دیش او هند کاریګر ممکن له چینایي په کم مُزد کار وکړي. چین د خلاصې دروازې پالیسۍ سربېره له هماغه وخت راهیسې تر راتلونکو شل کلونو لپاره پلان لري، دوه مثالونه یې دلته وایم؛ لومړۍ د سولر انرژي.
د پولي سلیکان د ویلي کیدلو څخه انګټس جوړېږي او انګټس بیا په ویفرز تبدیلیږي چې وروسته بیا د سولر شیشې ترې رامنځته کېږي؛ د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې چین له ۸۰ سلنه ډیر پولي سیلیکان او تر ۹۸ سلنه انګټس او ویفرز تولید کړي دي. په ۲۰۰۰ کال کې د سولر څخه د یو میګا واټ انرژۍ باندې تر ۷۵۰ ډالر مصرف راتلل او له ذغالو څخه بیا تر همدومره انرژي په ۱۲۰ ډالر جوړېږي؛ نړۍ هماغه وخت د سولر څخه انرژۍ جوړېدلو ته شا کړله اما چین بیا د همدې سولر څخه د ارزانه انرژي جوړولو تابیا ونیوله او راتلونکو شل کاله وروسته یې ددې انرژۍ ارزښت لیدل چې ددې برخې پانګوالو ته یې تر څو کلونو مفت کاریګر، مفت مواد او مفتې ځمکې ورکړلې، دا مصرف یې ومانه چې په پایله کې یې نن له سولر څخه یو میګا واټ انرژي یوازې په ۱۱ ډالر رامنځته کېږي. اوس نړيږۍ ورو ورو سولري انرژي خوا روانه ده او چین د سولر انرژۍ سوپر پاور دی. همدا اوس یې رییس جمهور سعودي عرب سفر کې د سولري انرژي تړونونه هم وکړل.
دویم مثال د ۲۰۰۸ کال نړیوال مالي رکود سره تړلی دی چې نږدې ټوله نړۍ یې وځپله؛ مرکزي افریقایي هیواد کانګو هم سخته صدمه ولیدله؛ هیڅ هیواد حاضر نه وو چې مرسته او یا دې پور ورکړي، همدا چین حاضر شو چې ۵ میلیارده ډالر پور ورکړي. چین کانګو سره ددې پور بدل کې د کوبالټ معادن استخراجول غوښتل، د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې کانګو ۳.۵ میلیون ټنه کوبالټ لري چې د Ev بطریو (برقي موټرو لپاره مشخص بطريو) په جوړولو کې ډیر پکارېږي. وروسته یې یو تړون هم وکړ چې له مخې یې د کانګو د کوبالټ ټول معادنونه چین استخراجوي. د کانګو کوبالټ چسن پر نوره نړۍ خرڅوي چې راتلونکو څو کلونو کې یې د وړاندوینې له مخې ۴۰۰ سلنه بیه ممکن لوړه شي.
افغانستان لپاره څو درسونه؛
لومړۍ؛ افغانستان هم کټ مټ لکه ۴۵ کاله وړاندې د چین په شان او بلکې له هغې هم بدتر حالت لري، غوره به وي چې نړۍ سره د ولس په خاطر هم تعامل وشي تر څو پانګوال تشویق او دلته ولس ته د کار زمینه برابره شي تر څو د لوږې او د فقر تر کرښې لاندې خلکو کچه کمه شي.
دویم؛ د څیړنې او پرمختګ (Research and Development) څانګه دې هره اداره کې رامنځته شي او کم تر کمه د راتلونکو لسو کلونو لپاره دې ترې د نړۍ اقتصادي بُعد تګ معلومولو دنده واخیستل شي تر څو په تر لس کلونو هماغې برخې کې پرمختللي واوسو.
دریم؛ د معادنونو استخراج ګرچي په اوسني وضعیت کې غوره ګام دی اما ټوله تکیه دې هم یوازې پر چین نه کېږي چې سبا د کانګو په څېر له نړۍ سره زمونږ د مس او ذغالو سودا کوي.