د ځمکې په سر دوهم نسل عادیان

لیکوال: صلاح الدین (ثاني)

موږ او تاسې ته بهتره معلومه ده، چې الله(ج) د عادیانو قوم هلاک او د ځمکې له کُرې (سر) څخه ورک کړ او راتلونکي نسلونه یې له شر څخه په آمان شول، خو متأسفانه چې نن ورځ یا نن عصر د ځمکې یا کُرې په سر دوهم نسل عادیان پیدا شوي دي.
دا عادیان له مخکینیو عادیانو سره توپیر لري، دا داسې عادیان دي، چې ظلم، وحشت، حماقت، رزالت، خیانت، خباثت، جاهلیت او همداسې ورته نور عملونه لري. فتنه ګر (داعش خوارج) یادوم او د دې عادیانو له منځه وړل د مسلمه اُمت دنده ده، دا زما او یا زموږ د هم فکرانو نظر او یا هم کوم شخصي ضد او کینه نه ده، بلکې په دې اړه (۱۴۰۰) کاله پخوا زموږ او ستاسې خوږ پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د دوی مرګ د عادیانو په څېر غوښتی دی، دا چې نن ورځ حضرت محمد (ص) نشته، خو اُمتیان یې شته او دا یې دنده او وظیفه ده، چې د وخت دا عادیان خوارج هلاک او د ځمکې له سر څخه محوه کړي او د خپل خوږ پیغمبر لاره تعقیب او تر منزله ورسوي، لکه څنګه چې وینو چې څو شپې وړاندې یې د خوارجو سَبوُ ته یو ځل بیا مالګه واچوله. هېره دې نه وي، چي دا اول ځل نه ده، د شهید ملا محمد داود مزمل (تقبله الله) له شهادت وروسته د افغانستان په مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کې د اُمت مؤمنو رجالو په داعشي خوارجو د زړه وینې عاق کړي، (الحمدالله) او همداسې د شام د مبارکې خاورې سر سپارلي مجاهدین هم د خوارجو په هلاک کولو کې خورا زیات مهارت لري.
لرې نه ده چې د دې عاد فرسته خوارجو د زوال او هلاکیدو شپې او ورځي په خپلو سترګو ووینو ان شاءالله .
او په آخر کې هم د خوارجو لپاره زما له طرفه یو پیغام!
اې داعشي خوارجو زما خبره په خلاصو غوږونو واورئ، ستاسې جګړه جهاد نه بلکې فساد او یو خارجي فکر دی، تاسې د باطل پرځای د حق په وړاندې ولاړ او جګړه کوی، دا جګړه او بُزدلي به ستاسې په ګټه نه بلکې په تاوان تمامه شي او داسې به خوار او ذلیل شئ لکه څنګه چې ستاسې امریکایي او اسرائیلي باداران ناهیلي او د غم په ټغر کیناستل .
(وَمَاذَلکَ عَلَی الله بعَزیز)
ژباړه: دغه کار الله (ج) ته هېڅ ګران نه دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version