د ټام وېسټ لخوا داعش ته د کمپاين هڅه

طاهر احرار

دا اول ځل نه دی چې امریکا د داعش لپاره د کمپاین هڅه کوي، بلکې څو واره مخکې يې هم داعش ته تبلیغاتي کمپاين کړى. څه وخت مخکې همدې ټام وېسټ ومنله، چې په افغانستان کې داعش سخت ځپل شوى او نن وايي؛ چې په افغانستان کې داعش عمده ترين مشکل دی.
له يو خوا دُنيا ته معلومه ده، چې د داعش خُراسان څانګه په افغانستان کې نور د حذف په حال کې ده، ځکه چې د دوى مشران وژل شوي او يا په زندانونو کې پراته دي، د افغانستان په هره برخه کې چې معمولي حرکت وکړي امنيتي ځواکونه يې په نطفه کې خنثى کوي.
حتىٰ دوى د ډېر کوشش باوجود ونشوای کړای چې د عاشورا مراسم او يا د خپلواکۍ د ورځو مراسم ګډوډ کړي.
اوس چې داعش د ځنکدن ساه وباسي، ټام وېسټ يې په افغانستان کې لوى خطر معرفي کوي، چې هېڅ کوم په حقايقو ولاړ استدلال نشي کېدلاى.
له بلې خوا دا پروپېګنډا په داسې حال کې کيږي، چې د چين هېواد رسمي سفير پرون د افغانستان رئيس الوﺯراء (ملا محمد حسن) ته د باور لیک وړاندې کړ او رسماً يې د سفارت چارې پېل کړې.
امريکا غواړي په دې تبلیغاتو له يوې خوا نړۍ پر افغانستان بې باوره کړي او له بلې خوا له پښو غورځېدلي داعش ته په لاس کې امسا ورکړي. خو د افغانستان دُښمنان، غلامان او باداران ټول پوهېږي چې دوى په سيمه کې سخته ماتې خوړلې او سياستونه يې ناکام دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version