د يوې بلې امپراطورۍ زوال

طاهر احرار

دا خاوره د امپراطورانو د ماتې اوږد تاريخ لري. دلته شازلمو د خپل سر په قربانولو د دلوې په ۲۶مه د شوروي اتحاد زبر ځواک مات کړ او خپلواکي يې ترې واخيسته.

روسانو ډېر لوړ ځاني تلفات لرل اما د ځينو بهرنيو اژانسونو په استناد د هغوى بدني خساره په لاندې ډول ده:

له ۱۳۵۸ کال تر ۱۳۷۶ پورې شاوخوا ۶۲۰ زره کسانو، چې زیاتره یې سرتیري وو په افغانستان کې دنده ترسره کوله، چې له هغې جملې يوازې نظامي ځواک ۵۲۵۰۰۰ کسان وو

۹۰۰۰۰ کسان د اردو څخه، ۵۰۰۰۰ کسان د سرحدي واحدونو او فرعي ټولنو چې په KGB پورې تړلي وو.

د روسيې د سرحدي او داخلي وسله والو تلفات ۱۴۴۵۳ کسان وو.

د هغوى د فوځ تلفات ۵۷۳ کسان وو.

۲۸ تنه د کې جي بي او اړوندو ارګانونو، ۲۰ تنه له نورو وزارتونو او ۱۴۱۷ تنه له ساختماني شرکتو په دې موده کې وژل شوي او يا نيول شوي دي.

۱۱۹ تنه وروسته خوشي شول چې ۹۲ يې روسېې ته او پاتې نورو هېوادونو ته تللي، په دغه تلفاتو کې (۵۳۷۵۳) اشد زخميان وو.

د افغانستان مجاهد ملت په نشت امکاناتو او په عادي اسلحه د شوروي زبرځواک پرمختللي هوايي و زميني وسائل او وسايط له منځه يوړل. اګر چې د دوى مالي خساره تر دې څو چنده زياته وه، اما د ځينو سرچينو په استناد د هغوى مالي او نظامي خساره په لاندې ډول ده:

د ۱۱۸ جنګي الوتکو له منځه تلل

د ۳۳۳ هلیکوپترو له منځه تلل

د ۱۴۷ ټانګونو له منځه تلل

د ۱۳۱۴ باربري و جنګي زرهپوشو له منځه تلل

د ۴۳۳ توپ و راکټ انداز له منځه تلل

د ۱۱۳۸ واسطۀ سیار مخابره له منځه تلل

د ۵۱۰ واسطۀ پیشقراول مثل جرثقیل، تراکتور و غیره له منځه تلل

د ۱۱۳۶۹ لارۍ او د نفتو ټانکر له منځه تلل

هرماس الافغاني
Exit mobile version