د هرات پاڅون؛ که ارادې قوي او اتحاد ساتلی و اوسي.

عنایت الله خاموش

کله چې د وخت جابر زبر ځواک او په کمونیستي مفکوره سمبال( پخواني شوروي اتحاد) په افغانستان کې د کمونیزم تخم وکاره او په ډېر چل و هنر سره يې چپیان واک ته ورسول؛ ور سره سم په افغان ملت باندې توره ورځ راغله او بیا يې تر ننه ښه ورځ ونه لیده. د ثور د کودتاه وروسته چپيانو له ټول افغان ولس سره را واخیسته؛ له ښوونځي يې ښوونکی او متعلم، له مدرسې يې ملا او طالب، له پوهنتون څخه يې استاد او محصل، له دفترونو مامورین او خدمت ګاران، له فوځ څخه عسکر او لوړ رتبه اتباع او… يې له دې کبله یا ژوندي په خاورو خښ کړل او یا يې د زندانو تورو خونو ته واچول، چې کمونیستي مفکوره يې نه منله او په هغه لاره يې تګ نه کاوه چې پکې د افغاني او اسلامي ارزښتونو پایمالول نغښتي و.

کله چې دغه چپیانو له ولس سره را واخیسته او هر ځای يې د ولس په وړاندې ظلمونه پيل کړل؛ نو اخیر ولس او هغه با احساسه او مسلمان فوځیان چې د غلامۍ او په پردۍ مفکوره تر سمبال ژوند يې مرګ غوره باله، له دغه ظلمونو څخه د بچ کېدلو او ځان ژغورلو په پار اړ شول ترڅو د کمونیستي او چپي رژيم په وړاندې پاڅون وکړي او نړۍ ته دا وښيي چې له افغان ملت سره یو ستر ظلم او زیاتی روان او د ناولي فکر خاوندان پرې حاکمان دي.

د چپي او کمونیستي رژيم په وړاندې افغان ولس او مسلمانو افسرانو، د هیواد په هره سیمه کې پاڅون ته ملا وتړله او هره ورځ به په یوه سیمه کې پاڅون والو د تکبیر غږونه بدرګه کول. چې بلاخره یوه ورځ داسې هم راغله چې د نړۍ د ظالم زبر ځواک او په ناولې مفکوره سمبال رژيم( یعنې د پخواني شوروي اتحاد او د هغه وخت په افغانستان کې د دوی لاسپوڅې حکومت) په وړاندې داسې یو پاڅون وشو چې هم يې، په افغان ولس باندې د پردي فکر له تحمیل سره د افغانانو حساسیت په ډاګه کړ او هم يې نړۍ ته دا وښوده چې په افغانستان باندې داسې کسان حاکمان دي چې د خپل واک د بقاء لپاره، بې شمېره ولسونه هم تر تېغ تېرولای شي.

هوکې! دا د ۱۳۵۷ هـ.ش کال د کب په ۲۴ مه، د هرات د خلکو او د همدې ولایت د ۱۷لسمې فرقې د مسلمانو افسرانو او سربازانو له لوري، د کمونیستانو او د هغوی د روسي مشاورینو پر ضد ملي پاڅون وکړ. دغه پاڅون دومره په جوش او قهرجنو ولولو سره پيل شوی و، چې په په لنډ وخت کې د هرات ښار اکثره سیمې ونیوې او نږدې و چې دا ولایت سکوت کړي. دې پاڅون درې ورځې دوام وکړ او په دې موده کې بې شمېره روسني مشاورین او د دوی لاسپوڅې کمونیستي عسکر او مشران ووژل شول. خو وروسته له دریو ورځو د وخت کمونیستي حاکمانو او د دوی روسي بادارانو په پاڅون کوونکو باندې، په ډېر چل د خپلو ټوپکو او توپونو شپېلۍ را واړولې او زرګونه مسلمان پاڅون کوونکې يې په شهادت ورسول.

هغه داسې چې کله د وخت کمونیستي واکمنان او د دوی روسي باداران پوهه شول چې که د هرات د پاڅون مخنیوی ونه کړي؛ ژر ده چې په لنډ وخت کې به یو په بل پسې ولایتونه سکوت او د دوی ناولی رژيم به له منځه لاړ او که دا کار وشي، د وخت د کمونیستي زبرځواک( پخواني شوروي اتحاد) په لمن به تور داغ پاتې شي، لکه چې بیا وروسته د افغانانو د سپېڅلې مبارزې له برکته همداسې وشول او د دوی غرور يې مات او امپراتوري يې ور دړې-وړې کړه. نو د وخت د کمونیستي رژيم دوهم کس، حفیظ الله امین، له کندهار څځه یوه لویه قوه چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه په داسې شکل هرات ته ولېږله، چې د پاڅون کوونکو نښانونه او بیرغونه يې په خپلو ټانکونو را ځړولي و. په دې توګه د هرات اتلو پاڅونوالو فکر وکړ چې ګواکې کندهار هم پاڅون کړی او د دوی مرستې ته ور روان دي؛ خو کله چې دغه قواوې ښار ته ننوتلې پر پاڅونکوونکو يې ډېره سخته حمله وکړه او هغوی يې سره وپاشل.

کله چې دغه ظالم او جابر عسکر، په سپکو او درنو وسلو سمبال د پاڅونوالو په منځ کې ور ولوېدل، هغوی يې د دفاع توان له لاسه ورکړ او دغه ظالمانو له موقع څخه په استفاده په دغه ترهېدلو پاڅونوالو بې شمېره او په ظالمانه توګه مرمۍ و اورولې چې په دې مرحله کې يې تر ۲۴ زره زیات هراتیان په ډېره بې رحمۍ او قساوت شهیدان او خپل ظالمانه کردار يې نړیوالې نندارې ته وړاندې کړ. روایتونه وايي، وی کله چې د شهنواز تڼي په مشرۍ کمانډو عسکر دغه ولایت ته ورسېدل، په هیڅ ژوندي سارې يې صرفه ونه کړه او حتی تر دې چې په روغتونونو کې يې په بستر پراته ناروغان او په په کورو کې د ځانګو ماشومان يې لا تر تېغ تېر کړل. چې بلاخره دغه ستر پاڅون او د کمونیستانو ظلم، د افغانانو مظلومیت او د کمونیستانو ظلم نندارې ته وړاندې کړ.

هوکې! د هرات دغه ستر پاڅون که څه هم د افغانستان په تاریخ او په ځانګړي ډول، معاصر تاریخ کې له بدترینو او زیانمنو پاڅونونو څخه ګڼل کېږي او دغه ورځ په افغان تاریخ کې یوه داسې ورځ ده چې د نړۍ یوه ستر او ظالم ښامار، یو مظلوم او بې ګناه ولس تر ستونې او تېغ تېر کړ؛ خو د هراتیانو دغه مېړانې وښوده چې که هر څومره زیات ووژل شي هم، پردیو ته به سر خُم نه کړي او نه به د پردي فکر منلو ته لبیک ووايي. دغه شهیدانو او پاڅونوالو په افغان تاریخ کې یو نوی باب پرانیست او هغه داسې چې تر نسلونو- نسلونو يې افغان ملت او خپلو بچیانو ته دا روحیه ورکړه چې ارادې قوي او اتحاد ساتل شوی وي، د نړۍ د هر ظالم په وړاندې پاڅون کولای او بریا حاصلولای شو.

په پای کې، د ټولې اسلامي نړۍ او د هرات د پاڅون په شمول د افغانستان د ټولو شهیدانو پاک روح ته د دعا ترڅنګ؛ افغان ملت ته د دې زېری ورکول چې ژر ده چې ان شاء الله د خپلو وینو او قربانیو په برکت یو ځل بیا د باطل پښې او لاسونه ور غوڅ او نړیوالو ته خپله نه بدلېدونکې عقیده او نه ماتېدونکی عزم وښیو.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version