د هجرت او قتال په مفاهیمو ریشخند

مهالنۍ تبصره

د خوارجو ټولی د امت لپاره سرطان دی او مسلمانان د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي. دوی چې هر دلیل د ځان د سپینولو لپاره راوړي، په هماغه دلیل خپل خارجیت عینًا هماغسې ثابتوي لکه څنګه چې یې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم څوارلس سوه کاله وړاندې وړاندوینه کړې وه او د خوارجو په اړه یې ویلي و: يَقْرَؤُونَ القُرْآنَ يَحْسَبونَ أَنَّه لَهُمْ، وهو عَلَيْهِمْ (خوارج به قرآن کریم په داسې انداز وايي لکه د دوی تائید چې ورباندې شوی وي، حال دا چې همدا قرآن به د دوی د بطلان دلیل وي.)

خراساني خوارجو د تېر کوچني اختر په مناسبت په خپل نشر کړي پیغام کې د نړۍ مسلمانانو ته دعوت ورکړی چې هجرت او قتال وکړي او دوی ته پناه وروړي. هجرت او قتال د اسلام د مبارک دین مقدس مفاهیم دي، خو که د خوارجو لخوا په اوسني انداز د دې کلمو استعمال ته په دقیق نظر وګورو، نو دوی په حقیقت کې د هجرت او قتال په مفاهیمو ریشخند وهلی دی، نعوذ بالله.

هجرت له دارالکفر څخه دارالاسلام ته کیږي. خوارج ټوله نړۍ دارالکفر بولي، یوازې هغه ځای دارالاسلام ورته ښکاري چې دوی حضور او واک پکې ولري. دوی چې خلکو ته دارالاسلام ته د هجرت دعوت ورکوي، نو باید یو داسې ځای ولري چې د دارالاسلام شرائط پکې وي. دوی د خراسان په کومه ساحه واک لري؟ د خپل خوب او خوراک له ځای پرته په کوم ځای کې تمکین لري؟ آیا په خراسان کې یوازې د دوی د خوب خونې او درې-څلور اتاقه کور دارالاسلام دی؟ که د خوارجو د خوب خونه دارالاسلام نه وي او دوی بیا هم خلکو ته د هجرت دعوت ورکوي، نو ایا دا د هجرت په عظیم مفهوم پسخند وهل نه دي؟

دوی خلک په خراسان کې (چې تر ډېره حده یې تمرکز پر افغانستان دی) قتال ته دعوتوي، حال دا چې پخپله یې د مبلغینو ترمنځ د قتال د مقتولینو او قربانیانو د قتل د جواز پر سر بحثونه د یو بل د تکفیر تر حده رسېدلي دي. دوی په خراسان کې له چا سره، د چا په فتوا، او خوله جنګیږي؟ داعشي خوارج په افغانستان کې له هغو خلکو سره په جنګ اخته دي چا چې دوی ته د هجرت، جهاد او قتال مفاهیم ورزده کړي دي. دوی ته په افغانستان کې د جهاد او قتال تر مقدسو نومونو لاندې د فساد جواز هغه کس ورکوي چې نږدې اووه کاله وړاندې د پاکستاني ”طواغیتو“ تر چتر لاندې اوسېده او د جهاد نوم یې په خوله نه اخیست (او که ننني دریځ ته یې وګورو نو اووه کاله وړاندې پخپله کافر و). د فساد د جواز فتوا یې د هغه کس له خولې خپریږي چې څو کاله وړاندې پخپله د طاغوت نوکر و. او د فساد د فتوا تطبیقوونکي یې هم هغه خام فکره احساساتیان دي چې تازه یې د اسلام نوم اورېدلی او سابقه یې له فحشا او بې دینۍ ډکه ده.

د خوارجو په دې مزخرفو، بې معنا او د اسلام د مبارک دین د مقدسو مفاهیمو په ریشخندوونکو پیغامونو به یوازې د دوی په څېر سفهاء الاحلام غولیږي – چې د غولیدونکو برخلیک به هم د مخکنیو خوارجو په څېر د خاسرینو وي، الله تعالی دې هر مسلمان له داسې حاله وساتي.

ابو جلال
Exit mobile version