د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تېرې جمعې په ورځ (۱۸ شعبان / ۱۷ دلو) د اهل تشیع پر یوه جومات باندې خونړی برید ترسره شو، چې په پایله کې یې شاوخوا دوه سوه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د برید مسئولیت داعشيانو په غاړه واخیست او د بریدګر انځور یې هم نشر کړ.
له برید څخه څو ساعته وروسته پاکستان جدي شو او د داعشيانو پر وړاندې د عملياتو لړۍ یې چټکه کړه. د معلوماتو په اساس، هغه ګروپ چې د اسلام اباد د تيرې جمعې خونړی بريد يې تنظيم کړی و غړي یې د خيبر پښتونخوا ايالت د باجوړ د ډمه ډولې او کټکوټ سيمو اوسيدونکي دي.
د معلوماتو له مخې، د اسلام اباد برید عمران (چې په ابو بکر باجوړي مشهور دی)، ادریس (چې په یوسف مشهور دی)، او ملا عمران طرحه کړی و. دې کسانو بریدګر رهبري کاوه، ټلفوني تماس یې ورسره درلود، په باجوړ کې یې نوموړي ته روزنه ورکړې وه او د هغه لپاره یې انفجاري واسکټ له پېښور څخه انتقال کړی و. د پاکستان امنیتي ځواکونو د برید د ورځې په ماښام د خیبر پښتونخوا د نوښار په حکيم اباد سيمه کې د د دوی پر مرکز عمليات ترسره کړل، چې په نتيجه کې يې یوسف (ادریس) وژل شوی، ابو بکر باجوړی نیول شوی او ملا عمران تښتېدلی دی.

پاکستاني چارواکو د برید په مخنیوي او د داعشیانو په لیکو کې د خپلو کسانو د مدیریت په برخه کې د ناکامۍ پټولو لپاره ادعا وکړه چې بریدګر او د برید پلانوونکو په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته تګ راتګ درلودلی دی – حال دا چې د دې برید پلانوونکي اشخاص ټول اصلًا پاکستانیان دي، او په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت یوازې څو میاشتې وروسته له دې امله خیبر پښتونخوا – په ځانګړي ډول باجوړ ته – وتښتېدل چې په افغانستان کې کړۍ ورباندې تنګه شوه او فعالیت یې نه شوای کولای.
د يادونې وړ ده چې دې ګروپ په باجوړ او پيښور ښار کې له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د جمعیت علماء اسلام ګوند د لاندې مسؤلینو، دیني عالمانو او نورو مخورو په شهادت کې لاس درلود:
1. مولانا صلاح الدین، د جمعیت علماء اسلام غړی؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر مياشتي ٧مه.
2. مولانا الطاف حسین، د جمیعت غړی او عنایت کلي په بازار کې سوداګر؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر مياشتي ٧مه.
3. مولانا نور محمد، د جمیعت علماء اسلام غړی او عنایت کلي په بازار کې د قالینو سوداګر؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د جون مياشتي ۲۲تمه.
4. معاذ خان، د جمیعت علماء اسلام ځايي چارواکی او د پاکستاني طالبانو د مخکني چارواکي مفتی بشیر زوی، (مفتی بشیر هم د تېر کال په رمضان میاشت کی د داعشیانو لخوا شهید شو)؛ د معاذ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اپريل مياشتي ١٨مه.
5. قاري اسماعیل، سلفي عالم؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر مياشتي ٢٩تمه.
6. قاري زین العابدین، د مسجد امام؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر مياشتي ۲۷تمه.
7. مولانا طلا محمد، سلفي عالم او مدرس؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر مياشتي ٤مه.
8. اکرم خان، مخکښ سوداګر؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د نومبر مياشتي نهمه.
خو دا چې ولې د دوه کلونو په اوږدو کې ياد ګروپ تثبيت نه شو، ولې د اسلام اباد له بريد يوه ورځ وروسته عمليات ورباندې کيږي، ولې د اسلام اباد له برید وروسته د پاکستان نظامي ستراتیژي بدله شوه، دا هغه پوښتنې دي چې د اسلام اباد تر برید وروسته راپورته شوې او د استخباراتي چارو محللين يې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.
پاکستان ته د خراسان څانګې د رهبري او افرادو انتقال
په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم پر داعشیانو ساحه تنګه شوه، او د داعش خراسان څانګې رهبري د خپلو کسانو د خوندیتوب او ساتنې په موخه له افغانستان څخه پاکستان ته د انتقال امر وکړ. دا چې داعشیان د خپل منهج له مخې د ټولې نړۍ له دولتونو سره په دې عقیده جګړه ترسره کوي چې ګواکې دوی مرتدین دي او تکفیروي یې نو له پاکستان سره تعامل او هلته مېشتوالی هم له ننګونو سره مخ و، خو پاکستان د خپلو سیاسي او استخباراتي موخو لپاره په غیر مستقیم ډول د یوه منل شوي تعامل له مخې د یادې ډلې رهبري او افراد په سیستماتیک ډول سره ځای پر ځای کړل او د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په غرنیو او اطرافي سیمو کې یې ورته د نظامي معسکراتو او روزنیزو کمپونو زمینه برابره کړه. خو هلته هم دا ډله تر مداوم فشار لاندې وساتل شوه.
د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د مرکزونو تر فعالولو وروسته، داعشیانو خپل فعالیتونه بېرته منظم کړل، تر دې چې د تېر ۲۰۲۵ز کال د فبروري میاشتې په ٢٥تمه پر دې مرکزونو عملیات پیل شول، چې درې ورځې یې جریان درلود. د عملیاتو په نتیجه کې د دوی مرکزونه له منځه یووړل شول، او شاوخوا ۳۰ جنګیالي، روزونکي، رابطین او قومندانان یې، چې زیاتره یې بهرني اتباع وو، ووژل شول. د ولید الترکي، محمد اسلام کرد ایراني، او عبدالله الترکي په نومونو درو مهمو داعشیانو هم په دې عملیاتو کې ژوند له لاسه ورکړ.
د مستونګ د مرکزونو تر ختمېدو وروسته، داعشیانو پر خیبر پښتونخوا تمرکز زیات کړ. خو هلته هم خوندي پاتې نه شول او د تیرې نومبر میاشتې په ٢٦تمه نېټه، د خیبر ایجنسۍ په جبارمېله سیمه کې د دوی پر مرکزونو باندې چې د عبدالحکیم توحیدي او ګل نظیم تر سرپرستۍ لاندې فعال وو ډرون برید وشو. د روانې فبروري میاشتې په دویمه نېټه د باړې د قمبرخېلو په شنکو سیمه کې د دوی پر یوه بل مرکز نامعلومو وسله والو برید وکړ، چې په نتیجه کې یې ۱۱ داعشیان ووژل شول او درې نور ټپیان شول. په وژل شویو داعشیانو کې له درو کسانو پرته چې محلي کسان وو نور بهرنیان وو. په محلي داعشیانو کې د عدنان په نوم یو مهم کس (چې د ابو الحرب په نوم مشهور و) هم په دې عملیاتو کې ووژل شو. د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د داعش نور غړي هم په پاکستان کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي دي.
د داعشیانو فکري او سیاسي انارشیزم
داعش د خپلو متشددو افکارو، سیاستونو، د واحدې پالیسۍ د نه شتون له کبله په فکري لحاظ په طبقو وېشل شوی تنظیم دی؛ ځینې غړي یې د تکفیر په برخه کې پخپله د داعش تر منهج هم زیات افراط کوي، د تکفیر په اړه د هیڅ تفکیک او تدریج قائل نه دي، په هیڅ ډول مصلحت عقیده نه لري؛ برعکس ځینې نور یې بیا پراګماتیک او مصلحتي نظر لري او حتی چمتو دي چې د خپلې ډلې د بقا لپاره له استخباراتي کړیو سره لار یوسي او د هغوی فرمایشات پوره کړي. د داعشیانو په لیکو کې د دې ډول افرادو چې د تنظیم د نورو کلیدي اشخاصو له فکري او نظامي منهج سره په سخت ټکر کې واقع دي حضور د دې لامل شوی چې د دوی په منځ کې ګروپونه او ډلې رامنځته شوې، هر ګروپ له خپل رهبر څخه یو بت تراش کړی او د یوه طاغوت حیثیت یې ورکړی دی.
د داعشیانو او پاکستاني استخباراتو اړیکې
د داعش له خراسان څانګې سره د پاکستاني استخباراتو د اړیکو تاریخچه د دې ډلې د فعالیت لومړیو ورځو ته رسیږي. د شیخ عبدالرحیم مسلم دوست په وینا، د داعشیانو د فعالیت په لومړیو ورځو کې لشکر طیبه ته منسوبو پاکستاني افسرانو کوښښ وکړ چې داعش ډله په خپل لاس کې واخلي او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره یې استفاده کړي. له هماغه راهیسې بیا تراوسه پورې، د داعش د خراسان او پاکستان څانګې د پاکستاني استخباراتو لخوا استفاده کیږي، او ښه نمونه یې پخپله په پاکستان کې د پوځي رژیم د سیاستونو د مخالفو څېرو وژل کېدل بلل کېدای شي.
د خراسان څانګې په لیکو کې د پاکستاني استخباراتو زیاتره همکاران د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هغه قبایلي او د افغانستان د مشرقي ولایتونو جنګیالي دي چې د داعش د خراسان څانګې په لومړنۍ رهبري کې پاتې شوي دي. پاکستاني استخبارات په غیرمستقیم ډول دا خلک حمایه کوي او اهداف ورته ټاکي. خو دا خلک په دې وروستیو کې د داعشیانو په لیکو کې بدنام شوي، له منصبونو راغورځول شوي، او پرځای یې نوې څېرې راپورته شوې چې تجربه یې کمه ده او د داعش په اصلي منهج باندې (چې له خپلې ډلې پرته نور ټول خلک کافر او مرتد بولي) سرسخت باور لري.
داعشیانو ولې په اسلام اباد کې برید وکړ؟
د پاکستان استخبارات او د داعشیانو د خراسان او پاکستان څانګې نږدې اړیکې، همغږي او په ځینو مواردو کې ګډ پلانونه او مشترک اهداف سره لري. له همدې امله، په پاکستان کې د داعشيانو بریدونو استخباراتي بڼه خپله کړې وه او هلته یې فکري، نظامي او سیاسي فعالیتونه د نورو سیمو په پرتله متفاوت لیدل کیږي، یوازې په ځانګړو سیمو کې مساجد، مدارس، عام وګړي، مخور علماء کرام او ولسي جلسې د پاکستان له سیاسي شرائطو سره سم تر بریدونو لاندې نیول کېدل.
د سیمه ییزو وسله والو ډلو د شنونکو په باور، په پاکستان کې د بریدونو د استخباراتي نوعیت خپلولو له کبله د داعشیانو تر منځ شکونه، ابهامات او بې باوري مخ په زیاتېدو شوې وه. نو په داسې فضا کې بیا د داعشیانو رهبري د خپلو ځینو مسؤلینو او افرادو په سترګو کې د خاورې شیندلو، د ځینو کلیدي غړو د رضایت او خپلو افرادو د مورال لوړولو په موخه کله ناکله په مهمو ځایونو کې نرم اهداف تر برید لاندې نیسي.
او یوه څېړنه دا هم ښیي چې د بلوچستان د مرکزونو په له منځه تللو او د خیبر پښتونخوا د نویو مرکزونو په هدف ګرځېدلو سره د داعش د خراسان او پاکستان څانګو سخته ضربه ولیدله او اړتیا وه چې یو ځل بیا ځان ثابت کړي، خپل منهج ته ځان وفادار او د استخباراتي کړیو له نفوذ څخه ازاد وښيي، نو په پلازمېنه اسلام اباد کې یې د اهل تشیع جومات په نښه کړ. دې آسانه هدف له داعشیانو سره مرسته وکړه چې په یوه غشي درې ښکاره وکړي، خو فکر یې نه و کړی چې دومره وړاندې تګ به دروند ورته پرېوځي.
د اسلام اباد له برید وروسته ولې د داعشیانو په وړاندې د پاکستان نظامي ستراتیژي بدله شوه؟
د اسلام اباد له برید وروسته د داعشیانو په باجوړ ګروپ باندې د پاکستان امنیتي ادارو د توقع خلاف چټکو تعقیبي او کشفي عملیاتو څرګنده کړه چې پاکستان د داعشیانو بې بندوباره بریدونه (په ځانګړي ډول هغه چې د پاکستاني پوځي رژیم له سیاسي ګټو او پالیسیو سره په تضاد کې وي) هیڅکله نه شي زغملای. سربېره په دې چې تر دې وړاندې پر اهل تشیع باندې د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې بریدونه ترسره شوي، خو پاکستاني پوځي رژیم د داعشیانو پر ضد دومره سریع اقدام نه دی ترسره کړی.
خو دا چې اسلام اباد د پاکستان پلازمېنه ده او تر ډېره بریده یې د پاکستان پوځي رژیم نړۍ ته د یوه مامون او په ټولو برخو کې د پرمختللي معیاري او سمبولیک ښار په توګه وړاندې کوي او د پاکستان پوځي رژیم په دې وروستیو کې د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره هڅې کوي تر څو ثابته کړي چې په پاکستان کې د پانګونې لپاره ټول شرائط مساعد دي، امنیت تامین دی او یو قانوني دولت، پیاوړی نظامي او استخباراتي ځواک حضور لري. خو دې برید د پاکستان د پوځي رژيم روایتونه او هڅې له ګواښ سره مخ کړې.
همداراز په لومړیو کې د پاکستاني پوځي رژیم تبلیغاتي ادرسونو د یاد برید نسبت د دوی په اصطلاح (فتنة الخوارج) ته وکړ، پاکستاني پوځي رژیم عموما د فتنة الخوارج اصطلاح له داعش او استخباراتي وسلوالو ډلو پرته د هغو جهادي تنظیمونو لپاره کاروي چې د پوځي رژیم پر ضد جنګیږي. خو کله چې د داعشیانو رسمي خبري اژانس اعماق د یاد برید مسئولیت ومانه او د بریدګر انځور یې نشر کړ، په دې کار سره داعشیانو دا پیغام ورکړ چې په پاکستان کې یې پراخ نفوذ تر لاسه کړی دی او خپل وجود یې هلته ثابت کړ، دا هغه څه وو چې پاکستاني پوځي رژیم ته د منلو وړ نه و او د یاد برید د کیفیت او نوعیت د پیکه کولو لپاره یې په عاجل ډول تعقیبي اقدامات ترسره کړل تر څو له یوې خوا د استخباراتي مدیریت ناکامي جبران کړي او له بل پلوه په پاکستان کې د داعشیانو د حضور په اړه د نړیوالو له اعتراضاتو او اندېښنو څخه تر یوه حده ځانونه خلاص کړي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې پاکستاني چارواکې د خونړیو بریدونو پړه په افغانستان اچوي، خو د اسلام اباد د پيښې نه یوازې بریدګر بلکې ټول ګروپ او طراحان یې د پاکستان اتباع وو. د معلوماتو له مخې د بریدګر ځینې خپلوان هم د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي دي.
د اسلام اباد پر جومات برید د پاکستان استخباراتي کړیو ته څرګند درس دی چې خپلو ستراتيژیکو او تکتیکي اهدافو ته د رسېدلو لپاره د داعش په څېر ډلو باندې چې هر څومره مستقیمه او غیرمستقیمه پانګونه وکړي، بیا به هم یو وخت داسې راځي چې د همدې ډلې له لاسه به ټک خوري. دا زنګ باید پاکستان راويښ کړي او ویې هڅوي چې د استخباراتي استفادې پرځای په پاکستان کې د دې ډلې پر ضد صادقانه مبارزه وکړي.