محمود محفوظ
حامداً و مصلیاً اما بعد
د ملي کليمه له ملت نه اشتقاق شوې ده، او یا يې ملت ته نسبت شوی دی. د توب وروستاړی چې ورسره یو ځای شي، معنا به يې ملي کېدل راووځي، د ملي لفظ اساس ملت دی.
يا هغه څه چې په ملت پورې اړه ولري، عمومي ملت خواه ملي بلل کېږي.
هغه پردي اصطلاحات چې د افغانانو په سیاسي ادبیاتو کې ډېر کارول کېږي لکه: ملي وحدت، ملي اردو، ملي اشخاص، ملي لوبډله، ملي اتل، ملي، ملي، ملي… او همداسې نور.
ملي هغه څه ته وايي چې په ملت پورې اړه ولري، هغه څه چې د ملت په لاس او اختيار کې وي، او هغه دولت ته ملي ويل کېږي، چې له ملت سره تړاو ولري.
خو تر ټولو مهم سوال دا دی، چې ملت څه ته ویل کېږي؟ خو د ملت د پېژندلو لپاره بايد دا خبره واضح کړو چې د ملت تعریف د چا له لیدلوري وکوو؟
ځکه چې ملت په اسلام کې يو مفهوم لري، او په نورو نظامونو يا ټولنو کې بل مفهوم لري. نو موږ د کوم تعريف پر اساس ملت جوروو؟ د اروپايي تعريف مطابق ملت منو او پر اساس یې وحدت راولو، او که د اسلام مطابق ملت جوړوو او پر اساس یې وحدت راولو؟
د ملت لغوي معنا:
ملت يو عربي لفظ دی او لغوي معنا يې طريقه، قانون او لاره ده. په عربي کې وايي: ( طريق ممل) يعنې هغه لاره چې خلک ورباندې ډېر تللي راغلي وي.
د ملت شرعي معنا:
په شریعت کې ملت دين ته ويل کېږي، هغه دين چې الله جل جلاله رالېږلی دی او انبياء علیهم السلام خپلو امتونو ته رسولی دی.
راځئ د ښه وضاحت لپاره د قرآن کريم څو آیتونو ته ځير شو.
الله تعالی فرمايي:
( ومن يرغب عن ملة ابراهيم الامن سفه نفسه) البقره ۱۳
ژباړه: څوک به وي چې د ابراهيم له ملته مخ اړوي مګر هغه چې خپل ځان يې بې عقل کړی وي.
دلته د ابراهيم علیه السلام له طريقې، منهج او دين نه په ملة سره تعبیر شوی دی. امام ابن کثیر رح د دې آيت په تفسير کې وايي: ( عن ملة ابراهيم ای عن طريقته و منهجه) يعنې د ابراهيم علیه السلام له ملت نه د هغه تګلاره او منهج مطلب دی.
۲- په بل آیت کې الله جل جلاله د ملت او دین کليمې سره مترادفې ګڼلې دي لکه چې فرمايي: ( قل اننی هدانی ربی الی صراط مستقیم دينا قيما ملة ابراهيم حنيفا وما کان من المشرکين) الانعام ۱۶۱.
په قرآن کريم کې ملت يوازې د اسلام دين ته نه دي ويل شوي، بلکې د کفر دین ته هم د ملت نوم ياد شوی لکه: الله تعالی د یوسف علیه السلام په ژبه د هغې زمانې د کفارو دين د ملت په نامه يادوي.
( اني ترکت ملة قوم لايؤمنون بالله وهم بالاخرة هم کافرون) يوسف ۳۷
ژباړه: بې شکه ما د هغه خلکو ملت پرې اېښی چې پر الله جل جلاله اېمان نه راوړي او همدوی له آخرت نه هم منکر دي.
دلته يې د کافرانو له دين څخه په ملت سره تعبیر کړی دی.
الله تعالی د يهودو او نصاراوو دینونو ته هم ملت ويلي دي. الله تعالی فرمايي:
( ولن ترضی عنک اليهود ولا النصری حتی تتبع ملتهم)
ژباړه: يهود او نصاری به هېڅکله هم له تا څخه راضي نشي تر هغه چې د دوی ملت ونه منې.
نو په دې ټولو آیتونو کې د ملت اطلاق په دين باندې شوی دی، او دا مفهوم په صراحت سره ښکاري چې د اسلام دين د مسلمانانو ملت دی او د کافرانو دينونه د کافرانو ملتونه دي.
نو ددې اسلامي تعريف له مخې هر مسلمان شخص که هغه پښتون دی که تاجک، که امريکايي، چينايي او يا که د کوم بل قوم څخه وي او د نړۍ په هر ګوټ کې وي خو چې( لااله الاالله، محمد رسول الله) وايي باور ورباندې لري، او شرايط يې پرځای کوي هغه ددې ملت جز دی او موږ له هغه سره ملي وحدت لرو او هر مسلمان د دې ملت فرد دی.
ملت د سيکولرانو له نظره:
د اکسفورډ قاموس چې په ټول غرب کې يو منل شوی او معتمد قاموس دی، ملت په دې ډول تعريفوي:
( ملت د خلکو له هغې لویې ټولنې څخه عبارت دی چې په يوه محدوده سیمه کې تر يوه سیاسي نظام لاندې اوسېږي او په خپلو منځونو کې مشترکه ژبه، مشترک تاريخ او مشترک فرهنګ لري)
په پورتني تعريف کې په قطعي ډول د دين ذکر نشته. که د پورتني تعريف لپاره په افغاني ټولنه کې مصداق جوړوو نو: د افغانستان مسلمان، هندو، مرتد شوی، نصراني، کمونست او نور نا مسلمان اقليتونه بايد ټول یو ملت وګڼو. او دا هغه څه دي چې په ښکاره له اسلام سره په ټکر کې دي.
قرآن خو کمونستان، سيکولران، مرتدين او نور کافران د مسلمانانو دښمنان ګڼي. نو موږ ولې بايد له هغوی سره ملي وحدت ولرو؟
خو پورتني تعريف ته په کتلو سره هر کافر چې د افغانستان تبعه دی زموږ د ملت فرد ګڼل کېږي. او نه شو کولای چې د افغانستان يو کافر تبعه ته ووايو چې ته زما د ملت فرد نه یې.
يو امريکايي مسلمان چې په امريکا کې اوسېږي، او بل مسلمان چې په افغانستان کې اوسېږي د قرآن کريم له مخې دواړه د يو ملت غړي دي او په خپلو کې سره ملي وحدت لري، خو د اروپايي تعريف له مخې دوی دواړه د جلا، جلا ملتونو غړي دي.
اوس به ان شاء الله د ملي لفظ په معنا په بشپړه توګه پوه شوي وئ.
معاصر ملي توب په ټولو اسلامي ټولنو کې د اروپايي تعريف له مخې منل شوی دی، اوسني ملي اشخاص، ملي اردو، ملي وحدت او داسې نور… . په پولو او هېوادونو کې منحصر دي، په يو هېواد که هر نظام حاکمېږي، مګر ملي وحدت به يې د غرب د تعريف له مخې ټاکل کېږي. ملي اردو به يې د غرب د تعريف له مخې جوړېږي، ملي اشخاص به يې د غرب د تعريف له مخې منل کېږي.
لنډ مثال به يې اوسنۍ ملي لوبډلې درياد کړم د افغانستان ملي لوبډله په جمهوریت کې هم ملي لوبډله وه او اوس چې اسلامي نظام حاکم شوی دی هم ملي لوبډله ده، راشد په جمهوریت کې هم ملي اتل بلل کېده او اوس هم، اصلي ملي اتلانو ته چې په ابراهيمي ملت کې سره يو ځای کېږي چا هم ملي اتل ونه ويل. چا هم ونه ويل چې ملا عمر ملي اتل و، چا هم ونه ويل چې اسامه بن لادن ملي اتل و، چا هم ونه ويل چې ايمن الظواهري ملي اتل و. هغه ټول د غرب د تعريف له مخې په اسلامي ټولنو کې د ترهګرو په نوم پېژندل کېږي.
په هرڅه کې اسلامي هېوادونه په اروپايي او غربي ټولنو پسې روان دي، دغه اقتدا ده، چې اسلام مو له نړیوال سټېج څخه راښکته کړ او کفر مو نړیوال حاکم وګرځاوه.