د مسکو بريد او د داعشيانو نوي مراکز

نعمان هروي

قفقاز د يوه ولايت په توګه د داعشيانو په تشکيلاتو کې په ۱۳۹۴ کال کې اعلان شو او د داعشيانو د مکتب الفاروق يا الفاروق دفتر مربوط و (روسيه، ګرجستان، آذربايجان، چچن او داغستان) ولايتونه د داعشيانو په تشکيلاتو کې د الفاروق دفتر مربوط د قفقاز ولايت مربوط دي.

 

په مسکو کې چې اوسني عمليات ترسره شوي تر اوسه جوته نه ده چې د داعشيانو کوم مکتب او ولايت به يې پړه په غاړه واخلي، قفقاز که خراسان؟ او دا هم جوته نه ده چې آيا واقعاً دا کار داعشيانو کړی او که يه؟ او که کړی يې وي نو اصلي داعشيانو کړی که مصنوعي داعشيانو؟

 

مصنوعي داعشيان هغه داعشيان دي چې د ځينو هيوادونو استخباراتي سازمانونه يې تشکيلوي، له اصلي داعشيانو سره ارتباط ورکوي او د اصلي داعشيانو د اعتماد اخيستلو لپاره د هغوی په فرمايش کارونه ورته ترسره کوي، د مصنوعي داعشيانو له تشکيلاتو هدف دا وي چې د خپل رقيب په ضد استعمال شي او پړه يې اصلي داعشيان په غاړه واخلي.

 

خو د مسکو د بريد په تړاو چې تر اوسه کوم بريدګر پيژندل شوي څلور تنه يې د تاجکستان اتباع ښودل کيږي، تاجکستان اوس د خطرناکو عيارو مزايلو په يو دستګاه بدل شوی چې بټن يې د داعشيانو او د داعشيانو د پروژې شاته جهتونو په لاس کې دی او هر وخت چې وغواړي د دې ځايه د نړۍ د مهمو هيوادونو پلازمينې په نښه کولای او يو لوی انساني قتل عام رامنځ ته کولای شي.

 

د داعش خراسان څانګې هم له ځپل کيدو ورسته اوس د افغانستان په ګاونډ کې په داسې هيوادونو کې مراکز ايجاد کړي دي چې هر ډول تسهيلات ورته موجود دي او له هماغه هيوادونو څخه په افغانستان، سيمه او نورې نړۍ کې بريدونه پلانوي، د تيرې پنج شنبې په ورځ د قندهار بريد يې ښه بيلګه ده.

 

د نړۍ هغه هيوادونه چې د ټکنالوژۍ په عروج کې قرار لري او د انسانانو تر منځ د ارتباطاتو تامينوونکې مخابراتي تکنالوژي يې تر بشپړ کنترول او څار لاندې ده؛ په نورې نړۍ کې د داسې بريدونو په اړه يوازې عموميات په لنډ/تنګ وخت کې شريکوي، ياد عوامل ټول هغه عوامل دي چې د مسکو په څير د خونړيو بريدونو سبب ګرځي، د داعش داسې بريدونه نه د اسلام لپاره دي او نه د مسلمانانو لپاره بلکې د داسې بريدونو موخه په غير مستقيمه توګه د داعش د پروژې د کاروونکو جهتونو د فرمایشاتو پوره کول دي، هغه فرمایشات چې د خپلو رقيبانو د وهلو لپاره یې وړاندې کوي.

 

که د داعشيانو د افرادي قوت د توليد نوو مراکزو ته چې د افغانستان په ګاونډ کې قرار لري؛ نړۍ پام ونه کړي او خپلې بې پروايي ته دوام ورکړي نو کيدای شي نړۍ په نږدې راتلونکي کې د مسکو په څير د نورو خونړيو بريدونو شاهده و اوسي او ترخه مزه يې وڅکي.

 

هرماس الافغاني
Exit mobile version