د مايوسو پاکستاني جنرالانو نوی پلان

#image_title

احسان الله احسان

 

پاکستان هغه حکومت دی چې د حکومت په توګه یې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره ټول انساني، اخلاقي، ديپلوماتيک او اسلامي اصول تر پښو لاندې کړې دي.

خو د دې سره سره بيا هم پاکستان نه د يو قوي او مستحکم حکومت خاوند شو او نه هم د سيمې د هيوادونو تر منځ په ښه نامه سره مشهور دی چې فخر پرې وکړي.

 

د پاکستاني چارواکو په ځانګړې توګه د فوځي جنرالانو د پلانونو له امله له يوې خوا که پاکستان خپل اسلامي نوم او تشخص بايللی له بلې خوا يې د ناين اليون وروسته پر افغانستان د بريد لپاره د امريکا د فرنټ لاين په ملګرتيا د ګاونډيتوب ټول اصول او دودونه له منځه يووړل او د خپلو افغان وروڼو د وينو په تويولو کې کومکيان شول.

 

پر دې يې کفايت ونکړ بلکې د خپلې خور عافيه صديقي په رقم يې زرګونه افغانان د پنځه زره ډالرو په بدل کې پر امريکا وپلورل چې په دې سره يې د بې غيرتۍ په تاريخ کې خپل نوم په لومړي مقام کې ثبت کړ.

 

د ټولو ډيپلوماتيکو اصولو پر خلاف يې يو ټاکل شوی او منل شوی سفير دښمن ته په لاس ور کړ.

 

پاکستان د خپلو ټولو سرغړونو او بديو سره سره بيا هم د خپلو ګټو لپاره په ډيره بې شرمۍ د افغانستان سره د ښو اړيکو ډول وهي او مسلسل به يې دا دعوې کولې چې د افغانستان سره موږ زياته اندازه مشترکات لرو، موږ مسلمانان او د يوه دود، کلتور او ژبې ګاونډيان يو، خو په اصل کې پاکستان د افغانستان نه د اسلاميت نه هم د دود او نه د کلتور يا همسایه توب خيال ساتلی.

 

په 2021 ء کال کې په افغانستان کې د فتحې او د اسلامي امارت د قيام سره سم پاکستاني چارواکو د خپلو خواهشاتو نوملړ اپډيټ کړ او د اسلامي امارت د مشرتابه مخې ته يې کېښود چې د اسلامي امارت مشرانو په دې لهجه ور رد کړ: دلته فقط د افغان ملت ترجيحاتو او فرمايشاتو ته ترجيح ور کول کيږي، په دې سره پاکستاني جنرالان ډير زيات مايوس شول.

 

مايوسه پاکستاني جنرالانو د افغانستان څخه د غچ اخيستنې او په افغانستان کې د بدامنۍ د خپرولو په موخه خپل جاسوسان په کار واچول، پاکستان په افغان دښمنۍ کې لکه څنګه چې داعشیانو ته مرکزونه، لوژستيک ملاتړ، مالي کومک او د تمرين ځايونه ور کړل هم مهاله يې هغوی ته په افغانستان کې ځيني اهداف هم ور په ګوته کړل، پر کومو چې داعشي خوارجو بريدونه وکړل او د پاکستاني جنرالانو خوښي يې ترلاسه کړه، په دې سره پاکستاني جنرالانو يو ځل بيا د افغان ملت د وينو په تويولو باندې خپل طبيعت برابر کړ.

 

د داعش په نامه د خارجي ګروپ د لا کنترول په موخه پاکستاني جنرالانو يو نوی پلان تيار کړی چې د داعش د سمه‌ييزې قومندې د لاسته راوړلو لپاره خپل کسان په دوی کې داخل او هلته مقرر کړي چې د دې لپاره په حکومتي لګښت د جوړ ښوي ګروپ لښکر طيبه کسان په داعشي خوارجو کې ګماري.

 

لښکر طيبه او داعش د يوه فکر او مذهب له امله د يو بل لپاره د منلو وړ دي چې د پاکستاني جنرالانو لپاره د دوی يو ځای کول آسان دي.

 

د داعشیانو کوم تربيتي او اعدادي مرکزونه چې د بلوچستان څخه تر باجوړ او ديره پوري د پاکستان د فوځ په حفاظت کې فعال دي، اوس هغه د لښکر طيبه د جنګياليو لپاره استراحت ځايونه دي.

 

د پاکستان جنرالان په دې هم خوښ دي چې د کشمير پر نامه جوړ شوي جهادي تنظيمونه چې د کشمير د بايللو وروسته بې روزګاره شوي دي د هغه ټولو د کارولو لپاره نوی سنګر پرانيستل شو چې په دې سره به دوی لشکر طیبه په داعش واړوي چې په هره مانا د دوی تر امر لاندې دي.

 

د خيبر پښتونخوا د لښکر طيبه غړو ته په خيبر، اورکزيو، باجوړ او دير کې د داعش د مرکزونو د آبادولو کار ور سپارل شوی دی او د پنجاب د لښکر طيبه غړو ته په پنجاب کې د داعش د مرکزونو د جوړولو امر شوی دی چيرته چې د داعش اوسنی مشر شهاب المهاجر هم د پاکستان په حفاظت کې اوسیږي.

 

د پاکستاني جنرالانو له لوري د سيمې د ناامنه کولو لپاره په جوړو شوو پلانونو کې د داعش لويه ونډه ده چې مشري يې د لښکر طيبه د هغو غړو په لاس کې ده چې د پاکستاني ايسټيبليشمنټ ايجنټان دي.

 

اوس دا خبره ښکاره ده چې پاکستان د خپلو ګټو په نامه د سيمې د ناامنه کولو لپاره خپل چمتوالی بشپړ کړی دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version