د علوم القرآن د تدوين پېل

ليکوال: مولوي محمد انوارالدين(شرفزی)

علوم القرآن د رسول الله (صلی الله علیه وسلم)، صحابه کرام(رضي الله عنهم) او د تابعینو په وخت کې په شفوي شکل وو فقط ځینو تابعینو لکه : مجاهد، عکرمه او نور په دې علم کې څه لیکنې لرلې، د دې نه وروسته په دویمه هجري پیړۍ کې د قرآن، حدیث، تفسیر، او د قرآنکریم په مختلفو علومو کې تدوین د ضایع کیدو له ویرې پیل شو، د قرآني علومو په مختلفو برخو کې علماؤ لیکنې وکړې لکه علي بن المدیني د بخاري استاذ په اسباب النزول باندې کتاب ولیکه، ابو عبید القاسم بن سلام په ناسخ او منسوخ او قراءاتو کې کتاب ولیکه، ابن قتیبة په مشکل القرآن باندې کتاب ولیکه ، ابوبکر الباقلاني په اعجاز القرآن کتاب ولیکه ،العز بن عبدالسلام په مجاز القرآن کتاب ولیکه، بیا په څلورمه هجري پیړۍ کې علي بن ابراهیم حوفي د ( البرهان في علوم القرآن) په نوم کتاب ولیکه چې په دیرشو جلدونو کې وو او د علوم القرآن هر اړخیز او یو جامع کتاب وو، په شپږمه هجري پیړۍ کې ابن جوزي دوه کتابونه د ( فنون الافنان فی عجايب القرآن) او (المجتبی في علوم القرآن) په نومونو ولیکه، په اومه هجري پیړۍ کې علم الدین سخاوي د (جمال القراء او کمال الاقراء) په نوم کتاب ولیکه چې په قراءتونو، تجوید، وقف، ابتداء او په ناسخ او منسوخ مشتمل وو، په اتمه پیړۍ کې بدرالدین زرکشي د (البرهان في علوم القرآن) په نوم کتاب ولیکه، په نهمه هجري پیړۍ کې جلال الدین البلقیني ( مواقع العلوم من مواقع النجوم) په نوم کتاب او امام جلال الدین سیوطي دوه کتابونه (التبحیر فی علوم التفسیر) او (اتقان في علوم القرآن) يي ولیکل، دغه نوموړې تالیفات ټول د علوم القرآن برخې دي تر دې چې علوم القرآن د یو مستقل علم په صفت مشهور شو (۱).

—[1]- وګوره: مباحث في علوم القرآن د مناع بن خليل القطان (صــ ۵، ۱۲).

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version