جابر کندهاری
وسر ته د حسين چاړه په لاس شمر ولاړ دی
لعنت ورباندي اوروي اسمان پر سر ولاړ دی
يو ورځ به دې دا سرې منګولې خپلې وينې سرې کړي
ها پورې د يارانو مې بسته لښکر ولاړ دی
که سر دې حسيني پرې کړو خو ته هم بې غم نشې
يزيده ستا په وړاندې مې د روح افسر ولاړدی
فتوا به مې لازمه د خوروج درباندې حق وي
کردار دې په ارمان د يهوديت اکثر ولاړ دي
افضل د شهيدانو يم افضله مي غزا ده
دليل مې د جانان درباندې دا اثر ولاړ دی
والله که داسې څوک دي له ما پاته چې تا پريږدي
هر يو دې په ارمان او په طلب د سر ولاړ دی
حساب به درنه و غواړي پر دې دنيا ذليله
و تا ته اماده پر دې دنيا محشر ولاړ دی
په سترګو ورته ګورم د طالب لالي په لاس کې
سينه باندې دې پاس په وينو سورخنجر ولاړ دی
جابر به دې قاتل ته تکې سپينې جامي ورکړي
دا نذر يې منلی دی پر ځان منذر ولاړ دی