د عرفات په ورځ د روژې فضیلت

محب الرحمن مخلص

د ذوالحجې د اولې ورځ نه بيا تر نهم د ذوالحجې پورې هره ورځ د نفلي روژې نيولو ډير ثواب په احاديثو کې ذکر شوی دی.
عن ابن عباس رضي اللّٰه عنهما قال: قال رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم ما من ايام افضل عند الله ولا العمل فيهن احب إلی اللّٰه عزوجل من هذه الايام العشر، فاکثروا فيهن من التهليل والتکبير فإنها ايام التهليل والتکبير وذکر الله، وان صيام يوم منها يعدل بصيام سنة والعمل فيهن يضاعف سبعمائة ضعفِِ. [شعب الايمان للبيهقي: ۳۴۸۱].
وروي عن ابي الدرداء رضي اللّٰه عنه انه قال عليکم بصوم ايام العشر وإکثار الدعاء والإستغفار والصدقة فيها فإني سمعت نبيکم محمد صلی اللّٰه عليه وسلم يقول: الويل لمن حرم خير ايام العشر. [تنبيه الغافلين باحاديث سيدالانبياء والمرسلين: للسمرقندي: ۱_۳۲۹].

او خاص بيا د عرفي په ورځ «د ذوالحجې په نهمه باندې» د نفلي روژې نيولو ثواب خو په صحيح احاديثو کي هم ذکر دی، چې په دې سره د دوه کلونو ګناهونه معاف کيږي، په صحيح مسلم شريف کې يو اوږد حديث ذکر دی، له رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم څخه د عرفې په ورځ د روژې نيولو متعلق پوښتنه وشوه، ده مبارك ورته وويل چې «يکفر السنة الماضية الباقية» [صحيح مسلم کتاب الصيام: رقم«۱۹۷»۱۱۶۲] ژباړه: د عرفې په ورځ روژه نيول د تير کال او راتلونکي کال ګناهونه ختموي.
په ترمذي شريف کې دا حديث مبارک په دې الفاظو سره ذکر دی، رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم فرمايې: «صيام يوم عرفة إني احتسب علی اللّٰه ان يکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده.» [سنن الترمذي ابواب الصوم: رقم۷۴۹] ژباړه: زما د اللّٰه جل جلاله څخه دا اميد دی چې د عرفي د ورځې روژه به د تېر کال او راتلونکي کال د ګناهونو لپاره کفاره شي.

په نورو صحيح احاديثو کې هم دا مضمون ذکر دی چې د عرفې په ورځ په روزه نيولو سره د انسان د دوو کلونو ګناهونه معاف کيږي، قال رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم من صام يوم عرفة غفر له ذنب سنتين متتابعين، [المعجم الکبير للطبراني : رقم الحديث ۵۹۲۳]

واوره وروکه!
د حديث مبارك تشريح دا‌ ده چې د عرفې په ورځ په روژه نيولو سره اللّٰه جل جلاله د انسان د دوو کلونو صغيره ګناهونه ورمعافوي، د روان کال د ګناهونو د بښلو مطلب دا دی چې الله جل جلاله به را روان کال دغه إنسان له ګناهونو څخه محفوظ وساتي، يا دا مطلب چې الله جل جلاله به دغه إنسان ته د دې روژې په عوض کې داسې اجر او ثواب ورکړي چې اتفاقاً له دغه إنسان څخه چې را روان کال کوم صغيره ګناهونه اوسي؛ نو هغه به الله جل جلاله ورته معاف کړي.
قال امام الحرمين: والمفکر الصغائر، قال القاضي عياض: وهو مذهب اهل السنة والجماعة، وانا الکبائر فلايکفرها الاالتوبة او رحمة الله قلت: رحمة الله احتمال ان تکون بمکفر وبغيره، قال النووي: قالوا المرصاد بالذنوب الصغائر وان لم تکن الصغائر يرجی تخفيف الکبائر فإن له تکن رفع الدرجات، إلی آخره…… [مرقاة المفاتيح باب القضاء الفصل الأول].

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version