د طالبانو متحد صف او داعشیان‎

انجینر عمیر نظامي

د اسلام د پیل له تاریخه دا خبره په ښکاره توګه څرګنده ده چې د اسلام دُښمنانو د اسلامي لښکرو پر وړاندې په اکثرو معرکو او جګړو کې ماته خوړلې او د جګړې میدان یې پرې ایښی دی، خو متأسفانه چې په سیاسي او فکري ډګر کې بيا مسلمانان له ماتې سره مخ شوي دي، چې په دې جګړه کی یهود او عیسویان تر هر چا د مخه دي چې یو مثال یې مونږ دلته ذکر کوو.

په ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۷مه کله چې امریکايي اشغالګرو د داخلي غلامانو په مرسته د افغانستان په پاک حریم یرغل وکړ، نو د یرغل سره سم نظامي او فکري دواړه جګړې پېل شوې.

په نظامي برخه کې ډېر ځوانان د وطنپالنې تر نامه لاندې د اردو، پولیسو، امنیت او نورو نظامي ارګانونو لپاره جذب او په دندو وګمارل شول.
له دې سره-سره یې په فکري جګړې هم لاس پورې کړ، چې په لړ کې يې په سلګونه تلوېزيونونه، راډیوګانې، مجلې، اخبارونه او جريدې په کار واچول شوې، فرهنګي او فکري سمینارونه او مؤسسې آن تر ډېرو لريو پرتو سیمو پورې ورسېدې، دا تبلیغات دومره پراخ وو چې د ځوانانو او سړیو په پرتله ښځې او ماشومان يې هم تر ژور تاثیر لاندې راوستل.
لنډه دا چې امریکایانو د افغانانو پر وړاندې په دواړو برخو کی پراخ عملیات شروع کړل، د طالبانو مقاومت او جګړه په لومړيو کی د نشت په اندازه وه، خو په تدریجي ډول سره جګړه ورو-ورو مخ پر ودې روانه وه، آن دا چې په ۲۰۱۰م کال کې جګړه د امریکایانو تر مهار ووتله، هماغه ؤ چې امریکایانو د طالبانو په خِلاف د مختلفو لارو چارو څخه استفاده پېل کړه.‎

طالبان د توقع خِلاف ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې وو، چې امریکایانو د طالبانو د ټوټه کولو په موخه “حقاني شبکې” په نوم پراخ تبلیغات پېل کړل، خلیفه صاحب سراج الدین حقاني هغه وخت بي بي سي ته په ډېر صراحت سره وویل: چې دوی د امارت لاندې مقاومت کوي او کومه خاصه او بېله ډله نه ده، خو دښمن خپل تبیلغات کول، کوښښ دا و چې وکولای شي چې دا ډله یا کومه بله ډله پر همدې نوم اعلان کړي. مګر الحمدلله د حقاني نیټ ورک خبره همداسې سړه شوه بې له دې چې کومه نتیجه ورکړي.‎

کله چې د حقاني نیټ ورک په نوم شیطاني دام کار ورنکړ، د معتصم آغاجان خبره د خبرونو سر ټکی شوه، همدغه طلوع نیوز ورته تبلیغات شروع کړل او د امریکا پروژه‌ يې تحلیلګران به يې بحث ته رابلل او هغوی د خبرو سر او اخر کې به همدا خبره تکرارېده چې معتصم آغاجان په طالبانو کې نفوذ لري، طالبان به تجزیه شي، طالبان اوس یوه ډله ندي پاتې، یوه رهبري نه لري او آغاجان سره د سولې خبري مهمي دي…!‎

امریکایانو د طالبانو د تقسیمولو لپاره هرې لارې چارې څخه استفاده کوله، چې امریکایانو ته په دې وخت کې داعش د ښې او غوره وسیلې په توګه په لاس ورغی، هماغه و چې داعش ته په افغانستان کی په پراخه توګه تبلیغات پېل شول، د خبرونو سر ټکي او د سیاسي بحثونو موضوع وګرځېده.‎

هوکې؛ دا حربه د پورتنیو دواړو حربو څخه ډېره قوي او اغېزناکه وه، داعشیانو د افغانستان لپاره خپل والي او د منطقو لپاره خپل مسؤلين اعلان کړل، د طالبانو ځیني غړي چې د طالبانو څخه ناراضه وو، هغوی هم ورسره يوځای شول او د دې پر ځای چې داعش په امریکایانو یا د هغوی په متحدینو بریدونه وکړي، د برید موخه یې طالبان وګرځول، د طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شول، چې د دې جګړې اصلي مرکز ختیځ و، مګر د طالبانو معتبرانۀ سیاست په ځانګړي توګه شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله، داعش سخت وځاپه، مګر جګړه اوږده شوه او طالبانو ته يې سخت سر درد جوړ کړ، داعشیانو د جګړې په میدان کې ماته وخوړه او ټولې ساحې چې دوي پکې شتون درلود، طالبانو یو پر بل پسې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او له دوی څخه یې تصفیه کړې.‎

دا خبره د لمر غوندې روښانه ده، چې د داعش حضور لپاره امریکایانو پراخ تبلیغات کول، د جګړې په میدان کې يې د لوجستیکي ملاتړ ترڅنګ بشپړ مالي ملاتړ هم کاوو، مسؤلين یې په کابل، جلال آباد او کنړ ښارونو کې خوندي وو.‎

کله چې طالبان په کابل واکمن شول، په داعشیانو د ژوند کړۍ ورځ په ورځ په تنګېدو شوه، داعشیانو چې ښارونه يې د ځان لپاره محفوظ ځایونه ګرځولي او سنجولي وو، له لاسه ورکړل، هماغه و چې ډېر لوړ رتبه مسؤلين یې ووژل شول، ځیني یې بندیان او ځینو یې له افغانستان څخه د ګاونډيو هېوادونو په لور پښې سپکې کړې، هماغه و چې د داعشیانو نظامي حضور په مراکزو او سیمو کې صفر ته را ټیټ شو او یواځې د رسنیو تر تبلیغاتو پورې محدود شول، هماغه و چې د امریکایانو دا ستره پروژه او حربه هم د طالبانو پر وړاندې ناکامه شوه.‎
که د طالبانو سیاست په همدې ډول مخ پر وړاندې روان وي، لېرې نده چی د داعش نوم او نښان د افغانستان په شمول له سيمې څخه د تل لپاره ورک شي.
(بإذن الله)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version