د طالبانو د بدنامه کولو او داعش ته د پروپاګند هڅي

لیکوال:نعمت الله سابق

حکومت او خارجي قوتونه همېشه هڅه کوي ترڅو داعش ته په پراخه کچه تبلیغات وکړي او یا هغوی ته د پروپاګند زمینه مساعده کړي، نوې لړۍ یې د “سن” ورځپاڼي بې بنسټه او د حقیقت څخه لیري راپور و چي پرون ورځ نشر سو.

سن ورځپاڼي راپور خپور کړی و چي طالبانو د امریکایانو څخه غوښتي چي په ننګرهار کښي بمبارونه ودروي ترڅو هلته د داعش د ورکولو لپاره ښه عملیات ترسره سي چي دا خپله د داعش لپاره څرګند تبلیغات دي او غواړي په جوزجان کي د داعش د روسوایي څخه د خلکو ذهنونه بل لور ته یوسي او هلته یې مصروف وساتي.

په جوزجان کښي داعش، حکومت او خارجي قوتونه ټول د سختي رسوایي سره مخ سول، خارجي او داخلي قواوو په لومړیو کښي هڅه کوله ترڅو د اسلامي امارت د طالبانو د عملیاتو مخه ډب کړي او ددې موخي لپاره یې د سیمه ییزو سرچېنو په حواله درانه هوایي بریدونه هم وکړل مګر طالبانو استقامت وکړ او عملیات یې جاري وساتل، تر ۲۴ ورځنۍ جګړې وروسته کله چي خارجي او داخلي قوتونه په دې پوه سوه چي نور طالبان د داعش جنګیالي نیست او نابود کوي نو یې د هلیکوپترو په ذریعه هغوی ټول د طالبانو د پنجو څخه وژغورل او په یوه هوټل کي یې میلمانه کړل.

د افغانستان حکومت د نړیوالو او ولسي وګړو تر سختو نیوکو لاندي راغلی او ټولو دا ږغ پورته کړ چي داعش په افغانستان کي د حکومت او امریکایانو ګډه پروژه ده او خلک په وژني، د خپل ملت هغه قاتلین چي هرځل په مساجدو او بازارونو کي پټاوونه یې تر ۱۰۰ زیات بې ګناه افغانان وژني او ټپیان کوي نن دوی د میلمنو په څېر په هوټلنو کي تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي ساتلي، د سټلایټ ټلیفونو په شمول هر ډول د اړیکو وسایل لري او هیڅ د مجرمینو په سترګه نه ورته کتل کیږي.

د داعش جنګیالي په داسي حال کښي د هلیکوپترو په ذریعه وژغورل سول چي د روزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کي طالبانو ۴۵ حکومتي عسکر ووژل او دوه ورځي وروسته کله چي یې جسدونه پړسیدلي وه کومانډو ځواکونو پیدا کړل، ددغه او ورته پېښو پرمهال چي د ملي اردو لسګونه عسکر پکښي وژل کیږي حکومت یې د ژغورلو هیڅ هڅه نه کوي، په دې اړه هم په حکومت کي دننه کسانو ږغ پورته کړ چي د حکومت سره هغوی ته د جواب ورکولو هیڅ دلایل وجود نه درلودل او بې جوابه سو.

داچي د داعش په موضوع کښي حکومت او نړیوال ځواکونه تر شک لاندي راغلل نو د خلکو د اذهانو بدلولو لپاره یې نوي هڅي پیل کړې چي یو یې هم د سن ورځپاڼي راپور دی او په همدې ډول غواړي د خلکو ذهنونه مشوش کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version