د شیطاني طلسم ماتوونکي

رحمت الله فیضان

نوم یې برنارډ هنري لیوي دی، په ۱۹۴۸ میلادي کال کې یې په یوه متعصبه بډایه یهودي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۹۷۱ زیږ-کال کې یې د فلسفې په برخه کې د فراغت سند تر لاسه کړی دی.

“برنارډ هنري لیوي” په فرانسه کې یو له خورا با نفوذه یهودانو څخه دی، چې د مختلفو معاصرو جګړو تر شا یې پټ او ښکاره لاسونه دي او دا هم په جرأت سره ویلای شو چې په دې وروستیو کلونو کې چې د نړۍ په هر ځای کې ګډوډي رامنځته شوې؛ تر شا یې د برنارډ هنري لیوي په نامه د یو سړي د پښو نښې لیدل شوې دي، آن تر دې چې دا شخص په سیمه کې د عرب پسرلي له اصلي تیوریستانو څخه شمېرل شوی دی.

برنارډ هنري لیوي څه غواړي؟

برنارډ چې ځان د یو ویاړلي یهودي په توګه معرفي کوي، د څلویښت کلن فکري او عملي کار موخه یې په دریو برخو را څرخي:

۱- د اسلام له سیاسي او فقهي منشور سره هر اړخیز مخالفت.

۲-له اسرائیلي رژیم څخه بې له قید او شرطه ملاتړ.

په ۱۹۶۷ کال کې چې هغه مهال لا نولس کلن و، د عربو او اسرائیلي رژیم ترمنځ د جګړې له پیل څخه خبر شو، په چټکۍ سره په پاریس کې د دغه رژیم سفارت ته لاړ او په جګړه کې یې د ګډون چمتووالی اعلان کړ، خو جګړې څو محدودې ورځې واخیستې او برنارډ ونه توانېد چې د مسلمانانو په وژنه کې ګډون وکړي.

 

۳- د اسلامي نړۍ په خونړیو جګړو کې دوامداره حضور.

لیوي خپل لومړی مشهور کتاب په ۱۹۷۳ کال کې د پاکستان او بنګله دیش له ویش دوه کاله وروسته په بنګله دیش کې د ملتپالني په اړه ولیکو او له هغې ورځې راهسې یې نه یوازې د اسلامي نړۍ د نا کراریو په اړه نظرونه څرګند کړي دي، بلکې عملاً یې په دې ګډوډیو کې برخه اخیستي.

د شلمې پېړۍ د وروستۍ لسیزې په منځ کې په بوسنیا کې را څرګند شو، بیا یې افغانستان ته سفر وکړ او دلته یې له عبدالرشید دوستم او احمدشاه مسعود سره ملګرتیا پیل کړه، په ۱۹۹۲ میلادې کال کې چې کله په افغانستان کې داخلي جګړې د نظار شورا، د وحدت ګوند او نورو جاه طلبو جهادي تنظیمونو ترمنځ پیل شوې، د دې جګړو تر شا مستقیم د همدې یهودي برنارډ لوی لاس وو.

یوازې افغانستان نه بلکې سوډان، عراق، تونس، لیبیا، بوسنیا او آن تر اوکراینه پورې یې د جګړو پر اور تیل وپاشل، په لبیا کې یې د معمرالقذافي د مخالفینو ملاتړ وکړ، عراق کې یې کُردان راپورته کړل، په جنوبي سوډان کې هم د دولت د مخالفینو ترڅنګ ودرېد.

د سیمې د ستراتیژیکو چارو عربي شنونکی عبدالباري عطوان، په لیبیا کې د صهیونیسټی جاسوس «برنارډ هنري لیوي» په اړه یوه مقاله کې، د لیبیا په اړه بحث کړی دی او لیکلي یې دي چې برنارډ لس کاله هڅې وکړې چې د معمرالقذافي حکومت را نسکور کړي چې بالاخره هم بریالی شو، چې د قذافي حکومت را پرځوي او هم د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي قانع کړي، چې په لیبیا کې نظامي مداخله وکړي، د قذافي د حکومت د ړنګېدو پر مهال له دېرش زرو زیاتو لیبیایي وګړو جسدونه د ناټو ایتلافي الوتکو په بمونو کې ټوټې ټوټې شول.

کله چې په افغانستان کې امریکا د ماتې او شکست وروستۍ سلګۍ پیل شوې، برنارډ هنري لیوي یوځل بیا افغانستان ته خپل نجس لاسونه را اوږده کړل او د فرانسې له یوه خبري آژانس سره یې په مرکه کې وویل: (د اپریل په میاشت کې له ماکرون (فرانسې ولسمشر) سره په لیدنه کې هیچا د احمد مسعود تشویشونو ته توجه ونه کړه، دا سناریو( له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل) ډېر وخت وړاندې د هغه لخوا اعلان شوې وه.

د پنجشیر په دره کې د هغه مقاومت باید د اروپا د ساتنې برخه کې مرسته وکړي.

که د امریکایانو وتل بشپړ شي، څو میاشتې یا څو اونۍ نه، بلکې څو ورځې وروسته به القاعده یا داعش افغانستان لاندې کړي.

د احمد مسعود مقاومت د فرانسې په مرسته پياوړی کېدای شي او زموږ خاوره له بربريت او پر اروپا په تېره بيا د فرانسې پر لويو ښارونو له بريدونو څخه خوندي کولای شي.)

د احمد شاه مسعود، د ده د زوی احمد مسعود او د موساد د جاسوس برنارډ هنري لیوي ترمنځ اړیکې دومره ژورې دي، چې آن د ده پر هلو ځلو په پاریس کې د احمد شاه مسعود په نامه یو واټ ونومول شو، چې د پرانستلو په مراسمو کې یې احمد مسعود، حامد کرزي او عبدالله عبدالله ګډون کړی وو.

په افغانستان کې د برنارډ هنري لیوي پر مټ د موساد فعالیتونو ته په کتو سره ویلی شو، چې د مسعود کورنۍ او د بد نامو ملیشو مشر عبدالرشید دوستم د موساد د جهنمي سازمان د ځالې روزل شوي چیچوڼي دي او غواړي د دوی پر مټ د افغانستان ثبات یوځل بیا ټکنی او له خطر سره مخامخ کړي، داخلي جګړو ته لار هواره کړي، د هېواد شته زیربناوې ونړوي او د یوې بلې اوږدې جګړې اساس او بنسټ کېږدي، ځکه خو دې ورځو کې وینو چې یوځل بیا پروژه یي غونډې، کله په کلیساوو کې، کله په یوه ستیج او کله په بل ستیج ورته جوړیږي او یوه رسنیزه غوغا یې جوړه کړې ده، چې تر شا یې د همدې بد نومي برنارډ ناولي لاسونه دي، موږ د افغانستان ټولو معلوم الحاله او مجهول الحاله دښمنانو ته که داخلي یا بهرني که په هر استخباراتي سازمان پورې تړلي وي، په ډاګه کوو، چې ستاسو د شومو موخو پر وړاندې مونږ فولادي سپر (GDI) لرو، وخت پر وخت ستاسې کړنې څاري په هر غار او سوړه کې چې ونیول شئ د خپلو اعمالو په سزا به ورسېږئ او هیڅکله به اجازه در نه کړل شي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږئ.

جي ډي آی (په الهي نصرت شیطاني طلسم ماتوونکي)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version