د شهيد توحيدالله سلیمان (منصوري) تقبله الله ژوند او مبارزې ته لنډه کتنه!

د انقلاب تُندو څپو د هېواد لوړې او ژورې لړزولې، ځوانانو خپل بخت د وروستي آزمون لپاره آزمایه، ټولو هڅه کوله چې د الله جل جلاله تر دیداره ځان تر نورو وړاندې ورسوي.
مګر دا دومره آسانه نه وو، په ستونزو پوښلي له کړاوونو سره مل او د سکروټو په سرونو د عقیدوي قوت مزل وو.
د مجاهدینو تُندو بریدونو دُښمن پر ګونډو کاوو، فتحې ته لا وخت پاتې وو، چې ځینو د الهي مینې په سمندر کې غوټې وهلې، د فردوس مرمرینو ماڼیو ته تلل، د شپې خوبونه یې د جنة النعیم په باغونو کې د رنګارنګ میوو لاندې په مرمرینو قالینو کول وو.
هوکې؛ دوی داسې زلمي وو چې هر ګوزار یې لکه د حضرت علي رضي الله عنه شمشېر، دُښمن تر پښو څيرې کاوو.
د داسې شازلميو له جملې څخه يو هم شهيد توحید الله سلیمان ”منصوري” تقبله الله وو.
شهيد توحید الله سلیمان (منصوري) تقبله الله د قومندان عبدالغفور زنداني زوی په 1374 کال کې د لغمان ولایت مرکز کچور شمټي کلي کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
د استشهاد نوماند شهید آمر سلیمان منصوري تقبله الله یو له هغو ننګیالیو غازیانو څخه و، چې د حق د لارې د ځان ځاروونکو غازیانو مل و، د خپلې بریا لپاره یې د انتظار شېبې شمېرلې، ساعتونه په ورځو، ورځې په اونیو او بالاخره کلونه تېر شول، خو د شهید سلیمان تقبله الله د زړه آرمان بشپړاوي ته لا وخت پاتې و.
په همدي انتظار وو، چې کله به د مظلومې مورکۍ او اسيرو زلمکیو د مظلوميت غږ ته سکون ورکړي،
او همغه لار؛ چې د مسير مله ملګرو يې د خپلو وينو په نذرانه را پاللي وپالي.
هوکې! دوی پر خپلو کړو ژمنو وفا وکړه؛ ځکه يې نو قربانۍ، سرښندنې، او ستړياوې د رب العالمین په دربار کې قبولې شوې، هېواد مو د فتحې په خوشبو معطر شو، ځوانانو د آرام ساه واخیسته، مجاهدینو دا بریا د رب العالمین فضل وګاڼه.
شهید سلیمان منصوري تقبله الله د جنګ له میدانه وروسته کېدل نه غوښتل، د اسلامي نظام د بقأ او پایښت لپاره یې د ژوند ټول خواږه وقف کړي وو،
د بهادرۍ او مېړانې دې غښتلي سپاهي هر وخت د اعداد په مراکزو کې وخت تیراوو، په خپل رهبریت کې صادیق او زړور و، څو ځله د اشغالګرو له سختو چاپو، شدیدو جګړو او بمباریو الله جل جلاله، بریالی او سرلوړی ويستو.
تل به یې لاسونه د سپيڅلي رب جل جلاله په دربار کې لپه کړي ول، د شهادت سوال او زارۍ به یی ورته کولې، الله جل جلاله ته د ده دا زارۍ دومره محبوبې شوې، چې په کلونو-کلونو يې منتظر پاتې کړ.
د انتظار په همدې شېبو کې د شهادت د لټون لپاره، د کنړ ولايت هسکو او دنګو غرونو ته، د داعشي خوارجو ښکار ته ورغی، موخه یې د سپيڅلي رب جل جلاله رضا، د داعشي فتنه ګرو له شرارته د مُسلمة اُمت خلاصون، او له پاک سبحان سره د خپلې کړې وعدې پوره کول وو، چې د اسلامي نظام د اعادې په دې مقدسه لاره کې به د خپل ځان په قربانولو اخروي سعادتونه را خپلوي.
د کایناتو خالِق یې د زړه دواړه ارمانونه ور پوره کړل، د داعشي فتنه ګرو شرارت له مینځه لاړه،
او پر ځمکه الهي، اسلامي قانون نافذ شو، د شهادت ارمانجن شهید سلیمان منصوري تقبله الله، د کنړ په غرونو کې، ښه زیات داعشي خوارج ووژل، له ډېر ځنډ، جهاد او هجرت وروسته بالآخره، لغمان ته ډک لاسونه راستون شو، مګر د دُښمن د څارګرو الوتکو او جاسوسي غلامانو تر سخت څار او څېړنې لاندې و.
د دُښمن له مغروره غټې قوي سره په ۱۳۹۹/۲/۲۲ د رمظان المبارک په اتلسمه نېټه، د لغمان ولایت علیشنګ  ولسوالۍ اړوند د کونجکي په سيمه کې، په مخامخ جګړه کې ورکښېوت؛ د دُښمن د مغرورې قوې ۲۴  ټانګونه او تقريبا تر ۱۰۰ لوړ او ټیټ رتبه عسکر او جنرالان د سنګر د غازیانو د راکیټ او ثقیلاتو ښکار شول، د فتحې په اخیري مرحله کې، د امريکايي ډرون الوتکې په بریدونو کې اتل مجاهد شهید امیر سلیمان منصوري تقبله الله له خپلو دوه تنو غیرت پالو ملګرو سره یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ .

نحسبه کذالک والله حسیبه.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version