د شام ستړو خو بريمنو او زړورو مجاهدينو ته!

محمدصادق طارق

#image_title

د الله تعالى د سپيڅلي دین سپیڅلو خدمتګارانو، ستړو سرتيرو او زړورو مجاهدينو!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

 

بریاوې مو مبارک شه! دا زیری د ځمکې او اسمان په واټن کې د الهي نصرت یو ځلانده څرک دی چې د ټولو مخلصانو زړونه یې له خوښۍ ډک کړل، ستاسو نه ستړی کېدونکى جهاد، قربانۍ او د الله تعالى د رضا په لاره کې هر ګام هغه مشال دی چې د اسلام مبارک کاروان یې د عزت او سربلندۍ خوا ته بللى دى.

 

تاسو د هغه چا وارثان یاست چې د بدر په ډګر کې يې د څو تورو په زور د کفر ستر لښکرونه مات کړل، ستاسو د صبر ډک ژوند، ستړیاوې او بې‌دریغه قربانۍ د نورو مسلمانانو لپاره الهامونه دي چې د ایمان په لاره کې هیڅ خنډ هم د زړونو اراده نه‌شي کمزورې کولای.

 

دا چې ستاسو د جهاد میوه د یوې سیمې په ازادۍ کې د الله په مرسته څرګنده شوه نو پر ستړو خو برياليو مټو او اوږو مو ستر مسٶلیتونه هم بار شول؛ د خواخوږۍ له مخې به د قلم له ځواک او واک څخه په کار اخيستنې څو لنډ ټکي درته وړاندې کړو.

 

۱:- تقوی غوره کړئ!

ګرانو وروڼو! زه ډاډه يم چې د تقوى څراغ ستاسو د جهاد په ډګر کې درته قوي لارښود پاتې شوى دی، نو له بريا وروسته هم له الله تعالى څخه وویریږئ، د هغه امرونه عملي کړئ او په دې یقین ولرئ چې تقوى به مو واکمنتيا ته روڼتيا بخښي.

 

تقوى د ایمان زېب او زیور، د اعمالو روښانتیا او د هر مسلمان د بریا اصلي راز دی؛ لکه څنګه چې تقوى تاسو ته دا تلقين درکاوه چې په ازمېښتونو کې صبر وکړئ همداسې بايد اوس د نعمتونو په وخت تاسو شکر ته وهڅوي، صبر او شکر هغه فضیلتونه دي چې ستاسو د تقوى کمال ښکاره کوي.

 

۲:- ولس ته مينه او ألفت ډالۍ کړئ!

د خپلې بریا تر څنګ د هغو زړورو او مخلصو ولسونو ستړیاوې هم هېرې نه کړئ چې په دې اوږده مبارزه کې له تاسو سره اوږه په اوږه ولاړ و؛ کورونه يې ستاسو د جهاد سنګرونه، دسترخوانونه يې ستاسو د رزق مرکزونه او زړونه يې ستاسو د محبت ځالې وې.

 

هغوی د خپلو ماشومانو له لوږې، خپلې کورنۍ له بې‌کوره‌توب او خپل ژوند له هر ډول تکلیفونو تېر شول، یوازې د دې لپاره چې د الله تعالى دین لوړ شي او د اسلامي نظام سیوری پرې واکمن شي؛ نو ځکه يې بايد د اسلامي نظام د خوږې غيږې په درنه مينه ونازوئ.

 

۳: په اتحاد مو واک پياوړى کړئ!

اتحاد د زړه هغه قوي ډبرین سنګر دی چې هیڅ طوفان یې نه شي ماتولای، د تفرقې پر ځای د ورورۍ او یووالي سنګر د محبت او اخلاص په خښتو لا مضبوط وساتئ.

 

اتحاد یوازې هغه وخت ممکن او وروسته ګټور دی چې د الهي شریعت پر محور ولاړ وي، د خپل فکر او ځان په جال کې مه ډوبېږئ، د قرآن او سنت لارښوونې ستاسو ټولنې ته هغه مسیر ټاکي چې بریا ته پرې رسېداى شي.

 

هغه ډلو ته پام وکړئ چې د مسلمانانو په صفونو کې د فتنې او اختلاف تخمونه شیندي؛ داعش او د هغې په څېر ډلې تل د مسلمانانو د تفرقې او کمزورتيا لپاره کار او کوښښ کوي، ستاسو دښمن یوازې هغه څوک نه دی چې د ټوپک سره مخې ته درځي، بلکې هغه څوک هم دی چې ستاسو په زړونو کې د بېلتون زهر شیندي، همدا دښمنان ورک کړئ تر څو مو د جهاد ثمره ضايع نه شي.

 

۴:- دین د اعتدال په واک مخې ته يوسئ!

اسلام موږ ته د ژوند هر اړخ کې د اعتدال لاره ښودلې ده؛ نه د افراط لپاره ځای لري او نه د تفریط، تاسو د الله د دین استازي یاست، دین خلکو ته داسې ور وپېژنئ چې د هغوی زړونه ورسره نږدې شي؛ نه دا چې له هغه ووېریږي یا ترې لرې شي.

 

د خلکو سره په نرمه ژبه خبرې وکړئ، ځکه چې سختي او تېز چلند د زړونو دروازې بندوي؛ د خلکو ستونزې واورئ، پر هغوی شفقت وکړئ او د ستړي ژوند لپاره يې سهولتونه په نظر کې ونيسئ.

 

۵:- پام چې غرور مو تباه نه کړي!

ستاسو ټوله تېرې ستړیاوې، قربانۍ او سرښندنې هغه سپیڅلي ریاضتونه دي چې د اخلاص له زړه راپورته شوي دي؛ خو یاد ولرئ! هر کله چې غرور په زړه کې ځای ونیسي ټول ریاضتونه په یوه شېبه کې د اوبو د سر په ځګو بدلولی شي.

 

غرور انسان ته په خپلو هڅو ویاړ ور کوي او د الله جل جلاله نصرت ترې هېروي، تاسو بریالي ځکه شوئ چې الله درسره نصرت وکړ؛ که دا نصرت په غرور کې ورک شو نو د برکت دروازې تړل کېږي او خداى مه کړه ناکامي به مو په برخه وي.

 

۶:- په عارضي چوکيو زړونه مه تړئ!

هر منصب او مقام د الله جل جلاله یوه ازموینه ده؛ الله تعالی تاسو ته د خلکو د خدمت او د حق د قیام فرصت درکړی دی که همدې فرصت کې خداى مه کړه خيانت وشي نو مقام ستاسو لپاره نه ویاړ دى او نه نعمت.

 

نن تاسو د واک پر ګډۍ یاست خو سبا به د وخت څپه دا څوکه بل چا ته ورکوي؛ تاریخ موږ ته ښودلې چې واکمنان او پاچایان یو په بل پسې تللي دي خو یوازې د هغوی عملونه پاتېږي نو له فرصت څخه سمه ګټه واخلئ.

 

په پاى کې د افغانستان مجاهد ولس په استازيتوب درته بياځلې د زړه له تله مبارکي وايم، رب تعالى دې تاسې تل بريمن او د اسلام د رښتيني انځور وړاندې کولو په لارو چارو کې بريمن لري.

Exit mobile version