د سیمه ییز کنګل د ماتیدو وخت را ورسېد

خالق یار احمدزی

افغانستان که څه هم په وچه کې یو داسې پروت هیواد دی، چې هر وخت یې د خپلو ګانډیو هیوادونو د ناوړه سیاستونو له امله زیان لیدلی او د نړیوالو رقابتونو په منځ کې وخت پر وخت سوځیدلی، خو داسې یوه ارزښمنه جغرافیه هم لري، چې هم د اقتصادي اتصال څلور لاری ثابتیدای شي او هم د کرنیزو او ارزي ذخایرو له درکه د ځان بساینې په لور ګامونه اخیستلای شي.

تیرو لسیزو کې هر چا خپل وس وکړ، څو خپل ګوډاګیان را باندې واکمن کړي او د هغوی په مټ ، په یو نه یو ډول زمونږ ځمکنۍ خپلواکي پایمال او زمونږ ولسونه او شتمني د خپلو ناروا ګټو لپاره وکاروي؛ خو لله الحمد نور د هغو اوږدو شپو د ناوړه خوبونو لړۍ پای ته رسیدلې او پر افق مو مخلص او ژمن سپیده چاود راختلی او د روښانه ورځو د پیل څرک لیدل شوی دی.

تر نن که مونږ سره چا د رسميت پیژندنې نوم نه دی اخیستی، خو تعاملات ټول رسمي روان دي، نړیوال په تجارتي، اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې، افغان واکمن لوری د یوه مستقل دولت په څیر پیژني او د بدیل په توګه یې نه له چا سره د پردې تر شا او نه هم مخامخ خبرې کولای شي.

له حقوقي اړخه که وکتل شي، نو نړیواله رسمیت پیژندنه د کاملې دولتداري معیار دی، خو رسمیت یواځې سیاسي حرکت دی چې تر ډیره د دولتونو په ګټو ور څرخیږي او په نشتون کې یې هم هیڅ لوري ته کوم زیان نه اوړي.
د بیلګې په توګه: امریکا په ۱۹۳۴م کې د شوروي اتحاد په رسمیت وپیژاند؛ د چین کمونست حکومت، تر ۱۹۷۱م پورې ډیرو کمو هیوادونو په رسمیت منلی وه؛ خو په عدم رسمیت کې بیا هم نه د دوی پرمختګ له ودې پاتې شو او نه هم چا ورسره له سیاسي تعاملاتو نټه کوله.

پرون چې د اسلام آباد په کوربتوب د چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته ترسره شوه او په اقتصادي، سیاسي مسائلو، ترانزیټ او ګڼو نورو مواردو. کې کومې خبرې او هوکړې وشوې، تعاملات ټول پر یوه ښه آینده باندې ورټول وه.
هیواد مو که د سیمې لپاره د چوک حیثیت خپل کړ، بیا د نورو هیوادونو کرایي ډلې او استخباراتي شریر عناصر په هیڅ ډول نه غواړي، د خپلو اقتصادي او ترانزیټي ګټو لپاره دا ځای نا امن کړي، بیا به د افغانستان ثبات او ساتنه شریک مسؤلیت او ګډه لیوالتیا وي.

همداراز د سیمه ایز تجارتي او ترانزیټي اتصال په برخه کې چې اوس درې واړو لوريو په یوه ټغر کومه هوکړه کړې، د یادو درې واړو هیوادونو اړتیاوې وړاندې کوي.
سیمه ییز تجارتي او ترانزیټي اتصال د یو لار یو کمر بند پروژې، د کاسا ۱۰۰۰ او… پروژو کې عملي پرمختګ له چین او پاکستان سره له همداسې اړیکو پرته نا ممکنه ده.
په ټوله کې دغه ناسته د سیمه ییزې ملګرتیا او خپلمنځي تعهد یو ښه او مثبت اقدام وه، چې ټولو لوریو په څرګنده د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپلې ژمنتیاوې تکرار کړې.
افغانستان سره په امنیتي، تجارتي، انکشافي او سیاسي برخو کې پر همکارۍ ټینګار د اعلامیې غوښنه او مهمه برخه جوړوي چې ترې جوتیږي، نور د افغانستان په برخه کې د سیمې چالاکه ښکاریان مخ پر قابو کیدو دي.

د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې، د دریو واړو هېوادونو ترمنځ د تجارت، ټرانزيټ او وګړو ترمنځ تګ راتګ کې اساني راوستل؛ پر افغانستان د یو اړخیزو بندیزونو لرې کول او د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنې ترڅنګ ځینې مهم نقاط وه، چې په عملي کیدو سره به یې د سیمې په کچه په ټولو برخو کې د یوه ښه پرمختګ شاهدان واوسو؛ ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version