د سلطان صلاح‌الدین ایوبي په لښکر کې افغان مجاهدین

مولوي عبد الصمد شاکر

د سلطان صلاح الدین ایوبي سره د بیت المقدس په فتحه او د حطین په جګړه کې شریک او برخه وال افغان مجاهدین پیژنئ؟ ایا په فلسطین کې د افغانانو کلی در معلوم دی؟ افغانان او پښتانه د هغو صليبي جګړو د تاریخ لوستلو ته څه اړتيا لري، چې د عربانو او ترکانو په سیمو کې پېښې شوي؟ لاندې لیکنه د همدغو پوښتنو ځواب دی.

لنډ او عام ځواب دا دی، چې موږ ټول د مشترکو باورونو خاوندان او له یوه واحد برخلیک سره مخامخ امت یو. صليبي جګړو نه يوازې پر مسلمانانو منفي اغېزې پرېباسلي؛ بلکې د دې سیمې نور قومونه یې هم متاثره کړي آن د نړيوالو اړیکو او سیاستونو څرنګوالی یې ټاکلی.

تاریخ لیکونکي وایي، دغو اوږدو جګړو د شرق او غرب ترمنځ دومره ستره کنده کیندلې، چې که په ډکولو یې پیړی هم تیرې کړو بیا هم نه ډکيږي؛ نو داسې موضوع د یوې ځانګړې سیمې ستونزه ګڼل نه یوازې منطقي نه ده؛ بلکې خطرناكې پایلې هم درلودی شي.

خو تفصیلي او خاص ځواب دا دی، چې د اکثرو خلکو د گمانونو خلاف د صلیبي جګړو پر مهال افغانان يو بې پرې او منزوی قوم نه و؛ بلکې په بېلابېلو ډګرونو کې يې د صلیبیانو پر وړاندې مبارزې کړې دي، مثلاً لکه د تاریخ په کتابونو کې راغلي، د محمد بن منصور ابو سعد الهروي په نوم شخص، چې تقدير له دې سيمې بوولی او د دمشق د قاضي القضات په توګه يې ټاکلی و، دا لومړنی کس و، چې په لویه کچه او رېښتونې معنا يې د صلیبیانو پر وړاندې د مسلمانانو د ويده ځواک، یعنې «جهاد» د راویښولو هڅه وکړه او د غبرګون او پاڅون یوه نوې بڼه یې رامنځته کړه چې وروسته د ابن الخشاب په څېر کسانو دغه لار تعقيب او وغځوله.

ابو سعد الهروي تكړه ديني عالم ادیب، شاعر او جراره ویناوال و. د امیرانو او پاچاهانو په دربارونو او د عوامو په منځ کې به یې، چې د ورپېښ ناورین او ذلت په اړه خبرې کولې هیچا ته به یې د چوپ پاتې کېدو دلیل نه پریښوده. هغو مسلمانانو به چې د ده اغیزمنو خطبو ته ژړل؛ نو ده به ويل چې اوس د اوښکو وخت نه؛ بلکې د تورو او جهاد وخت دی شاعرانو به د ده له خطبو قصيدي جوړولې او په مسلمانانو کې د زين الإسلام به لقب مشهور شوی و.

خو افسوس! د خواشینی ځای دا دی، چې داسې ستر مشاهیر نن د هغوی په خپل قام کې څوک نه پیژني؛ نو هغه نوم ورکي افغان مجاهدین به څوک څه وپیژني چې د بيت المقدس د آزادولو په جګړو کې، په تېره بیا د حطين په برخلیک ټاکونکی غزا کې د سلطان صلاح الدين ايوبي ترڅنګ جنګېدلي، چې تر فتحې وروسته د بیت المقدس په شاوخوا کې ځمکې هم ورکړل شوي او ځينې کورنۍ یې لا تر اوسه هم هلته مېشتې دي او د افغانانو په نامه ياديږي.

د قدس شریف سویل لوېديځ لور ته د حي الأفغاني په نامه سيمه لا تر اوسه په همدې نامه ياديږي. د عثمانیانو پر مهال جوړه شوې زاویه چې یو کوچنی جومات هم لري لا هم د زاوية الأفغانية په نامه موجوده ده، چې ساتونکي يې لا تر اوسه له خپلو نومونو سره د «الأفغاني» كلمه ليكي.

صهیونستان له دې خلکو سره دومره کینه لري، چې په ۲۴/۱۲/۲۰۱۶ نېټه يې د عايشه الأفغاني په نامه ۳۴ کلنه ښځه په دې جرم په ۱۵ کاله بند محکومه کړه، چې چاړه ورسره موندل شوې وه.

د حطین په جگړه کې د افغانانو د جگړو په اړه اکثره روايتونه شفاهي دي. دا چې صلاح الدين ايوبي رحمه الله د بيت المقدس د ازادولو په جگړو کې پر ټولو مسلمانانو غږ کړی و؛ نو شواهدو ته په کتو په دغو جگړو کې د افغان جنگيالي قوم ونډه حتمي ښکاري؛ ځکه تر ننه هم که څوک فلسطین ته ورځي؛ نو د فلسطینیانو له خولې به د دي موضوع پخلي واوري، که څه هم کولی شو زياتي بېلگې وړاندي کړو؛ خو دلته به یې د نمونې په توگه يوازي يوې ته اشاره وکړو:

د محمد عزيزي په نوم د افغاني الاصله بریتانوي په خاطراتو کې لولو، چې کله نوموړی د بریتانوي او امريکايي مسلمانانو له يوي ډلې سره په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې له بريتانيې څخه د فلسطین اشغال شوو سیمو ته تللی، نو هلته يې د حطين په جگړه کې د افغانانو د ونډې په وجه تر نورو ملگرو زیات درناوی شوی او د هغو جگړو کيسې او د هغه دغه خاطرات یې پر ټولنیزو ادرسونو هم لوستلی شي.

له دې خبرو دا معلوميږي چې افغانان په شاماتو (د اسیا په سویل ختیځ کي هغه سيمو ته ویل کیږي، چې ننۍ سوریه، اردن، لبنان، فلسطین، قبرس، د تركيې ځيني سويلي سيمې او د مصر ختيځ په کې واقع دی) او نورو هغو سيمو کې ځلانده کارنامې لري، چې لا تر اوسه په مستقله توگه ندي څېړل شوي؛ نو اړتیا ده چې له خورو ورو سرچینو څخه یې معلومات راټول او وڅېړل شي، ترڅو بیا چاته دا پوښتنه پیدا نشي چې ولې باید هغه پېښې ولولو؟

ځکه په دې توگه به موږ هم له اسلامي امت سره د اړيکو او تعلقاتو په تاریخ خبر شوي یو، هم به زموږ پر وړاندې د ځینو غبرگونونو او دښمنیو په عواملو پوهېدلي یو او هم به د ځان پیژندنې او حللار موندنې په برخه کې یو بل باب پرانیستی وی؛ ځکه که چیرته اکثرو دریځونو، نویو تحولاتو او پېښو ته په محدوده توگه نه؛ بلکې په پراخ او ژور نظر وکتل شي؛ نو وبه لیدل شي، چې دغه اوسني حالات د زنځیر د کړیو په څیر له ډېرو لري تاريخي پېښو او حالاتو سره تړلي او بیا تر اوسه را غځېدلي او نور اړخونه یې پیدا کړي دي.

Exit mobile version