د ستر يهودي دولت د جوړولو پلان

وروستۍ برخه
طاهر احرار

فلسطين:
د اسرائيلو د هوايي بریدونو به درته څه وليکم؟
هغه انځوريزې صحنې چې په مطبوعاتو کې نشر کېږي، يهودان يې هم د ليدلو توان نه لري، همداشان عيسايان، ټول کفار، بلکې هېڅ انسان يې د ليدلو توان نه لري.
د اسرائيلو موخه دا وه، چې په دې وحشت سره به فلسطينيان له غزې مهاجر شي، د اسرائيلو د دولت مساحت به زيات شي او غزه به د اسرائيلو د مکمل کنترول لاندې راشي او پدې سره به د “لوى اسرائیل پروژه” کاميابه شي.
د همدې پلان لپاره اسرائیل او غرب لا ډېر پخوا تيارى نيولى وو، آن تر دې چې په عراق باندې برید او د صدام حُسين حکومت له منځه وړل، بيا هلته د داعشي خوارجو را پیدا کول، د سُني، شيعه جګړې، د سوريې نا آمنه کول بيا هلته په رقه کې د داعش دارالخلافة جوړول، دا ټول د يو ستر يهودي دولت د جوړولو د پلان برخه وه.
اسرائیلو له سوریې د جولان سيمه هم قبضه کړې، د مصر د سينا په دشته کې هم مداخله روانه ده، د لبنان خواته يې هم پريمانه ځمکې غصب کړي او د لبنان د سياسي وضعيت په ګډوډولو کې هم همدوى دخيل دي.
که د عرب حاکمانو همدغه حالت وي چې کُفري نړۍ په زغرده له اسرائیلو ملاتړ کولو او اسلحې يې ورکولې او عربو يوازې فلسطين ته کفنونه لېږل، مصر او اُردن ورته سرحدونه نه خلاصول، بعيده نه وه چې اسرائيل به خپلې موخې ته رسېدلی وى. خو فلسطيني شازلمو داسې قرباني ورکړه چې تاريخ به يې ياد وساتي او د ماشومانو معصومې وينې به رنګ راوړي.
فلسطينيان هوډ لري ترڅو چې له جنګ او بمباریو يو کس هم ژوندى پاتې شي له غزې به مهاجر نشي. ان شاءالله

(والله غالب على أمره)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version