په اصل کې د اسلام سپېڅلی دین له قربانۍ ډک دین دی. د اسلام ظاهري او باطني معنا دا ده چې انسان خپل ځان په بشپړه توګه د الله تعالی حکم ته وسپاري. د اسلام پیروانو ته تر ټولو لومړی دا سبق ورکول کېږي چې زه یوازې یو بنده یم؛ بندګي زما ویاړ دی، او باید دا ژمنه وکړي چې ټول عمر به د بندګۍ په حالت کې ژوند کوم. زما خپل هېڅ شخصي خواهش به نه وي، او نه به د خپل نفس غوښتنې عملي کوم. د الله تعالی د هر حکم د پلي کولو پر مهال به هېڅ خپلوان، مال، اړیکې او مینې خنډ نه ګرځي. کوم حکم چې راشي، بې له چون او چرا به یې د یوه ریښتوني غلام په توګه منم او عملي کوم، څو خپل ژوند د خپل رب په دربار کې تلپاتې او بریالی کړم.
خو د ذوالحجې په مبارکه میاشت کې چې د نړۍ ټول مسلمانان د قربانۍ کولو مکلف ګرځول شوي، دا قرباني ځانګړی رنګ او ځانګړې فلسفه لري. د دې قربانۍ شالید ډېر زړه راښکونکی او له عبرته ډک دی. په دې کیسه کې زرګونه درسونه نغښتي دي، او د الله تعالی د قدرت نښې په هر ګام کې ښکاري. دلته د کایناتو د خالق او د هغه د محبوبو بندګانو ترمنځ د راز او نیاز یوه ځانګړې نړۍ آباده ده. دلته د عشق، تسلیمۍ او سرښندنې داسې بېلګه وړاندې شوې چې تر قیامته به خپل ساری ونه لري.
دا قرباني په حقیقت کې د یوه ستر اول العزم پیغمبر او د هغه د ګران زوی د هغه ستر کارنامې یادګار دی، چې د الله تعالی د حکم په وړاندې یې د بشپړې تسلیمۍ بېسارې نمونه وړاندې کړه. قرآن مجید دغه پېښه په ډېر ښکلي او زړه راښکونکي انداز بیان کړې ده. د سورة الصافات له دې آیت څخه: «فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ» تر څو نورو آیتونو پورې دا داستان بیان شوی دی.
قرآن کریم داسې څرګندوي چې حضرت ابراهیم علیه السلام ډېر وخت اولاد نه درلود. له اوږده انتظار وروسته الله تعالی هغه ته حضرت اسماعیل علیه السلام د زوی په توګه ورکړ. ښکاره خبره ده چې اولاد خپله هم د محبت مرکز وي، او که له اوږده انتظار وروسته ترلاسه شي، نو مینه یې لا تر زړهبایلنې او ځانهېرونې پورې ورسېږي. همداسې حضرت ابراهیم علیه السلام له خپل زوی سره ډېره ژوره مینه لرله. اسماعیل علیه السلام ورو ورو لوی شو، تر دې چې د ځوانۍ مرحلې ته ورسېد؛ هغه وخت چې زوی د پلار مرستندوی شي او پلار له هغه څخه هیلې لري.
همداسې حساس وخت کې ناڅاپه الله تعالی حضرت ابراهیم علیه السلام ته په خوب کې حکم وکړ چې خپل همدغه ګران، ځوان او خوږ زوی قرباني کړي. ظاهراً دا ډېر سخت امتحان و، خو ځکه چې پلار یو عادي انسان نه و، بلکې د الله تعالی ستر پیغمبر و، نو بې له کومې پوښتنې سمدستي تیار شو. البته د زوی چمتو کول هم اړین و، نو هغه ته یې وویل چې ما ته داسې حکم شوی، ستا نظر څه دی؟
دا ډېر په زړه پورې پړاو و. پلار خو د الله حکم ومانه، خو دا احتمال موجود و چې زوی انکار وکړي. خو د الله تعالی کتاب ښيي چې زوی هم د تسلیمۍ بېسارې بېلګه وړاندې کړه. هغه وویل: «اباجانه! کوم حکم چې درته شوی، هماغه ترسره کړه، ان شاءالله ته به ما له صبرکوونکو څخه ومومې.»
یعنې له یوې خوا یې د الله د حکم پر وړاندې بشپړه رضا او تسلیم وښود، او له بلې خوا یې دا خپله کومه لویه لاسته راوړنه ونه بلله، بلکې هیله یې څرګنده کړه چې الله تعالی به یې د صبرکوونکو په ډله کې شامل کړي. په همدې ځای کې الله تعالی یو ډېر عجیب تعبیر کارولی دی: «فَلَمَّا أَسْلَمَا» یعنې کله چې دواړه تسلیم شول. حال دا چې هغوی خو مخکې هم مسلمانان وو. نو بیا د “اسلام راوړلو” مطلب څه و؟ مفسرین وایي چې دلته “اسلما” د الله تعالی د حکم په وړاندې د بشپړې رضا او تسلیمۍ معنا لري. مطلب دا چې کله د الله حکم راغی، نو نور نه شخصي غوښتنه پاتې شوه، نه د پلار او زوی د اړیکې لحاظ، او نه د نفس او شیطان وسوسو ته غوږ کېښودل شو.
روایاتو کې راځي چې شیطان په دې موقع درې ځله د هغوی د بېلارې کولو هڅه وکړه، خو پلار او زوی هر ځل هغه وشاړه او اووه ـ اووه کنکرې یې ورباندې وویشتلې. همدا یادګار تر نن پورې ژوندی ساتل شوی او حاجیان په هماغه ځای کې شیطان ته د کنکرو ویشتلو مکلف ګرځول شوي دي. کله چې د خبرې مرحله د عمل تر پړاو ورسېده، مهربان پلار خپل تر ټولو محبوب زوی د قربانۍ لپاره څملاوه. په روایاتو کې راغلي چې زوی خپله غوښتنه وکړه چې مخ یې لاندې واړول شي، څو د پلار شفقت د الله د حکم د عملي کولو مخه ونه نیسي. همداراز یې وویل چې جامې مې سمې راټولې کړه، څو د وینو څاڅکي پرې ونه لګېږي او مور مې ډېر غمجن نه شي.
الله تعالی دا صحنه داسې انځور کړې ده: «فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ». مفسرینو یې دوه معناوې بیان کړې دي؛ یو دا چې پر مخ یې څملاوه، او بل دا چې داسې یې پر اړخ واچاوه چې تندی یې د ځمکې خواته شو. کله چې د حکم د پلي کېدو وروستۍ شېبې راورسېدې، حضرت ابراهیم علیه السلام چاړه د خپل زوی پر غاړه کېښوده، خو د الله تعالی رحمت په جوش راغی. الله تعالی حضرت جبرائیل علیه السلام ته حکم وکړ چې په یوه شېبه کې اسماعیل علیه السلام لیرې کړي او پر ځای یې جنتي پسه کېږدي، څو د ابراهیم علیه السلام چاړه هغه حلال کړي. همداسې وشول.
دلته الله تعالی اعلان وکړ چې ابراهیم علیه السلام په امتحان کې بریالی شو. بیا یې ورته دا ستر ویاړ هم ورکړ چې تر قیامته به پرې سلام ویل کېږي، د هر نبي امت به ورته درناوی کوي او هغه به خپل پیشوا ګڼي. او دا یې هم وفرمایل چې ابراهیم زموږ له مؤمنو بندګانو څخه و. د حضرت ابراهیم علیه السلام دغه بشپړه تسلیمي الله تعالی ته دومره خوښه شوه چې تر قیامته یې د قربانۍ دا سنت ژوندی وساته. له دې څخه دا پیغام ورکول کېږي چې اصل کې باید هر انسان د الله تعالی په لار کې تر ټولو محبوب شی قربان کړي، خو الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د عظیم اطاعت له امله پر انسان رحم وکړ او د انسان پر ځای یې حیوان مقرر کړ، څو اساني وي.
مفسرین دلته یوه بله ډېره مهمه خبره هم کوي، هغه دا چې الله تعالی ته له پیله د اسماعیل علیه السلام ذبح مقصوده نه وه؛ اصلي موخه دا وه چې بنده د الله تعالی حکم بې له چون او چرا ومني او عملي یې کړي. د عقل او منطق ترازو ته دې نه وړاندې کېږي. حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهما السلام په همدې برخه کې د رضا او تسلیمۍ داسې بېسارې ریکارډ جوړ کړ چې بېلګه یې نه موندل کېږي.
نو ځکه نن هم د قربانۍ د حکم په اړه یوازې د عقل په ترازو کې تلل سمه لاره نه ده. دا ویل چې د قربانۍ پر ځای دې پیسې غریبو ته ورکړل شي او یا نورې داسې خبرې، د الله د حکم له فلسفې ناخبري او د تسلیمۍ له روحیې لرېوالی څرګندوي.
علماوو یې ډېره ساده بېلګه ورکړې ده: د مسجد الحرام په دننه کې د یوه رکعت لمونځ ثواب د سل زره لمونځونو برابر دی، خو الله تعالی د ذوالحجې په نهمه حاجیان د عرفات میدان ته د تلو امر کړی دی، حال دا چې هلته نه کعبه شته او نه کوم ځانګړی عبادت. که یو څوک یوازې د عقل له مخې فکر وکړي او ووایي چې زه به په مسجد الحرام کې پاتې شم او ټوله ورځ به طواف او نفل کوم، نو هغه به د ثواب پر ځای ګناه غوره کړې وي؛ ځکه ثواب یوازې په عمل کې نه، بلکې په هغه عمل کې دی چې الله تعالی پرې امر کړی وي.
نو د قربانۍ اصلي درس دا دی چې انسان خپله هستي، خواهشات او ارادې د الله تعالی حکم ته وسپاري. همدا د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهما السلام د دې سترې پېښې حقیقي پیغام او تلپاتې درس دی.
