د رسول الله په قومنده کې د احد غزا

ليکوال: قطب الدين مشال

کله چې په زر او زور مغروره کفار د هجرت په دوم کال د بدر په غزا کې، په شمار لږ خو په جهادي مينه مست مسلمانانو لخوا له حيرانوونکي او شرموونکي ماتې سره مخ شول، له همهغه وخته يې د غچ اور په زړونو کې بل و.

دا چې د قريشو مشرانو په بدر کې د مسلمانانو سرښيندنه او ميړانه ليدلې وه نو له همدې لامله يې دا ځل د عربو له نورور کافرو ټبرو هم مرسته وغوښته او د ابوسفيان د ميرمنې هنده بنت عتبه (هغه چې پلار يې په بدر کې ووژل شو) په ګډون ګڼ شمېر نوري ښځې يې هم تياري کړې وې ترڅو د جنګ په ډګر کې په سندرو او ټپو سره د خپلو جنګياليو غيرت لوړ او د انتقام جذبه تانده وساتي.

کفارو له ډيرو هلوځلو وروسته له درى زره (3000)څخه زيات د جنګياليو يو لښکر، چې د لمسونکو سندرو او ټپو لپاره يوشمېر ښځې، اوه سوه (700) زغرې، دوه سوه (200) آسان او درى سوه (300) اوښان يې لرل تيار کړ.

د حضرت محمد (ص) تره چې په مکه کې اوسيده، رسول الله مبارک ته د کفارو د دې ناپاکه ارادو او جنګي نفشې په اړه خبر ورکړ.

د کفارو لښکر د هجرت په درېيم کال د شوال پر پنځمه د پنجشنبې پر ورځ د احد دغره تر څنګ ځاى پر ځاى شو.

رسول الله مبارک هماغه ورځ او د جمعې پر شپه په مدينه منوره کې پاتي شو او د جمعې پر ورځ يې پوځي شورا جوړه کړه همداراز يې مشوره وغوښته چې د ځان د دفاع لپاره دلته په مدينه کې پاته کيږو او که له دښمن سره د مقابلې لپاره له ښاره بهر وځو؟

عبدالله بن ابي (په مدينه کې د منافقينو مشر) په ښار کې د پاته کيدو وړانديز وکړ، ځينو نورو سپينېږيرو هم دا وړانديز ومانه خو ځوانانو بيا له دې وړانديز سره مخالفت وښود او و يې ويل: (داسې دفاع كول دښمن لا نور هم ډاډه كوي او هغه وياړ، چې د بدر په جګړه كې مو لاس ته راوړى له لاسه وركوئ، دا د شرم خبره نه ده؟ چې زموږ جنګيالي، سرتېري په كورو كې كېني او دښمن ته اجازه وركړي ترڅو كور ته راننوځي. په بدر كې مو سرتېري تر نن ډېر لږ وو؛ خو بيا مو هم جګړه وګټله. موږ بې صبره د داسې ورځې په تمه وو چې اوس هغه ورځ خداى راوستې ده) او حضرت حمزه هم د ځوانانو په دې وړانديز ټينګار وکړ.

رسول الله مبارک ټول وړانديزونه واوريدل بالآخره مشوره په دې شوه چې د اسلام لښکر بايد له ښاره ووځي او په ميړانه له دښمن سره وجنګيږي.

رسول الله د جمعې لمونځ ادا کړ او په واعظ کې يې اصحاب کرام و سرښندنې او صبر و استقامت ته وهڅول.

کله چې ولاړو مجاهدينو، حضرت محمد (ص) په جنګي لباس کې له زغرې، توري، ډال، غشيو او نيزې سره وليد، دې نندارې مسلمانان ولړزول، جنګ ته يې لا په جذبه او تلوسه کړل.

رسول الله مبارک له زرکسيزه لښکر سره يوځاى د جنګ د ډګر په خوا حرکت وکړ خو د مدينې او احد په منځنۍ سيمه “شواط” کې د منافقينو د مشر عبدالله بن ابي په ګډون درى سوه (300) کسانو په دې پلمه له جنګ کولو ډډه وکړه او په شا وګرځېدل چې ولي د عبدالله بن ابي د وړانديز پر ځاى د ځوانانو و وړانديز ته ارزښت او اهميت ورکړل شو.

پاته اوه سوه(700) کسيزه لښکر د جنګ ډګر ته ورسيد.

د هجرت په درېيم کال د شنبې په ورځ په اووم د شوال چې د درويشتم مارچ 626 عيسوي سنې سره سمون خوري د مسلمانانو اوه سوه کسيزه لښکر د دښمن له لوى لښکر چې شمار يې له درى زره څخه زيات و، مخ شو.

يو عجيب پاروونکى منظر ده، د خداى رسول د خداى د دين د حفاظت او پراخي لپاره د خداى د لارې مجاهدين و توندې او سختې جګړې ته ننګوي او جنګي کرښې ترتيبوي؛ او بلې خوا ته د کفارو نجونې په خپلو مستو او شهوت پارونکو سندرو کې د خپلو ځانو ښايست و مستي بيانوي، د شيطان د لاري جنګياليو ته د ښه جنګ کولو په شرط د جنسي اړيکو وعدې ورکوي او د دوى مشر ابوسفيان جنګي صفونه ترتيبوي.

رسول الله د عبدالله بن جبير په مشري د مسلمانانو پنځوس کسيزه غشي ويشتونکي ډله د دفاع لپاره د همدې غره په يوه عينين نومي کنډو کې وګمارله او هدايت يې ورته وکړ؛ که مونږ جنګ وګاټه او يا مو هم بايلود خو تاسو به په هيڅ يو حالت کې هم له خپله ځايه نه خوځيږئ.

د کفارو مشر ابوسفيان هم د جګړې لپاره خپل جنګيالي ځاى پر ځاى کوي، د يوې ډلې مشر يې خالد بن وليد او د بلې ډلې مشر يې د ابوجهل زوى عکرمه وټاکه.

د جګړې له پيل مخکې رسول الله توره راواخيسته او د خپلو سرتېرو د ننګولو او لا په جذبه کولو لپاره يې وويل:
څوک شته چې د دې توري حق ادا کړي؟ د حضرت ابودجانه په ګډون ډيرو صحابوو د توري د اخيستلو هڅه وکړه خو رسول الله توره ابودجانه ته ورکړه.

ابودجانه سره پټۍ له سره تړلې وه چې يوې خوا ته يې پر ليکلي و، ( د الله کومک او فتح نږدې ده) بلې خوا ته يې پر ليکلي و، (په جنګ کې ډار د شرم خبره ده او څوک چې له سنګر تيښتي هغه بيا د دوزخ له اوره نشي تيښتيدلى).

ابودجانه له دې سرې پټۍ سره ډير ښکلى ښکاريده، د مغروره زمري په څېر مست ګرځيده او د رسول الله لخوا د توري په ورکړل شوي وياړ ډير خوشاله و، نوموړى ښه په غيرت وجنګيده، په همدغه توره يې د کفارو ډير نوميالي جنګيالي ووژل ان تر دې چې له سختو او ډيرو ګوزارو يې توره کږه شوه.

حضرت حمزه په يوه وخت په دوو تورو په دښمن توند خونړي بريدونه کول.

تاريخپوهانو د دې غزوې د تکړه مجاهدينو د غيرتي کارنانو په لړۍ کې د حضرت علي کرم الله د کارنامو يادونه هم کړې چې خورا ښه ځلېدلى.

په پيل کې مسلمانان ډير ښه بريالي وجنګيدل، د کفارو ډيرى جنګيالي يې ووژل چې له کبله يې کفار تېښتې ته اړ شول.

کله چې د احد د غره په عينين نومي کنډو کې د دفاع لپاره ځانګړي شوي پنځوس کسيزه لښکر د جنګ په ډګر کې د کفارو تېښته او د مسلمانانو برى وليد نو متأصفانه د رسول الله مبارک له امر يې ښکاره سرغړونه وکړه او د جنګ ډګر ته د مال غنيمت د ټولولو لپاره راغلل، له دوى څخه يوازي لس مجاهدين همهلته په کنډو کې پاته شول.

د خالد بن وليد (هغه وخت لا نه و مسلمان شوى) په مشري د کفارو يوه ګروپ دا ښه فرصت وګاڼه او له همهغه کنډو يې د مسلمانانو پر لښکر د شا لخوا بريد وکړ، دې بريد مسلمانان ډير سخت متضرره کړل، اويا مجاهدين شهيدان شول، رحمت اللعلمين حضرت محمد (ص) زخمي شو، غاښ مبارک يې شهيد شو او د رسول الله تره زړور صحابي حضرت حمزه بن عبدالمطلب هم شهيد شو.

د يادونې وړ ده، د احد په غزا کې د خدا پرست اسلامي سرتيري غازيانو په لاسو د کفر اوويشت شهوت پرست جنګيالي هم ووژل شول.

د احد له غزا يوه خبره ښه څرګنده شوه چې له جنګي نظم او د امير له امر څخه سرغړاوى په دروند زيان تمامېدلى شي، فلهذا پر مسلمانانو لازمه ده چې هر وخت د امير د امر بشپړ اطاعت وکړي.

غزوه احد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version