لیکنه: بشیرالله مخلص شینواری
نبی علیه السلام د وحی لپاره خپل کاتبان او لیکوونکی لرل، کله به چې کوم آیت یا کوم سورت نازل شو هغه به ېی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخامخ لیکلو. قرآن کریم ټول د نبی علیه السلام په وړاندی لیکل شویدی، همدارنګه به ېی نور رسمی او دعوتی او د ضرورت وړ لیکونه هم ورته لیکل. د نبی علیه السلام د کاتبانو په شمیره کې اختلاف دی. تردې چې د کاتبانو شمیره ۴۴ ته رسیدلی ده.
د نبی علیه السلام په زمانه کې به اکثره لاندی موضوعات لیکل کیدل.
1. د وحی لیکل
2. د خلکو د قرضونو او نورو معاملو لیکل
3. د زکات د مالونو لیکل
4. د غنیمتونو لیکل
5. د عهدونو، میثاقونو د صلحی د تړونونو لیکل
نو په همدی اساس د نبی علیه السلام کاتبان هم په مختلفو کټګوریو ویشل شوی وو. هغه چې صرف د وحی په لیکلو مامور وو،هغه چی رسمی مکتوبونه ېی لیکل، او بعضو به ورته شخصی مکتوبونه لیکلی، او ځینو به دعوتی لیکنی او رسالی ورته لیکلی.
هغه صحابه چې د وحی په لیکلو باندی مشهور شویدی په لاندی ډول دی:
1. عبد الله بن سعد بن أبي السرح القریشي العامري رضی الله عنه: دا اولنی کس وو چې نبی علیه السلام ته ېی په مکه کې لیکل وکړل، دا داسی وخت وو چې ډیر کمو خلکو لیکل کولی شو. نبی علیه السلام دی د وحی لیکلو لپاره مقرر کړ. خو لږ وروسته شیطان وښویولو او مرتد شو، کله چې مسلمانانو مکه فتحه کړه بیرته اسلام ته راوګرځید او سهی مسلمان شو بیا دوباره په همدی وظیفه فایز شو. په ۳۶ هجری کال کې وفات شویدی.
2. دریم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه: دا د هغه مبارکو صحابه کرامو له جملی څخه وو چې نبی علیه السلام ته به ېی وحی او نور مکتوبات لیکل. په ۳۵ هجری کال کې وفات شویدی.
3. څلورم خلیفه علی بن ابی طالب کرم الله وجهه: دا هم د هغه مبارکو صحابو څخه وو چې نبی علیه السلام ته به ېی وحی لیکله او زیات د تړونو او معاهدو د لیکلو ویاړ هم د دې جلیل القدر صحابی په برخه دی. په ۴۰ هجری کې وفات شوی دی.
4. ابی بن کعب الانصاری رضی الله عنه: کله چې نبی علیه السلام مدینی ته هجرت وکړ نو اولنی کس وو چې نبی علیه السلام ته ېی لیکل وکړل. او نبی علیه السلام ته ېی ډیر مکتوبات او رسالی لیکلی دی. او په سید القراء (د قاریانو سردار) باندی ملقب وو. په ۳۰ هجری کې وفات شویدی.
5. زید بن ثابت الانصاری رضی الله عنه: دا دهغه صحابه کرامو څخه وو چې همیشه به ېی نبی علیه السلام ته لیکل کول چې د ډیر کثرت له امله بخاری رحمه الله په خپل کتاب کې دده د تسمیی سره کاتب وحی لفظ هم لیکلی دی. په ۴۵ هجری کال کې وفات شویدی.
6. معاویة بن ابی سفیان رضی الله عنه: پلار ېی د نبی علیه السلام څخه وغوښتل چې دې د ځان سره د کاتب په صفت ونیسی هماغه وو چې بیا د نبی علیه السلام سره وو، وحی او نور مراسیل او مکاتیب به ېی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته لیکل. په ۶۰ هجری کال کې وفات شو.
دا شپږ صحابه د وحی او نورو مکتوبونو رسمی کاتبان وو، او د دې دا معنی نده چې نورو صحابه کرامو به وحی نه وی لیکلی، د دینه علاوه نورو اصحابانو لکه ابوبکر، عمر او ابن مسعود رضی الله عنهم هم قرآن کریم لیکلی خو هغوی ته نبی علیه السلام د لیکلو امر نه وو کړی لیکن هغوی به د خپل ځان لپاره لیکلو.
هغه کاتبان چې دعوتی او دخلکو د ضرورت لپاره ېی لیکنی کولی په لاندی ډول دی:
1) ابو بكر صديق رضي الله عنه.
2) عمر بن الخطاب رضي الله عنه.
3) حنظلة بن الربيع رضي الله عنه چې خلکو به “كاتب” باله.
4) زبير بن عوام رضي الله عنه.
5) خالد بن سعيد بن العاص رضي الله عنه.
6) ثابت بن قيس بن شماس رضي الله عنه.
7) المغيرة بن شعبة رضي الله عنه.
8) معاذ بن جبل رضي الله عنه.