د رسول الله صلی الله عليه وسلم وروستۍ ويناوې

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وفاته مخکې حجة الوداع و او له هغه وروسته دا آيت نازل شو: [اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتی ورضیت لکم الاسلام دينا] المائده ۳ ایت.
ژباړه: نن ما تاسو ته ستاسو دین بشپړ کړ او په تاسو مې خپل نعمت پوره کړ او ستاسو له پاره مې اسلام د دین په توګه (د تل له پاره) خوښ کړ.
ابوبکر صديق رضی الله عنه چې دا آيت واورېده نو ويې ژړل. صحابه کرامو رضی الله عنهم ورته وويل: «ولې ژاړې دا آيت هم د نورو آياتونو په څېر دی چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی؟» نو ابوبکر صديق رضی الله عنه وويل: «دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رحلت خبر دی».
نبي کريم صلی الله عليه وسلم چې له حجه راستون شو، له وفات کېدو (۹) ورځې وړاندې یې د قران کريم دا وروستنی آيت نازل شو: [واتقوا يوما ترجعون فيه الی الله ثم توفی کل نفس ما کسبت وهم لا یظلمون] البقره ۲۸۱ ایت.
ژباړه: او له هغې ورځې وډار شئ چې ټول په هغه کې الله ته ورګرځول کیږئ بیا هر شخص ته هغه څه پوره پوره ورکول کیږي چې ده کړي او له هغوی سره ظلم نه کیږي.
په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې چې د درد نښې ښکاره شوې، نو ويې ويل: «غواړم چې د احد د شهيدانو زيارت وکړم». بيا د احد شهيدانو ته ورغی او د هغو قبرونو ته ودرېده او ويې ويل: «السلام عليکم يا شهداء أحد، أنتم السابقون وانا ان شاء الله بکم لا حقون، وانی ان شاء الله بکم لاحق». اې د احد شهيدانو پر تاسو دې سلام وي، تاسو مخکيني ياست او مونږ هم درتلونکي يو او ان شاء الله زه تاسو سره يوځای کېدونکی يم. د احد د شهيدانو له زيارته د راستنېدا په لاره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم وژړل.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم کور ته را وګرځېده. له وفاته درې ورځې مخکې يې دردونه سخت شول، د حضرت ميمونې رضی الله عنها په کور کې و، نو ويې ويل: «مېرمنې مې راغونډې کړئ». مېرمنې يې راجمع شوې، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا ما ته اجازه کوئ چې زه رنځورتيا د عايشې په کور کې تېره کړم؟» هغو ټولو وويل: «يا رسول الله زمونږ اجازه ده». بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د پاڅېدو اراده وکړه، خو و نه توانېده. نو حضرت علي کرم الله وجهه او فضل بن عباس رضی الله عنهما پورته کړ او د حضرت ميمونې رضی الله عنها له خونې څخه يې د حضرت عايشې رضی الله عنها حجرې ته يووړ. صحابه کرامو رضی الله عنهم په لومړي ځل هغه دارنګه وليده.
صحابه کرامو په ډېر خپګان سره پوښتنې پېل کړې: په رسول الله صلی الله عليه وسلم څه وشول؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ولې داسې شو؟ نو خلک په نبوي مسجد کې راغونډ شول، جومات ډک شو او په ده ګڼه ګوڼه زياته شوه، نو له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه خولې څڅېدل شروع شول. حضرت عایشه رضی الله عنها وايي: ما په خپل ژوند کې هيڅوک نه دی ليدلی چې دومره زياتې خولې دې دارنګه ترې بهيږي.
نوموړې وايي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم لاس مې را واخيست، په هغه مې د ده له مخه خولې وچولې، ځکه د هغه لاس زما له لاسه ډېر عزتمن او خورا ښه خوشبویي کوونکی و. هغه وايي: ما له هغه څخه اورېدل چې ويل يې: «لا اله الا الله، ان للموت لسکرات» يعنې الله يو دی بل معبود نشته، بېشکه مرګ سختۍ لري.
عايشه رضی الله عنه وايي: په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې د خپګان او زړه سوي له امله په نبوي مسجد کې خبرې زياتې شوې، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل: «دا څه دي؟» بيا صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل: پر تا باندې ويريږي. نو ويې ويل: «ما هغو ته ور وړئ».
او دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم وروستۍ خطبه او د هغه اخرنۍ خبرې وې. نبي عليه السلام وويل: «اې خلکو! لکه چې پر ما باندې ډارېږئ؟» هغو وويل: «هو، يا رسول الله صلی الله عليه وسلم!» نو ده وويل: «اې خلکو! له ما سره ستاسو د وعدې ځای دنيا نه ده، له ما سره ستاسو د وعدې ځای حوض کوثر دی. په الله جل جلاله قسم، لکه چې زما له دې ځايه زه هغه ته ګورم.
اې خلکو! زه په تاسو باندې د نېستۍ له امله نه ډارېږم، خو زه پر تاسو باندې د دنيا په اړه وېرېږم، تاسو سيالۍ پېل کړې لکه څنګه چې مخکينيو په هغه کې سيالي کوله، نو تاسو به هلاک کړي، څنګه يې چې هغوی تباه کړل».
بيا يې وويل: «له تاسو څخه لوړه اخلم چې: تاسو به د لمانځه ساتنه کوئ. دا خبره يې بيا بيا تکراروله، بيا يې وويل: «د ښځو په هکله له الله جل جلاله څخه ووېرېږئ، د ښځو په باره کې له الله جل جلاله څخه وډار شئ، تاسو ته د ښځو اړوند د خير ښېګڼې وصيت کوم». بيا يې زياته کړه: «اې خلکو! چې الله جل جلاله يو بنده ته د دنيا او د الله جل جلاله په وړاندې چې څه دي، د هغه اختيار ورکړ، نو هغه (بنده) هغه څه چې له الله سره دي، غوره کړ».
نو د ده د دې جملې په مقصد هيڅوک هم پوه نشو او د ده مقصد خپل ځان و. يوازې ابوبکر صديق رضی الله عنه و چې په دې جمله پوه شو، نو په ژړا يې پېل وکړ او اواز يې لوړ شو او ودرېده او ويې ويل: پلرونه مو تر تا قربان، ميندې مو تر تا ځار، اولادونه مو تر تا قربان او مالونه مو تر تا ځار او مېرمنې مو تر تا قربان شه…! له منبره راکوزېدو مخکې رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانانو ته دعا شروع کړه لکه چې د دوی لپاره د ده دا وروستۍ دعا وي، ويې ويل: «الله جل جلاله دې ځای درکړي، الله جل جلاله مو وساته الله مو پښې ټينګې کړه، الله جل جلاله مو ملاتړ وکړه».
او دا يې وروستۍ خبره وه، چې لا له منبره نه و راښکته شوی او دا خبره اُمت ته متوجه وه. (اې خلکو! زما له لوري په هره هغه چا سلام وواياست چې زما پېروي کوي، آن د قيامت تر ورځې پورې). او بيا يې بېرته رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل کور ته يووړ او کله چې دی (نبي کريم صلی الله عليه وسلم) هلته و، عبدالرحمن بن ابوبکر صديق رضی الله عنهما راننوت، په لاس کې يې مسواک و، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته کتل کتل، خو د ناروغتيا د سختي له امله يې نه شو ترې غوښتلی.
حضرت عايشه رضی الله عنها پوه شوه، مسواک يې له عبدالرحمن څخه واخيست او د نبي عليه السلام په مبارکه خوله کې يې کېښود خو هغه و نه توانېده چې ويې وهي، بيا يې هغه بېرته ترې واخيست.

ليکنه: عباس عابد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version