د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! پنځلسمه برخه

أبو ریان حمیدي

د بدر له غزا اخیستل شوي درسونه:

د بدر ستره غزا د اسلام د ضخیم تاریخ د غزاګانو په باب کې یو روښان او زرین فصل دی، دغه غزا د مسلمانانو د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ارتقاء یوه پیلامه وه، چې هم یې په سیمه کې وجاهت پیداکړ، هم یې خپل دښمن (قریش) له سخت منطقوي انزوا سره مخ کړل.

دغه غزاء په ګڼ شمېر داسې پندونو او عبرتونو مشتمله ده، چې پرې پوهه د هر مسلم مکلفیت دی، ویلای شو چې د قتال په باب کې یو اړین مصدر او منبع ده، چې باید هر مسلمان ترې مستفید شي، دغه درسونه د لاښه انسجام او ترتیب له امله دوو بابونو ته ویشو.

لومړی باب: د غزاء له پیله تر نښتې پورې؛ په باب کې د اسلام د لښکر له خروجه تر نښتې پورې هغه موارد را مختصر کوو چې امت ته مفید درسونه پکې پراته دي.

دوهم باب: له نښتې نیولې تر پایه پورې؛ په دې باب کې له نښتې وروسته تر پایه پوري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپېڅلي منهج او تګلارې څخه را مستفاد درسونه تحلیلوو.

لومړی باب: له پیله تر نښتې:

۱:- دمسلمانانو موخه د قریشو تجارتي کاروان و، خو د متعال رب د فیصلې په اساس قافله وژغورل شوه، او مؤمنان د لښکر سره مخ شول، چې په ترڅ کې یې هم بریا، هم غنیمت ترلاسه کړل، له دې څخه دوه شیان استنباط کېدای شي:

الف: د محاربینو کفارو مالونه محترم نه دي، یعنې مسلمانان کولای شي لاس ته یې راوړي، او دغه مهال د مسلمانانو ملکیت ګرځي، د بدر دغزاء لامل د قریشو قافله وه، چې مکې ته روانه وه، د مکې قریش دغه مهال محاربین ول، په دې سربېره دوی د مهاجرینو مالونه او باغونه غصب کړي ول، نو مهاجرینو حق درلودل، چې د خپلو مالونو په بدل کې د قریشو تجارتي کاروان لوټ کړي.

تر څو په دغه ایتونو عمل راشي: [وجزاء سیئة سیئة مثلها] سورة الشوری [۴۰]، [فمن اعتدی علیکم فاعتدوا علیه بمثل ما اعتدی علیکم] سورة البقرة [۱۹۴]، نو که څوک د جهالت یا تعصب له امله مسلمانان ملامت ګڼي، هغه به له واقعیت لري وي.

ب: د لښکر په بریا کې د کمیت پر ځای کیفیت اړین دی، د مکې لښکر پوځي قوت درلود، آسونه، زغرې، افرادي قوت او هره ورځ یې اوښان حلالول، خو د مدینې لښکر نه یوازې دا چې افرادي قوت یې کم و، بلکې په نس هم نه ول ماړه، خو داچې د اسلام د علو، او سپېڅلي شهادت لپاره جنګېدل نو یو قسم اطمینان ورته حاصل و، ځکه هم یې بریا اختر و، هم یې شهادت اختر و.

۲:- دا غزاء امت ته دا درس ورکوي، چې که کوم سالار د کفر په وړاندي د جنګ اراده لري، نو باید استخباراتي سرچینې پراخې، پیاوړې او فعالې وساتي، تر څو د دښمن حرکات او پلانونه وڅاري، همدا راز د هغوی د ځواک په اړه مسلمانانو ته خبر ورکړي، تر څو مناسب تیاری ورته وشي.

۳:- په دې غزا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره د مشورې اهمیت ته ځانګړې اشاره کوي، هغه په دې سربېره چې پیغمبر هم و، اجتهاد یې له خطاء څخه محفوظ و، د خطاء پر مهال یې متعال رب بیرته اجتهاد ورتصحیحول، خو بیا یې هم د خپلو ملګرو سره مشوره کوله، او د هغوی نظرونه یې اخیستل، درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارک عمل یوازې تر همدې غزوې ندی محدود، بلکې تل به یې له خپلو ملګرو سره مشوره کوله.

نو ویلای شو، هغو مواردو کې چې په اړه یې نص (قران او سنت) نه وي راغلي، د تدبیر، پلان جوړونې او شرعي سیاست اړوند وي، نو باید د خپلو ملګرو، او هم مسیرو خلګو نظرونه واورېدل شي، البته که نص په کوم مورد کې راغلی وي، بیا هلته مشورې ته ځای نشته، باید د نص په مقتضی عمل وشي.

۴:- دښمن باید په هر مجال کې وځپل شي، په اقتصادي، سیاسي، تبلیغاتي او پوځي ډګرونو کې باید مبارزه ورسره وشي، تر څو له خپلې باطلې لارې منحرف شي.

دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تجارتي کاروان په نښه کوي، داکه له یوې خوا د قریشو د هغو عکس العملونو بدل وي، چې دوی د اسلام په وړاندي وخت ناوخت څرګندول، له بلې خوا د دوی په وړاندي اقتصادي جنګ هم دی، ځکه دې قافله کې د ټولو مشرکینو ډېر ډېر اموال منتقل کېدل، نو دوی له یوې شدیدې اقتصادې ضربې سره مخ کېدل، چې همدا د جنګ او له کفارو سره د جهاد موخه هم ده.

نو د کفارو په وړاندې د اسلام له انکار وروسته په هر مجال کې جګړه، او خپل نفوذ ساتل لازم دي، ترڅو جګړه په بریالۍ توګه مدیریت شي، او دښمن له هرې خوا وځپل شي.

Exit mobile version