د دوحې او که د حديبيې تړون

مفتي حماس انقيادي

حریت او آزادي د هر وګړي مسلم حق دی، استقلال او خپلواکي هغه ارمان دی، چې ملتونه يې د ګټلو لپاره حتی پیړۍ پیړۍ سرونه او مالونه نذرانه کوي.

د اسلام دین هم د حریت او استقلال درس ورکوي، د افغانستان د اوسني حالت او د حریت استقلال د ګټلو لپاره او د دوحې تاريخي تړون په اړه اوس هم د ډیریو په اذهانو کې دا شکوک او شبهات شته چې یاد تړون پټ ضمایم لري.

د پټو ضمايمو په اړه د .ا.ا لوړ پوړو چارواکو لکه شهاب الدين دلاور او مجاهد صاحب په دې اړه ډير وضاحتونه کړې چې کوم مواد د کاغذ پر مخ ليکل شوي، نشر شوي له هغو ماسيوا د تړون په موادو کې داسې څه نشته چ هغه دې د جهاد، قربانۍ او ياد د هيواد او اولس په زيان تمام شي، مشکوك اشخاص دې مطمئن اوسي.

يوه ډله تور پورې کوي چې د یاد تړون له مخې د امارت حقانیت له مېنځه لاړ.
لکه څرنګه چې د افغانستان غيور اولس د لسم حوت ورځ په خوشالي لمانځي د وياړ ځای دی او دا څرګندوي چې د امارت حقانيت په دوه چنده شو، نه له خپلي برحقي دعوي پښيمان شو، نه اسلام ور تير شو، نه يې د چا پر سر معامله کړه او نه يې پر چا د وطن لويشت خاوره څه چې ګرد يې هم پر چا خرڅ نکړ.

بعضي خلك وایي چې طالبان د تفاهم ژبه نلري او یو جنګي جریان دی.
طا.لبان‌په تير يو نيم کال کې خپلو ژمنو ته کلک او وفادار پاتې شول، نه يې له تړون سر غړونه وکړه او نه يې څوك يو نقض د نمونې لپاره پيش کوی شي چې طالبان دې د دوحې تړون نقض نقض کړي وي.
طالبان اوس هم د دوحې تړون ته وفادار او ژمن دي، حال دادی چې مخالف لوري امريکايانو په بار بار ځلې د تړون خلاف ګامونه پورته کړي خو امارت په خپل ايماني دريځ کلک او ثابت ولاړ دی.

که يو څوك د تعهد په نوم څه زدکړه کوي د دوحې تړون په اړه د اسلامي امارت تګلاره او پاليسي دې تعقيب کړي پوه به شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version