د داعش په وړاندې داسلامي نړۍ مسؤليت | لومړۍ برخه

#image_title

طاهر احرار

 

الله جل جلاله فرمایي: (واتقوا فتنة لا تصيبن الذين ظلموا منکم خاصة)

ژباړه او تفسير: ووېرېږئ د وبال د هغې فتنې څخه چې صرف وبال به ظالمانو ته ونه رسېږي، بلکې چپ پاتې کېدونکي به هم په دغه وبال کې شريک وي.

 

د حضرت عثمان ذوالنورین رضی الله عنه د شهادت څخه وروسته فتنو سرونه راپورته کړل، ځيني فتنې د راپورته کېدو سره سم له منځه ولاړې او ځيني نورې بيا د حاکمانو، امیرانو او چارواکو له نرم چلند څخه په استفادې تر ډېره وخته پاتې شوې، نه يواځې دا چې خلک ګمراه شول بلکې په دنيوي لحاظ قتل و قتال و غارت له وجې په لکونو مسلمانان متأثر شول.

 

د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت نه وروسته يوه ورځ حضرت عبدالله بن زبير رضی الله عنه منبر ته پورته شو او دغه پورتنى ايت شریف يې تلاوت کړ، بيا يې زښت زيات وژړل او ويې فرمايل چې موږ خو په عهد نبوي صلی الله علیه وسلم کې دغه ايت تلاوت کاوه خو نه پوهېدو چې همدا موږ به د داسې فتنې ښکار شو او په دغه وبال کې به شريک شو.

 

د دې حدیث مبارک مطلب دا دى چې هغه خلګو چې د حضرت عثمان د شهادت د فتنې په بندولو کې يې خپل وس او توان استعمال نکړ، په وبال کې شريک دي.

 

راځئ! د فتنو په دغه وخت کې خپلو ذمه داريو او مسؤلیتونو ته متوجه شو، چې په دغه پر فتن دور کې زموږ مسؤليت څومره او څه دی!؟

 

حضرت اسماء بنت ابي بکر رضی الله عنهم د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي، فرمايي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زه به په حوض کوثر ولاړ وم او تاسې ته به اوبه درکوم چې سيراب شئ، زما امتيان به ماته رانږدې شي، په دغه وخت کې به څوک راشي او زما د مخې نه به خلګ لېرې کړي، زه به ورته آواز وکړم چې اې خلګو دا زما امتيان دي، ولې مو له اوبو څخه محروم کړل!؟

 

غږ به وشي، اې دالله رسوله! آيا ته خبر نه يې چې دوى ستا څخه بعد په خپله زمانې کې څه کړي دي!؟

 

اې د الله رسوله! دوى له دين په شا او مرتد شول. ابن ابي مليکة رضی الله به له لمونځ وروسته دعا کوله: اې الله موږ پنا غواړو چې مرتد شو او يا په فتنه کې راګیر شو.

 

محدثين حضرات فرمايي: چې دين ته شا کول دا مانا چې د دين څخه غلط تعبير وکړل شي او خلګ ترې متنفر کړای شي او په فتنو کې د راګېرېدو دا مانا چې د فتنو په وخت څوک خاموش پاتې شي او فتنه دفع نکړي.

 

د فتنې دفع له عادي خلګو شروع تر امیرانو پورې د هر عاقل و بالغ مسلمان مسؤليت بلل کېږي.

 

ادامه لري…

هرماس الافغاني
Exit mobile version