د داعش په نامه وبا (طاعون) لومړۍ برخه

#image_title

ښايي په تېرو زمانو کې له امت سره شوي خيانتونه په قاموس کې شامل نه شي خو هغه څه چې اوس په شلمه پېړۍ کې پښېږي کې د ټولو تاریخپوهانو په ژبه دي.

څه د پاسه سل کاله کېږي چې میلیاردونه امت د اسلامي خلافت او قرآني حکومت له ړنګېدو وروسته خوشحاله ورځ نه ده لیدلې او کله چې یې له ټولو ستونزو څخه د خلاصون پرېکړه کړې نو ځینو کسانو یې په دغه آزادۍ کې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ لاسوهنه کړې ده.

څه د پاسه یوه لسیزه مخکې کله چې د اسلامي خاورو په کونجونو کې د مجاهدینو ویاړ او ځواک یو ځل بیا را پورته شو، په سوریه او عراق کې د فتحې او بري غږونه لوړ شول او د اسلام بیرغ د مجاهدینو په اوږو د اسرائیلو پولې ته نیږدې په څو کیلومترۍ کې پورته شو، ناڅاپه د لويديځ د استخباراتو پروژه “داعش” د اسلامي تحريکونو په منځ کې د طاعون په څېر راښکاره شوه او ناڅاپه د مجاهدينو د ځواک د کمزوري کولو لپاره ډګر ته راووتل.

د داعش هغه څېره چې له ۲۰۱۴ کال وروسته ښکاره شوه د پخوا په پرتله یې ډېر توپیر درلود؛ ځکه مخکې له دې چې ابوبکر البغدادي خپل خلافت اعلان کړي، له اهل سُنتو سره یې خپله کرکه او کینه پټ ساتلي وو، چې په حقیقت کې یې مثال داسې وو، لکه د پسونو په جامو کې لیوه.

د دولت د اعلان نه مخکې دوی له مجاهدينو سره په ډېرو محاذونو کې يو ځای وو، چې اکثره وخت دې ګمراه فرقې د مجاهدينو له ناپوهۍ (ناخبرۍ) ناسمه ګټه پورته کوله او په لسګونه غوره ځوانان يې په شهادت ورسول.

هرماس الافغاني
Exit mobile version