د داعش په خلافت کې د ماشومانو د کارولو لاملونه! درېيمه برخه

فرهاد فروتن

#image_title

۲-: د افراطي نسل روزنه؛

د داعش تکفیري ډله د افراطي نسل روزنه یوازې خپله یوه تاکتیکي ستراتیژي نه بولي، بلکې دا یې یو ستراتیژیک ضرورت ګڼلی دی، دغه ډله پر ماشومانو د پانګونې په مټ هڅه کوي چې خپله ایډیالوژي د زمان او مکان تر محدودیتونو پراخه کړي.

ياده ډله ماشومان د “خلافت اصلي میراث‌داران” ګڼي او هڅه کوي چې افراطي باورونه د هغوی د هویت یوه برخه وګرځوي، هرکله چې افراطیت د نوي نسل په وینه ګډ شي، نو بیا به له هیڅ ډول وحشت څخه ډډه ونه کړي.

له دې امله چې ماشومان د لویانو په پرتله ډېر تأثیرمنونکي دي او د دوامداره تعلیم په مټ وفادارو او انعطافي ځواکونو ته بدلېږي، داعش تل په دې موضوع زیات او بې‌ساری ټینګار کوي، له ماشومتوبه د ماشومانو روزنه دا په ډاګه کوي چې هغوی په راتلونکي کې پرته له زیاتو هڅو په اتومات ډول د داعش ډلې په جوړښتونو کې ځای موندلاى شي.

هغه ماشومان چې د داعش تر روزنې او ملاتړ لاندې دي، په داسې چاپېریال کې لویېږي چې دا تکفیري ډله د خپلې دویمې کورنۍ او د یوازیني امنیت او هویت د سرچینې په توګه پېژني؛ له همدې امله، حتی که داعش مات هم شي، دغه ماشومان بیا هم د دغې ډلې د تکفیري ایډیالوژۍ احتمالي ملاتړي پاتېږي.

افراطي ماشومان ډېر په آسانۍ سره د ځانمرګو بریدونو، جاسوسۍ یا قاچاق په عملیاتو کې کارېدلی شي، ځکه پر دوی د لویانو په پرتله لږ شک کېږي، له همدې امله دوی ژر او په اسانۍ سره خپلې موخې ته رسېدلاى شي.

که مو لږ پام کړی وي داعش ډله ماشومان “اشبال الخلافة” یا “د خلافت زمريان” بولي او هغوی د خپل حکومت د راتلونکي په توګه یادوي، دغه اصطلاح داسې طرحه شوې چې ماشومان نه یوازې جنګیالي، بلکې د داعش د افتخار او ایډیالوژۍ سمبول معرفي کړي.

د “اشبال الخلافة” اصطلاح داعش تروریستي ډله د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د معرفي کولو لپاره کاروي چې د دې ډلې تر ایډیالوژیکو او نظامي روزنو لاندې وي، له کومه ځايه چې د دغو ماشومانو ماشومتوب له جګړو او کرکې سره تعریف شوی دى، نو ډېری وخت له عادي ټولنو څخه جلا پاتې کېږي او داسې هویت خپلوي چې په بشپړ ډول له داعش سره تړلی وي.

داعش له ماشومانو څخه د تبلیغاتي او نظامي وسیلو په توګه د کارولو په مټ هڅه کوي چې د را روانو نسلونو لپاره یو داسې راتلونکی جوړ کړي چې پر افراطیت او تاوتریخوالي ولاړ وي، دغه سیاست نه یوازې د ماشومانو د حقونو څرګنده ضياع ده، بلکې د نړیوال امنیت لپاره ژورې او ویجاړونکې پایلې له ځانه سره لري.

هرماس الافغاني
Exit mobile version