د داعش په اړه نا لیدل شوي حقايق

دویمه برخه

طاهر احرار

 

يهود او نصارى د چا سره ملګرتيا نکوي، د هغوى د ملګرتيا مقصد يواﺯي خپل موخې ته ځان رسول وي. له ډېرو خلکو څخه غرب استفاده وکړه، او بيا يې پرېښودل تاسې د دې خبرو شاهدان ياست. نن به دا وګورو چې غرب او يهودانو په ګډه څرنګه بغدادي د ځان په ګټه استعمال کړ، څومره هغه د غرب او د يهودو ګټو ته ژمن وو، د هغوى لپاره يې څومره بې ګناه مسلمانان شهيدان، کونډې، بورې، يتيمان او معلول کړل. راځئ د به دوين ميډسن د ليکنې په يوه بله برخه کې یې وګورو.

 

د موساد، CIA, M-16 په ګډه جاسوس “البغدادي”.

داسې روښانه (معلوم) شواهد شته چې په کلکه ثابتوي، چې د عراق د اشغال په وخت کې د امریکا پر نوم دُښمن البغدادي د M-16 ,CIA موساد لپاره پټ استخباراتي خدمتونه کول.

يو اسراييلۍ ورځپاڼې هارټز راپور ورکړ، چې په اول کې اسرائيل له داعش ډارېدل او سيلانيانو ته يې کيمرې او دوربېنونه ورکول، تر څو د جولان له غرونو د قنطيره په دره کې د جنګ راپور ورکړي.

اسرائيل اړ شول تر څو د داعش سره په داسې شکل معاهده وکړي، چې ګواکې اسرائيل د بشارالاسد پر خلاف د دوى سره کومک کوي،

خو ورته معلومه شوه چې: البغدادي اصلي نه بلکه جعلي دى!

نو رابطه يې ورسره جوړه کړه،

او داسې تعهد يې ترې واخيست، چې داعش به د سوريې د رژيم سره د اسرائيلو پولو ته نږدې جګړه نه کوي او د اسرائيلو د سرحداتو ساتنه به کوي.

هارټز ﺯياتوي چې بغدادي د IDF (د اسرائيلو سرحدي ځواک ) تر سخت فشار لاندې وو او په سوريه کې د داعش ټول عمليات د موساد په خوښه او د هغوى تر کنټرول لاندې ترسره کېدل.

 

د CIA يوه بله ډرامه !

 

AbuBakr al-Baghdadi, or“AlBaghdadi,”released audio statements claiming that he is the new

caliph of the Islamic State, that he would march on Rome to conquer the Mediterranean region,

including all of Spain and Italy for his caliphate, and that he will kill Russian President Vladimir Putin and Pope FrancisI. There are elements in Wall Street and in the powe rcenters of Washington,

London,and Jerusalem that would not have minded at all if Putin and the Pope were“eliminated,”

and if it were done by ISIL, so much the better for Western globalizationplans.

 

ناڅاپه د بغدادي يو غږيز پيغام نشر شو، چې هغه د اسلامي دولت نوى خليفه دى.

هغه به تر ايټاليا، اسپانيا او د مدېترانې د نورو هېوادونو د فتح کولو لپاره روم ته حرکت وکړي.

هغه به ويلاديمير پوټين او پاپ فرانسيس قتل کړي.

د واشنګټن لندن اسرائيل په مرکزونو کې داسې خلک هم وو، چې هغوى دا شان فکر نه کولو خو بيا يې هم فکر کولو که پوټپن او پاپ ووژل شي، نو نړۍ به يو اړخه شي، کوم چې د غرب لپاره اهميت لري .

د CIA پلان دا وو، چې اروپايي هېوادونو ته د خطر ﺯنګ وکړي او هغه مجبور شي تر څو د ځان ساتنې په خاطر له امريکا اسلحې واخلي او نورې مرستې ترې وغواړي او د خپل حفاظت لپاره د امريکا هره خبره ومني، پدې سره به د امريکا د تجارت درواﺯه خلاصه شي، او ضمناً به روسيې ته هم د سر درد پيدا شي، ځکه ولسمشر پوټين پوهيږي چې داعش د (C I A) يوه پروژه ده

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version