د داعش په اړه نا لیدل شوي حقايق

نهمه برخه

طاهر احرار

 

مضمون ليدونکي به تعجب کوي او فکر به کوي چې که چېرته داعش د (C I A) او موساد ګډه پروژه وي، نو بیا ولې امريکا ورسره جنګیږي او ولې پرې بمبارونه کوي؟

راځئ؛ دغه ځواب پخپله د امريکا د يو متقاعد جنرال پاول برينر په لیکنه کې وګورو.

هغه برېنر چې د جګړې تر نیمايي نه وو تقاعد شوى او په عراق او سوریه کې يې دنده درلوده.

 

U.S. bombings against ISIS have largely been labeled an exercise in perception management. Although the US military regularly claims to have bombed specific targets, video evidence of the bombings has rarely been released.

 

امریکا په حقیقت کې پر داعش بمباري نه کوي!

د داعش پر وړاندې د متحده ایالاتو بمباري تر ډېره حده جعلي او پر نوم ده، که څه هم د متحده ایالاتو اردو منظمې ادعاوې کوي؛ چې ځانګړي موخې یې بمبار کړي.

 

Leaked documents show that the US has banned its fighter pilots from targeting a long list of ISIS training camps, camps that turn out thousands of fighters a month. Award-winning journalist Robert Fisk told Australian publication LatLine that the U.S. could have bombed a convoy of Islamic State militants who had taken Palmyra, but instead allowed them to attack a Syrian military outpost and the ancient city. Get them started now. When the US dropped bombs on ISIS

 

(متقاعد جنرال پاول برېنر)

افشا شوي اسناد ښایي؛ چې پينټاګون خپلو جنګي پیلوټانو ​​ته د داعش د روزنې د کمپونو يو اوږد لېست ورکړى وو او هغه يې له بمبار څخه منعه کړي وو، هغه کمپونه چې په هغو کې د يو میاشت په دوران په زرګونه جنګیالي روﺯل کيږي.

که متحده ايالات په رښتيا هم پر داعش بمبار وکړي، په لنډ وخت کې به د هغوى ټول جنګيالي ووژل شي،

ځکه دوى پټ نه دي، دوى په افغانستان کې د طالبانو په څېر نه دي هغوی په ځنګلي غرونو کې پټ دي. له ځنګلونو راوځي او په فوځيانو برېدونه کوي، د هغوى په نښه کول د امريکا د هوايي ځواک لپاره ممکن نه دي، طالبان د داعش په څېر فوځي قطارونه هم نه جوړوي چې بمبار شي.

جنرال پاول برېنر وايي؛ چې امریکا کولی شول، چې د داعش د وسله والو هغه اوږد فوځي قطار بمبار کړي، کوم چې د پالمیرا نیولو ته روان وو، ځکه په قطار کې ټول هغه فوځي ټانګونه وو، کوم چې د عراق له حکومت نیول شوي وو او په هر موتر تور بيرغونه لګېدلي وو، مګر د دې پرځای یې داعش پرېښود، ترڅو د سوریې پوځي پوستې او لرغونی ښار پالمېرا ونیسي.

هغه ﺯياتوي؛ کله چې امریکا د داعش تر واک لاندې سیمو باندې بمونه غورځوي، دوی اصلاً د سوریې د تیلو د زیربناوو د ویجاړولو لپاره له دغه فرصت څخه استفاده کوي.

د امريکا د جنګ مقصد يواﺯې د ښارونو نړول دي، بيا هم لرغوني ښارونه لکه پالمېرا يو لرغونى ښار دى، ډېر اهميت لري.

برېنر وايي؛ کله چې داعشيان پالمېرا ته داخل شول، د امریکا هوايي ځواک د داعش د جنګياليو څخه لیرې په ښار بمباري شروع کړه او پالمېرا يې ټوټه ټوټه کړ.

او دغه موخې ته د رسېدلو لپاره، يې خپل اجير قرارداديان داعشي خوارج استعمال کړل.

 

خو افسوس پر دې چې قرارداديان بيا د اسلام له مُبارک نوم استفاده کوي. او ساده مسلمانان هم د دې دسیسې ښکار شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version