د داعش په اړه نا ليدل شوي حقايق

اوومه برخه

طاهر احرار

 

د مسلمانانو په څېر کفارو هم اوس دا منلې چې د اسلام مبارک دين پخپل ﺫات کې کامل دين دی.

کله نا کله اسلام ته تاوان پخپله د مسلمانانو لخوا واوړي او بيا کله د مسلمانانو په لباس کې پټ د کفارو ايجنټان د اسلام د بدنامولو لپاره داسې کارونه کوي، تر څو خلکو ته اسلام بد ور معرفي کړي.

د دې غلامانو په قطار کې داعش هم ولاړ دی!

ظاهراً به تاسو ګورئ، چې هغوى ځانونه مُسلمان څه، چې د اسلام اصلي وارثين معرفي کوي، خو عملاً بيا د دوی اعمال له کفارو هم بد دي.

له يوې خوا دوى ځانونه په جامعه کې مسلمان معرفي کوي، خو له بلې خوا يې بيا باداران خلکو ته اصليت ور څرګندوي، چې يوه نمونه يې دا لاندې مضمون دی.

 

يو امريکايي سياست پوه او ليکوال وین میډسن ليکي:

 

The comments of two U.S.generals, one active duty and the other retired, exposed for the entire

world the covert U.S.backing enjoyed by the Islamic State of Iraq and the Levant (ISIL)in its rise to

power in Syria and Iraq. The retired director of the Defense Intelligence Agency, Lieutenant General

Michael Flynn, revealed that U.S. support for the most radical Islamist guerrillas in Syria led to the

creation of the Islamic State in that country.

وین میډسن:

 

د امریکا د دفاع وﺯارت د استخباراتو د ادارې متقاعد مشر، ډګر جنرال (مایکل فلین) وايي؛ چې امريکا اول په سوریه کې د ياغيانو ملاتړ وکړ، د متحده ایالاتو دغه ملاتړ په سوريه کې د داعش د رامینځته کیدو سبب شو.

دوه نور امريکايي جنرالان چې يو يې همدا اوس هم فعاله دنده لري او بل يې تقاعد شوى، وايي؛ چې داعش سره په عراق او سوريه کې د امريکا پټ ملاتړ هغوى ته ډېر پراخ واک په لاس ورکړ.

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) د معمر القذافي د حکومت له نسکورېدو وروسته، داعش ته له ليبيا څخه د اسلحو او د نورو پټو اکمالاتو لړۍ پيل کړه، او دا کار ځکه اسان وو، چې امريکا او ناټو په لېبيا کې کورنۍ جګړه پيل کړې وه او هر څه يې وېجاړ کړي وو.

داعش له مسلح کېدو وروسته وتوانېد، چې د امريکا تر هوايي ملاتړ لاندې په عراق کې ډېرې ساحې ونيسي.

همداسې وشول! داعش په عراق کې خورا مهم ځايونه ونیول او دغې ډلې د نړېوالو پام ځانته جلب کړ.

دلته يې د تېلو ذخیرې له مېنځه يوړې، د ګاﺯو د پايپ لاین پروژه، چې د خليج هېوادونو د اقتصاد لپاره خورا مهمه وه، د امريکا په اشاره يې مخه بنده کړه، سوريه او عراق چې د اسرائيلو لپاره يواﺯېنى سر درد وو، هغه يې په کورنى جګړه اخته کړل، د شيعه او سُني تر مينځ یې جګړې پېل کړې او دغه هېوادونه يې د اور په غېږ کې واچول.

 

له سوريې وروسته داعش بیا عراق ته توجه واړوله او د متحد ايالاتو د بشپړ ملاتړ وروسته يې د عراق په لوېدیځو او شمالي سیمو کې یوه لویه برخه خاوره ونیوله.

د امريکا د همدې ملاتړ پايله دا شوه، چې د بغداد او دمشق له څنډو څخه د ليبيا ختيځ، د نايجيريا شمال او د مصر سينا ټاپو ته د داعش کاﺫب او ظالم خلافت ورورسېد.

 

The ISIL in surgents, many of them foreign mercenaries ,have disturbing links to intelligence

services of the United States, Israel, France, and Britain.

د دغه دروغجن خلافت اکثر غړي د بهرنيو هېوادونو ايجنټان وو، کومو چې د اسرائيل، فرانس او برېطانيې د استخباراتو سره د خدمت پېچېده اړيکې درلودې، دا به تاسې ته ډېره عجيبه ښکاره شي، چې د دوى ځېني قومندانان غير مُسلم وو، خو دوى دلته اسلامي خلافت غوښت.

هر څومره چې داعش ته ژوره کتنه کيږي او عمليات يې تر څار لاندې دي. داعش، د غرب او د اسراييلو د استخباراتي ساﺯمانونو سره کلکه اړيکه په ډاګه کوي.

(وين ميډسن)

 

غربيان بيا داسې عادت لري، چې يو ځل خلک د خپلو مفادو لپاره استعمالوي او بيا يې داسې رسوا کوي.

هغوى متل کوي، چې Use And Throw

استعمال يې کړئ او لرې يې ګذار کړئ.

د داعش سره هم همدغه کار روان دی.

لله الحمد چې په دُنيا رسوا شول او په آخرت کې به هم مخ توري او رسوا وي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version