د داعش پر خلاف ګواهي

څلورمه برخه

 

د ابو البراء الجوفي ګواهي:

ابو البراء الجوفي هم داعش د جبهةالنصره په مجاهدینو باندې د حملې لپاره لېږلی ؤ، دی خپله کیسه داسې بیانوي: زه د مجاهدینو د مرستې لپاره شام ته راغلم او دلته د اسلامي دولت (داعش) په نوم ډلې سره یوځای شوم، په حلب کې د دوی په ټرنینګ مرکز کې اوسېدلم، زما هیله دا وه چې فدائي وکړم، له اوږده انتظار وروسته ابو عمارة العراقي ماته وویل: په ادلب کې د مُرتدینو په یو مرکز باندې د حملې لپاره ځان تیار کړه، نور یې څه معلومات رانه کړل، چې دا مرکز د چا دی؟ او کاروایي به کله کېږي؟ کله چې مونږ ټاکلي ځای ته پنځه سوه متره نږدې ور ورسېدو؛ نو مونږ ته وویل شول: په دې سیمه کې یو کور دی، مرتدین پکې را یوځای شوي دي، تاسو به په هغو باندې فدایيرحمله کوئ، ما ترې پوښتنه وکړه: عام وګړي خو به هلته نه وي؟ نو هغو ما ته وویل: دا ټول کافران دي (حالانکه هغه د جبهةالنصره د ځایي مجاهدینو د مشر کور و) مونږ کور ته خورا زیات نږدې شو، نو لومړی زما بل ملګري ابو سعد د جبهې پر مجاهدینو حمله وکړه، له هغه وروسته زه کور ته دننه شوم، نو چې ګورم هلته یو سپینږیری، ښځې او ماشومان دي، هغه سپین ږیري سړي ماته په ژړا کې وویل: زه له هیچا سره ټراو نه لرم یو عام وګړی یم، له هیڅ ډلې سره مې تعلق نشته، زه پورته چت ته وختلم او ډزې مې پېل کړې، لږ وخت وروسته راته معلومه شوه، چې داعش له مونږ سره دوکه کړې ده او مونږ یې د مسلمانانو په خِلاف رالېږلي یو، نو ما ورته وویل: تاسې خپل شرعي مسؤل راوغواړئ، د هغه له راتلو وروسته ما خپل ځان او وسله دوی ته حواله کړه.

 

منبع: (شیطان لښکر).

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version