د داعش پر خلاف ګواهي

درېیمه برخه

 

د یو مصري بوډا ګواهي:

ابو الیسر محمود عبدالجبار په مصر کې د اسکندریې ولایت اوسېدونکی ؤ، داعش دا دوه اویا(۷۲) کلن سپینږیری په جبهةالنصره باندې د موټربم حملې لپاره لېږلی ؤ، ترڅو په هغوی برید ترسره کړي، خو له حملې مخکې د جبهةالنصره مجاهدینو له موټر سره ژوندی ونیو.

ابو الیسر خپله کیسه داسې بیانوي: (په ۲۰۱۳م کال کې د ترکیې له لارې شام ته راغلم، له مجاهدینو سره تر یوځای کېدلو وړاندې په جبل الأکراد کې وم، هلته مې اووه (۷) میاشتې تېرې کړې، ابو ایوب التونسي ما ته د فدائي حملې کولو وویل، ما د الله تعالیٰ د رضا لپاره په ډېر اخلاص سره د ده خبره په دې شرط ومنله چې د بشارالاسد په پوځ باندې د فدائي حملې ترتیب راته سم کړي، داعش ما ته دوکه راکړه او پر مجاهدینو یې د حملې لپاره راولېږلم).

ابو الیسر د مجاهدینو له غوره اخلاقو څخه ډېر زیات خوښ وو.

 

منبع: (شیطان لښکر)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version