د داعش متضادې کړنې!

سليم پکتین

#image_title

په نړيواله کچه اوس ټول نړيوال يوه خوله دي چې داعشيان د خپلو کړنو، افکارو، تګلارو، تيوريو او جنګي کړنو لپاره کوم شرعي او قانوني لاسوند نه لري، دوی په ټولو کړنو کې ځانونه مطلق العنانه ګڼي، دا ځکه چې دوی غواړي ټول اسلامي هېوادونه تر خپلې ولکې لاندي راولي او خپل قدرت د اسلامي خلافت په نامه پر ټوله اسلامي نړۍ وتپي.

د اسلامي خلافت، اسلامي دولت او اسلامي نظام لپاره لومړنی شرط دا دی چې ټولې کړنې به يې د قران کريم له عمومي اصولو، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له نبوي تګلارې او د صحابه کرامو له کړنو، ويناوو، تشريحاتو، تفسيرونو او له افکارو سره برابرې وي.

همداراز به د تابعينو، تبع تابعينو، سلف صالحينو او د نړۍ د مخکښو مسلمانو دين او سياست پوهانو پر نقش قدم د وخت او زمان له ضرورتونو سره سم، د ايښودلو او ټاکونکو داسي اصولو سره برابر وي، چې همدغه ټاکلي اصول او قوانين به د اسلامي شريعت له څلور ګونو مصادرو(قران، سنت، اجماع او قياس) سره په ټکر کې نه وي.

دا چې خوارج د تاريخ په اوږدو کې هيڅکله د دين تابع شوي نه دي او همېشه يې د مسلمانو دينپوهانو له عمومي مسير څخه د مادي ګټو او نفسياتي خواهشاتو په موخه سرغړونه کړې ده؛ اوسني داعشي خوارج هم پر خپل زاړه مسير روان دي او د نړۍ پر مخ د هيڅ اسلامي فکر تابع نه دي او نه ځانونه په هيڅ اسلامي نظريه، عقيده، مذهب او تګلاره مکلف ګڼي، بلکي دوی چې هر څه کوي، د اسلامي خلافت د لاسته راوړلو له پاره يې جايز ګڼي؛ چې دا کار د اسلام پر مبارک دين تهمت او په اسلامي اصولو لوبي دي.

راځم له عنوان سره تړاو ته، د اوسني خوارجو يوه کړنه د اسلامي خلافت له دعوه دارانو سره په ټکر او تضاد کې دا ده، چې دوی په ټوله نړۍ کې له هيڅ کفري هېواد سره جګړه نه کوي او نه کفري هېوادونو ته خپل جنګي افراد ليږي، څو هلته د دوی له انده اسلامي خلافت ته کار وکړي.

بلکي دوی يوازي په اسلامي هېوادونو کې جنګونه کوي، دا يوه ښکاره متضاده کړنه ده، چې له هيڅ اسلامي فکر سره اړخ نه لګوي چې دوی دي غواړي اسلامي خلافت او جنګونه دي په اسلامي هېوادونو کې کوي او د هغوی پر عملونو دي نيوکې کوي.

دلته ثابتېږي چې له خوارجو د اسلامي هېوادونو د نظامونو په نړولو کې کفري هېوادونه ګټه اخلي او د اسلامي خلافت په نامه دا پروژه د ټول عالم اسلام د بې اتفاقۍ لپاره وکاروي او په دوی تل داسي متضادي کړنې وکړي چې له هېڅ مصدر سره اړخ نه لګوي، نه يې هيڅ تفسير کېږي او نه ورته د جواز او مشروعيت کومه ضعيفه او قوي لار براېږي.

د داعشيانو کفري ملاتړي ولي په داعشیانو داسي متضادي کړني کوي؟ دا ځکه چې دوی غواړي په ټوله نړۍ کې د اسلام د مبارک دين پر سالمې لاري خلک شکمن کړي او خلکو ته وښيي، چې داعشيان خو مسلمانان دي نو دوی چې داسي کړني کوي دا په حقيقت کې (العياذ بالله) د اسلام حکم دی؛ چې په دې توګه ور څخه د اسلامي دين په رنګ بدۍ کې کار اخلي.

د داعشيانو د متضادو کړنو له بېلګو بله بېلګه داده، چې دوی په سوريه او عراق کې راپورته شول، دوی ويل؛ چې ددې هېوادونو حاکمان سيکولران او جمهوري فکره دي، دا چې سيکولريت او جمهوريت د کفر انواع دي، نو ځکه موږ ورسره جهاد کوو.

په همدې دعوه يې د عراق او سوريې ډېر ولايتونه ونيول، خو اوس بيا د (I.S.I) له ادارې سره همغږي او عملي ګډوالی لري، ياده استخباراتي اداره د خپلو مخالفينو لیستونه ور کوي، دوی يې ورته وژني.

د I.S.I اداره د افغانستان له جغرافيې او اوسني اسلامي نظام سره ټکر لري، داعشيان د يادي ادارې په امر د افغانستان د جغرافيې د نا امنه معرفي کولو او د اسلامي نظام پر ضد کړنې ورته کوي، سره له دې چې د (I.S.I) د ادارې حکومت(د پاکستان جمهوري حکومت) يو جمهوري حکومت دی.

د داعشيانو متضادي کړنې دا جوته کوي او ټول انسيانيت ته په ګوته کوي، چې موږ نه په اسلام مکلف يو او نه په بشريت! بلکي زموږ تر شا لوی قدرت چې څه راته ووايي، هغه موږ ته د قانون حيثيت لري.

ابو جلال
Exit mobile version