د داعش لپاره پر کمپاین کولو د ستانکزي اعتراف

د تیرې دوشنبې په ورځ د ملي امنیت رئیس ښاغلی معصوم ستانکزي د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ښکاره اعتراف وکړ چې د ملي یووالي حکومت د داعش د ځواکمن ښودلو په خاطر تبلیغاتي کمپاین کړی دی.

نوموړي وویل: «ایا مونږ خپله د داعش لپاره همدلته تبلیغ نه دی کړی؟ ایا نن چې بهرني هیوادونه له طالبانو حمایت کوي دا خپله زمونږ د اشتباهاتو له امله نه دی؟ ایا مونږ دا تبلیغات نه کول چې فلانی دولت او فلانی هیواد دی چې د داعش ملاتړ کوي، هماغه دی چې نن هماغه هیوادونه د داعش په مقابل کې د طالبانو ملاتړ کوي او په دې سره هغوی ته مشروعیت وربښي».

د ښاغلي ستانکزي دا اعتراف په ژوندۍ بڼه د ملي ټلویزون له لوری نشر او ویډیو کلیپ یې اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.

ښاغلی ستانکزی لومړی لوړ پوړی دولتي چارواکی نه دی چې د داعش لپاره په افغانستان کې د حکومت پر تبلیغاتي کمپاین اعتراف کوي؛ بلکې تر ده وړاندې د ولسي جرګي لومړي مرستیال ښاغلي قدیر د ولسي جرګې په تالار کې اعلان کړی و چې په ننګرهار کې د داعش د راپورته کولو ترشا مستقیما د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر لاس لري او له ده سره په دې اړه کره شواهد هم شتون لري.

همداراز د ۱۳۹۴هجري لمریز کال د ثور په میاشت کې د پکتیکا ولایت پخوانی والي ښاغلي عبد الکریم د ملي امنیت شوری له دې امله له دندې ګوښه کړ چې د یادې شوری له لوري یې په پکتیکا ولایت کې له داعش جنګیالو سره د دولتي مرستو پروسه افشاء کړه.

ګډ حکومت چې د امریکايي پروژې د یوې برخې په توګه د جان کیري په وسیله جوړ شو په افغانستان کې د جګړې او بي ثباتي غزولو په خاطر یې له واشنګټن سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو ترڅنګ د داعش خطرناکه پروژه هم ایجاد او د امریکايي استخباراتي رسنیو په مرسته یې د یادې پروژې د ځواکمن کولو لپاره پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړ.

په ملي یووالي حکومت کې ځینو نا خبره کړیو په پیل کې له واشنګټن سره د کابل امنیتي تړون د هیواد د ثبات لپاره ګټور ګاڼه او له هغه څخه یې دفاع کوله، خو اوس چې د یاد امنیتي تړون له امله په هیواد کې د بي ثباتي کچه تر بل هر وخت لوړه او خپله امریکايي چارواکي دلته د لسګونو جنګي ډلو د شتون تبلیغات کوي هماغه د دولت ناخبره جهتونه هم پر دې حقیقت پوه شوي چې د ملي یووالي حکومت اصلي ماهیت څه او مؤسسینو یې (امریکایانو) هغه د کومو اهدافو لپاره په افغانستان کې ایجاد کړی دی

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version