د داعش د ۸ میاشتني فعالیت خونړی محصول

په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژۍ له تطبیق سره سم د داعش فعالیت مخ په زیاتیدو شو.

د رسنیو د وروستيو راپورونو پر اساس داعش په افغانستان کې د خپل اته میاشتني فعالیت په ترڅ کې ۳۲۷ کسان وژلي او ۹۲۴ نور یې ټپيان کړې دي.

داعش وروسته تردې چې په عراق او سوریه کې یې د خپل جوړ کړي خلافت د مرکز په شمول تر کنترول لاندې سیمې له لاسه ووتلې پاتي جنګیالي یې افغانستان ته راورسول شول او دلته یې د افغان وژني خونړی فعالیت پیل کړ.

داعش په عراق، سوریه ، لیبیا او مصر کې هم خپل لومړنی فعالیت یا د ولسي خلګو او یاهم د خپلو جنګي او تنظمي سیالانو په عام وژنې باندې پیل کړی و.

مثلا د عراق په سنجار سیمه کې یې د يزیدي ډلې پلویانو، په سوریه کې یې د سيالو وسله والو ډلو او په لیبیا کې یې د نیول شوي قبطي مزدورانو په وژلو سره د خپل شتون اظهار وکړ.

په افغانستان کې یې هم خپل لومړنی فعالیت په ننګرهار کې د ۱۰ تنو ولسي سپینږیرو ژوندي په بمونو الوزولو سره پیل او تر اوسه پوري یې د وحشتونو دغه بونوونکې لړۍ جریان لري.

د روان هجري لمریز کال په پیل کې یې په افغانستان کې ځنډول شوی فعالیت هغه وخت بیرته شدت پیدا کړ چې کله په اچین کې د امریکیانو لخوا د داعش د له منځه وړلو په پلمه د هغوی پر مرکزونو د بمونو مور وکارول شوه .

د بمونو د مور له کارونې سره سم په ننګرهار کې د هغوي نشراتي او پوځي فعالیتونه ګړندي چې د ننګرهار په ځینو کلیوالو سیمو کې ولسي خلګ له زیاتو ستونزو سره مخ کړل.

امریکایان او په افغانستان کې د هغوی تحت الحمایه حکومت د داعشي ملیشو د فعالیت د مخنیوی په ځای د هغوی لپاره د تبلیغاتي کمپاینرانو رول اداء کوي او ورځ تر بلې په خپلو نشراتي رسنیو کې د هغوي کړنو او وحشتونو ته تبلیغ کوي.

همدا لامل دی چې په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژۍ د تطبیق او داعشي ملیشو د وحشیانه بریدونو خونړی محصول مخ په لوړیدو دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version