د داعش د «هوايي خلافت» مخکې څوک خنډ دي؟

له داعش سره له لومړي سره د وحشت نوم یو ځای دی او تراوسه یې ټولې کړنې د اسلام او بشر ضد دي. جگړه او خپله داعیه پرمخ وړل هم یو څه اوصول لري، خو له بده مرغه داعش نه اوصول لري او نه د جگړې کوم قانون. نه خلک پوهېږي چې د دوی د «هوايي خلافت» په مخ کې څوک خنډ دي؟.

د عثماني خلافت له ړنگېدو وروسته ټول کفري هېوادونه نه غواړي چې مسلمانان سره بیا متحد شي. د مسلمانانو ترمنځ یې بېلابېلې تفرقې اچولي. د یوه اسلامي هېواد مسلمان تبعه بل اسلامي هېواد ته بغیر له پاسپورټ او وېزې نه شي تللی. که څه هم د یوې ژبې، د یوه دین او د یوه کلتور خلک وي. ښې بېلگې یې عرب هېوادونه دي، خو تر ټولو ډېر اختلاف هم د عربو ترمنځ دی. همدا اوس پر قطر د عرب متحده اماراتو، سعودي عربستان، مصر او نورو عرب هېوادونو سخت بندیزونه لگولي او خپلې ټولې اړیکې یې ورسره پرې کړي دي.

که اوسمهال مسلمانان تر یوه خلافت، یوه بیرغ او یو مرکز کې راټول وای، نو نه به د مسلمانانو ترمنځ دومره ستونزې وی، نه به مسلمانان دومره ذلیل کېدل او نه به د اسلامي هېوادونو ترمنځ جگړه پېښېدله. انگرېزانو د افغانستان ډېره خاوره پخواني هند ته ورکړه او د ډیورنډ دواړو خواوو ته یې پښتانه سره ووېشل. د یوې ژبې، یوه کلتور او یو دین پښتانه دواړو خواوو ته بغیر له پاسپورټ او وېزې سفر نه شي کولی، همدغه ستونزه په گرده اسلامي نړۍ کې ده او مسلمانان ترې رنځ وړي.

خلافت به بیا راځي؛ خو د اوسنیو داعشیانو پر لاسونو نه، بلکې دا به د مهدي علیه اسلام اخېري وخت وي او هغه وخت کېدای شي موږ نه وو. خو خلک به پوهېږي، چې یو وخت داسې هم وو، چې امریکايي پروژه یانو غوښتل خلافت د مسلمانانو په وژلو، ترورکولو، پر بمونو کېنولو او په مسجدونو کې په چاودنو ټینگ کړي؛ خو الله جل جلاله دغه پروژه بربنډه کړه او خلافتیان په خپلو سوړو بېرته ننوتل.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې امریکایي خلافتیان لگیا دي او د خلافت داعیه پرمخ وړي. له لومړي سره د دوی هدف جهادي ډلې دي. د نړۍ په گوټ ـ گوټ کې یې ټولو جهادي ډلو ته اخطارونه ورکړي او مباح الدم یې گڼلي. دوی حتا د نړۍ مظلومې ډلې «حماس» ته هم اخطار ورکړ. داعش اوس هم د مصر په سینا کې پراخ حضور لري؛ خو د اسراییلو پر ځای ډېری وخت د مصر پر خلکو بریدونه کوي او پر حماس یې لارې تړلي دي.

تېره اوونۍ د فاریاب په درزاب ولسوالۍ کې طالبانو داعشیان ماتې خوړلو ته مجبوره کړل، له سلو ډېر یې ووژل شول، همدومره ټپیان شول او لسگونه نور یې ژوندي په امریکايي الوتکو کې له سیمې وویستل شول. دغه خبره تراوسه د رسنیو د سر ټکی دی، چې څنگه په امریکايي چورلکو کې داعشیان له سیمې ویستل کېږي. د ننگرهار ځینو چارواکو او عامو خلکو دغه خبره له تېرو څلورو کلونو راهیسې کوله، چې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جگړه کې امریکايي چورلکې د طالبانو لیکې بمباروي، داعشیان خوندي ځایونو ته رسوي، د ننگرهار په هوايي ډگر کې روزنه ورکول کېږي، د مشرانو جرگې د مشر فضل الهادي مسلمیار په موټرو کې تر مهمو ځایونو رسول کېږي؛ خو پر دغه خبره چا باور نه کاوه، اوس چې خبره ډنډوره شوه، نو د حکومت او په ځانگړي ډول د ملي امنیت شورا غوږونه کاڼه دي او سترگې یې ځمکې ته ښکته کړي دي.

داعشیانو د تېرې جمعې په ورځ د پکتیا په مرکز  ګردېز کې د شیعه‌گانو پر یوې بارگاه برید وکړ او ترپنځوسو ډېر یې ټپیان او مړه کړل. د داعش سر تر پکتیا هم ورسېده او د پکتیا ځايي خلک باید دغه نطفه سر له اوسه شنډه کړي، گنې بیا به یې رېښې تر خوست او پکتیکا هم رسېدلي وي او خلک به کورونو پرېښودو ته اړیستل کېږي.

شیعه‌گان د دې هېواد اوسېدونکي دي. څنگه چې دلته د یو بې گناه هندو او سیک وژل ناروا دي، همداسې د شیعه وژل هم ناروا دي. د یو کس وژل دلیل او جواز ته اسلام خپل حدود ټاکلي او داسې نه ده، چې څوک دې لیدل باید وویې وژني او سرونه ترې پرې کړې. داعش به یوه ورځ د خپلو بادارنو سره یو ځای د ځمکې له مخ ورک کېږي او دغه خاوره به یې د موجویت څخه پاک کېږي او د دوی هوايي خلافت به همداسې په هوا کې پاتې کېږي. ان شاء الله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version