د داعش د مالي سرچینو څرنګوالی! څلورمه برخه

حجاز تمیم

خیریه مؤسسې او سازمانونه:

د داعش ډلې مالي تمویل یوه پېچلې او څو اړخیزه موضوع ده، دې ډلې د خیريه مؤسسو له لارې د مالي منابعو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې کارولي دي، چې پکې د زکات او صدقې تر نامه لاندې مرستې، انټرنټي کمپاینونه او د خیریه مؤسسو له لارې د وسلو او تجهیزاتو لېږد شامل دي، د دې لپاره چې د دې ډلې مالي سرچینې وچې شي، اړینه ده ترڅو د خیریه مؤسسو فعالیتونه په پوره غور وڅارل شي او د مشکوکو مؤسسو پر وړاندې قانوني او ګړندي اقدامات ترسره شي.

د روسیې هېواد د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټوټ د موندنو پر بنسټ، ډېرۍ هغه خیریه مؤسسې او سازمانونه چې د داعش ډلې په مالي تمویل کې یې رغنده رول لوبولی، د سعودي عربستان او قطر هېوادونو د خصوصي مرستو پر بنسټ رامنځته شوي دي، د خیریه مؤسسو او سازمانونو له لارې د داعش ډلې مالي تمویل په اړه لاندې موارد د پام وړ دي.

د خیریه مؤسسو له نوم څخه سوء استفاده:

د نورو ناوړو فعالیتونو ترڅنګ، داعش ډلې د خیریه مؤسسو تر نوم لاندې، مختلفې تګ لارې کارولي ترڅو له خلکو مالي مرستې تر لاسه کړي. د بېلګې په ډول:

زکات او صدقه: دې ډلې د زکات او صدقاتو تر نوم لاندې، بې شمېره مرستې له مختلفو ولسونو څخه په مختلفو هېوادونو کې راټولې کړې دي، غوره بېلګه یې دا ده چې د فرانسې هېواد استخباراتي ادارو لخوا، ۴۱۶ هغه کسان پېژندل شوي وه چې د زکات او صدقاتو تر نوم لاندې یې داعش ته مالي مرستې راټولولې او بیا یې د ترکیې او لبنان له لارې، سوریې هېواد ته استولې.

انټرنټي کمپاینونه: دا ډله د انټرنیټ له لارې، د یتیمانو، کونډو، جوماتونو جوړولو او داسې نور خیریه چارو د ترسره کولو تر نوم لاندې، د مرستو د راټولولو مختلف کمپاینونه په لاره اچوي، چې په اصل کې، دا مرستې د داعش غړو ته استول کیږي.

شکمنې خیریه مؤسسې او سازمانونه:

دلته د یو شمېر هغو خیریه مؤسسو او سازمانونو نومونه د یادولو وړ دي چې د نړیوالو لخوا، د داعش مالي مرسته کوونکو په تور، نومول شوي دي:

‏a. Eid Charity قطر: یو قطري غیر انتفاعي خیریه مؤسسه ده چې په ۱۹۹۵ز کال د دوحې په ښار کې تأسیس شوې، دا بنسټ د بشري مرستو، روغتیا، تعلیم او ټولنیز پرمختګ په برخه کې فعالیت کوي، ویل کیږي چې د دې خیریه مؤسسې بنسټ ایښودونکی عبدالرحمن بن عمیر النعیمي دی، د یاد بنسټ مشر د آمریکا د خزانې وزارت لخوا په دې تور تورن وو چې ګویا د القاعدې ترڅنګ، له داعش ډلې سره یې هم په پراخه کچه مالي مرستې ترسره کړې دي.

‏b. IHH (ترکیه): د ترکیې هېواد د بشري حقونو، آزدایو او بشردوستانه مرستو بنسټ، په ۱۹۹۲ز کال د همدې هېواد په استانبول ښار کې د یو شمېر رضاکارو کسانو لخوا رامنځته او بیا په رسمي ډول په ۱۹۹۵ز کال کې د غیر دولتي بنسټ په توګه ثبت شوی دی، یاد بنسټ د نړۍ په (۱۳۰) هېوادنو کې فعالیتونه لري، خو د سوریې، فلسطین، سومالیا، بنګله دېش، یمن او افریقا هېوادونه یې د تمرکز اصلي ځایونه دي.

په دې مؤسسه باندې داسې تورونه پورې دي چې ګویا د داعش تر ولکې لاندې، په سوریه کې یې مالي مرستې وېشلې دي. په ۲۰۲۱ز کال کې، مروه دوندار چې د یوه داعش جنګیالي مېرمن وه، د ترکیې هېواد محکمې پر وړاندې دا اقرار وکړ چې، دوی هغه مرستې چې د همدې بنسټ لخوا ورکړل شوې وې، په سوریه کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې وویشلې. خو په ورته وخت کې، یاد بنسټ دا موضوع رد او علت یې د دې بنسټ بدنامونو په ګوته کړي دي.

‏c. نجات خیریه بنسټ (افغانستان): دا یو غیر دولتي، غیر سیاسي او غیر انتفاعي بنسټ دی چې په ۱۹۹۱ز کال د پاکستان په پېښور ښار کې د افغان کډوالو د نشه یي توکو د اعتیاد د درملنې لپاره تأسیس شو، په ۲۰۰۵ز کال کې، دا بنسټ خپل مرکزي دفتر کابل ته انتقال کړ.

د دې بنسټ مدیر، سعید حبیب احمد خان، د داعش لپاره د مالي اسانتیاوو برابرولو کې ښکېل بلل شوی وو او بالاخره په ۲۰۱۹ز کال کې د امریکا د خزانې وزارت پر دې بنست بندیزونه ولګول، ځکه چې دا بنسټ یې د داعش خراسان څانګې لپاه د مالي مرستو برابرولو، د جنګیالیو جلب و جذب او د پلان جوړونې کوربه ګڼلی وو.

د راپورونو له مخې، نجات بنسټ د خیریه مرستو تر نامه لاندې له قطر، متحده عربي اماراتو، عراق او یو شمېر نورو منځني ختیځ هېوادونو څخه پیسې راټولې کړي او بیا یې د کابل او جلال آباد له دفترونو څخه، د داعش قوماندانانو ته وېشلې دي.

په ټوله کې ویلی شو چې داعش ډلې د خیريه مؤسسو تر نامه لاندې، بې شمېره مرستې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لاس ته راوړي او دا لړۍ تر دې مهاله هم دوام لري، د یادولو وړ ده، نه یوازې دا چې د خیریه مؤسسو له لارې، داعش ډله مالي مرستې تر لاسه کوي بلکې یو شمېر همدا ډول مؤسسې، د دې ډلې جنګیالي، وسلې او تجهیزات له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته انتقالوي.

د دې لپاره چې د دې ډلې مالي سرچینې وچې شي، اړینه ده ترڅو د خیریه مؤسسو فعالیتونه په پوره غور وڅارل شي او د مشکوکو مؤسسو پر وړاندې قانوني او ګړندي اقدامات ترسره شي.

Exit mobile version