د داعش د دامونو په پېژندلو کې د ځوانانو رول | لومړۍ برخه

جنید زاهد

#image_title

په ټوله کې، داعش د خپلو دامونو د اېښودلو په برخه کې خپل انساني ځواک ډېر کړی دی، دغه لومې یې د ټولنې د ټولو قشرونو او د هرې کچې عمر لرونکو لپاره، په بېلا بېلو بڼو ایښي.

هغه ډله خلک، چې دوی ته ډېر پکارېږي؛ ځوانان دي، نو په همدې اساس؛ داعش په دې هڅه کې دی چې خپلې لومې په ښه ډول وړاندې کړي او ځوانان پکې ښکېل کړي، تر څو د ځوانانو له انرژۍ څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

په دغه لنډه لیکنه کې به د دغو لومو د ځینو برخو څرنګوالی مطالعه او وڅېړو، دا هغه لومې دي چې د دوی د پېژندلو په برخه کې یې جدي پاملرنې ته اړتیا ده.

دغه لومې په رښتیني مانا؛ د دې لپاره دي چې دوی وکړای شي، ځوانان د خپلې مفکورې تر اغېز لاندې راولي او د خپل فکر ملګري یې کړي.

۱: د ټولنیزو رسنیو له دریڅو څخه دوکه ور کول؛

داعش د ټولنیزو رسنیو له دریڅو څخه له دوکه ورکولو او په دغه برخه کې له بریالیتوب وروسته کولای شي، ډېره برخه ځوانه بشري قوه او ځواک لاسته راوړي.

په دې برخه کې هغه ځوانان چې د هر څه پر وړاندې حساس او د ژر غبرګون ښودونکي دي؛ تر هدف لاندې نیول شوي دي، د ځوانانو له ساده ګۍ څخه ګټه اخلي او ځوانان له دغه اړخه په خپل دام کې ښکېلوي، دا کار دوی د ټولنیزو رسنیو له دریڅو او ادرسونو څخه کوي.

د خپلو ډېرو کمو لاسته راوړنو د وېډیویي کلېپونو په ښودولو سره؛ ځوانان تر خپل‌ اغېزې لاندې راولي، چې له دې سره دوی په خپله لومه کې نښلوي او خپل ځانته یې را کاږي.

مجازي نړۍ په حقیقت کې ټولو خلکو ته د لاسرسي وړ ده، هر هغه څوک چې تلیفون او انټر نېټ ته لاسرسی لري؛ داعش ته یې د دوکه ور کولو او غولولو دریڅه خلاصه ده.

نو په همدې اساس؛ دغه رامنځته شوی حالت باید ځوانان په داسې ډول وکاروي، چې د دغې ډلې په بېلابیلو لومو کې، چې د تورې بدبختۍ په بڼه دي؛ ښکېل نه شي.

داعش هر کال په زیاته اندازه بودیجه؛ د خپلو تبلیغاتو لپاره پر تلویزیوني، راډیویي او نورو انټرنټي شبکو، چې له دولسو څخه په زیاتو ژبو خپرونې وړاندې کوي؛ مصرفوي، د دغې بودیجې لویه برخه، د نړۍ د زبرځواکه هېوادونو(آمریکا) له خوا ورته د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ورکول کېږي.

د دغو ټولنیزو رسنیو د ادرسونو رهبري کوونکي پر دې باور دي، چې هغه څه چې داعش ډله ترسره کوي؛ د اسلام د مبارک دین په نړیواله کچه خپرول، او په نړیواله کچه د اسلامي خلافت جوړول دي.

هر هغه څوک چې په دغو انټرنېټي شبکو کې فعالیت کوي، پام دې وکړي چې دغه ډله(داعش) هیڅکله هم د اسلام د مبین دین استازولي نشي کولای، هیڅکله هم د دوی په افکارو کې دا باور نشته، چې دوی دې په نړیواله سطحه اسلامي ټولنه رامنځته کړي.

داعش په ټوله کې یوه غیر اسلامي او غربي مفکوره ده، چې د اسلام د سپېڅلي جهاد د بد نامۍ لپاره رامنځته شوې ده او له هرې ممکنې لارې په کار اخیستلو هڅه کوي، چې دغې موخې ته ورسېږي.

د داعش محدوده او ځانغوښتونکې مفکوره به هیڅکله ځوانان د ځان برخه نه کړي، بلکې ځوانان به د خپلو ناوړه او ویحاړوونکو موخو لپاره د بشري ځواک په توګه وکاروي او چې کله خپلو موخو ته ورسېږي؛ دوی به یې خپلې هېرې شوي المارۍ ته وسپاري.

هرماس الافغاني
Exit mobile version